زيلنسکي: پولنډ غواړي اوکراین ته اف - ۱۶ جنګي جېټ الوتکې ورکړي

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زيلنسکي وایي، چې پولنډ غواړي دې هېواد ته اف - ۱۶ جنګي جېټ الوتکې ورکړي. رویټرز خبري اژانس د نوموړي له قوله راپور ورکړی، چې پولنډ پرېکړه کړې څو اوکراین ته د اف - ۱۶ جنګي جېټ الوتکو د ورکړې بهیر ګړندی کړي.