د ریښتر په کچه ۴.۹ درجې زلزلې پلازمېنه کابل او د افغانستان ځینې نورې برخې ولړزولې

د امریکا د زلزله پېژندنې ادارې ویلي، د پنجشنبې په ماخوستن (د چنګاښ ۲۸مه) نېټه یوې څه نا څه زورورې زلزلې د افغانستان پلازمېنه او ځیني نور ولایتونه لړزولي چې مرکز یې د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې و.

دغې ادارې ویلي، چې د زلزلې ټکانونه د چین او تاجکستان په ځینو سیمو کې هم احساس شوي دي.
دغه بنسټ وایي، دغه زلزله د ۲۲۲ کیلو مټرو په ژوروالي سره پېښه شوې چې ټکانونه یې له نورو سیمو په بدخشان کې ډېر احساس شوي دي.
تر اوسه د دغې زلزلې د ځاني او مالي زیانونه په اړه څه نه دي ویل شوي.