د ښځو کرېکټ اسیا جام: د تايلنډ کرېکټ لوبډلې د ۲۲ منډو په توپير ماليزیا ماته کړه

د ښځو کرېکټ ۲۰ اوره اسیام جام په سيالیو کې نن د تایلنډ لوبډلې ماليزيا ته د ۲۲ منډو په توپير ماتې ورکړه او په خپله لومړۍ سيالۍ کې يې بريا خپله کړه. تايلنډ لوبډلې د پچې په ګټلو سره لومړۍ توپوهنه وکړه او سيالۍ لوبډلې ته یې ۱۳۴ منډې هدف وټاکه.