• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو پوهنې وزیر: پاکستان ځمکنۍ جګړه کې تېښته کوله خو د الوتکو ځواب مو یې نه درلود

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۱:۲۵ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۲:۳۹ GMT+۰

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا وايي، پاکستاني ځواکونو په ځمکنۍ جګړه کې تېښه کوله، خو د الوتکو د بمبارونو پر وړاندې یې دوی ځواب نه درلود. نوموړی زیاتوي، چې نن سبا د هېواد دفاع په کوتک، توره او کلاشنکوف نه کېږي، بلکې د وطن دفاع به په ډرون او الوتکو کوي.

د طالبانو د پوهنې وزیر حبیب الله اغا د یکشنبې په ورځ د ښوونځیو د زده کوونکو د ساینسي پروژو او لاسته راوړنو د نمانځلو مراسمو ته د وینا پرمهال وویل، چې دوی باید هغه څه ترلاسه کړي چې د نظام د دفاع لپاره اړین دي.

حبیب الله اغا وايي، نن سبا د هېواد دفاع یوازې په نننیو پر مختللو وسایلو کېدای شي.

د طالبانو پوهنې وزیر زیاته کړه، چې، « الله تعالی موږ د نظام په دفاع مکلف کړي یو».

هغه د خپلې وینا په یوه برخه کې وویل:« اوس خو دفاع په ډانګ نشو کولی، اوس خو دفاع په توره نشو کولی، حتا په کلاشینکوف یې هم نشو کولی، نو اوس به دفاع په دغه ډرون کوو، دفاع به په غټو غټو توپونو کوو، په غټو بمونو به یې کوو، په طیارو به یې کوو.»

حبیب الله اغا زیاتوي، چې «باید خپله هڅې وکړو څو توپونه، طیارې او ډرونونه جوړ کړو».

د طالبانو د پوهنې وزیر همدراز وايي، هغه څوک چې د خپلې خاورې او دین څخه دفاع کوي نو د هغه هڅې په عبادت کې حسابیږي.

نوموړي له دې وړاندې هم د روان کال د زمري پر ۵مه دویلي و، چې پر دیني زده‌کړو سربېره د ټولنې د پرمختګ لپاره عصري علوم ضروري او مهم دي.

نوموړي وویل: «پر دیني علومو سربېره هغه علوم چې موږ ورته ضرورت لرو هغه عصري او ساینسي علوم دي چې د ترلاسه کولو لپاره یې باید ډېرې هلې ځلې وشي.»

دا په داسې حال کې ده چې پر طالبانو تل له دې کبله نیوکې کېږي چې په افغانستان کې یې د عصري علومو ودې ته چندان پام نه دی کړی. همداراز دې ډلې له شاوخوا څلورو کلونو راهیسې تر شپږم ټولګي پورته افغان نجونو پرمخ د ښوونځي او پوهنتون دروازې بندې کړې دي.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

تېره ورځ له پاکستان څخه د تورخم له لارې دوه نیم زره کورنۍ راستنې شوې

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۴۸ GMT+۰

په تورخم کې د عمري پنډغالي د روغتیایي او خدماتي چارو مسوول وایي، تېره ورځ له پاکستان څخه ۲ زره او ۵۰۰ کورنۍ، چې لس زره کسان کېږي، هېواد ته راستانه شوي. زاهدالله زاهد زیاتوي، چې تېره شپه نږدې ۱۰۰۰ تنه هغه افغان کډوال هم افغانستان ته راغلي، چې د پاکستان له زندانونو خوشې شوي.

په تورخم ښارګوټي کې د عمري پنډغالي د روغتیایي او خدماتي چارو مسوول زاهد الله زاهد د یکشنبې په ورځ نیوکه وکړه چې د را ستنو شویو افغان کډوالو د دایمي ځای پر ځای کولو په تړاو د طالبانو کمیټې چارې کمزورې دي.

هغه غوښتنه وکړه، چې باید اړوند ادارې راغلو افغان کډوالو ته د نمرو د وېش بهیر پیل کړي.

د عمري پنډغالي مسوول همدراز زیاتوي، چې د افغان کډوالو د ثبت بهیر ۲۴ ساعتونه کېږي، چې ادامه لري او کومه دمه پکې نه ده راغلې.

په تورخم کې طالب چاروکي وايي، د دوی معلوماتو له مخې زرګونه افغان کډوال د پاکستان په زندانونو او د انتقال په کېمپونو کې دي چې افغانستان ته اخراج شي.

د راپورونو پر بنسټ، یوازې تېره ورځ ۱۰ زره او ۷۰۰ افغان کډوال د چمن له لارې افغانستان ته اوښتي او دغه بهیر همداراز دوام لري.

ویل کېږي دغو کورنیو د لارې په اوږدو کې په موټرو کې له خپلو کډو سره شاوخوا ۲۰ ورځې پرته له هېڅ ډول امکاناتو تېرې کړې وې.

د یادونې وړ ده، په دې وروستیو کې د پاکستان حکومت په دغه هېواد کې د افغان کډوالو پنډغالي وتړل، چې له امله یې زیات شمېر کډوال هېواد ته د راستنېدو په درشل کې دي.

طالبان وايي د ریل پټلۍ له لارې له ایران نه د وارداتو کچه پنځه برابره ډېره شوې

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۳۹ GMT+۰

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې د تېر کال په پرتله د خواف ـ هرات ریل پټلۍ له لارې د توکو انتقال پنځه برابره ډېر شوی دی.

یوسف سعیدي ویلي، چې د سمنټو او کاشي په ګډون هره ورځ دوه زره ټنه توکي د خواف- هرات ریل پټلۍ له لارې د هرات روزنک تمځای ته انتقالیږي.

نوموړي ویلي، چې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د توکو د انتقال لپاره خورا مهم او ګټور رول لري.

پر همدغه مهال د هرات صنایعو او سوداګرۍ رییس بشیر احمد سیرت د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د صادراتو او وارداتو لپاره ریل پټلۍ یوه غوره لاره ده.

نوموړی زیاتوي:«پر ځمکنیو لارو د لاریو کمښت، لوړې کرايې او د اوږدو اداري مراحلو په څېر ستونزې شته، خو د ریل پټلۍ له لارې، بیا دا ټولې ستونزې کمې شوې دي.»

په هرات کې د ریل پټلۍ ادارې ویلي، چې د خواف ـ هرات د ریل پټلۍ له لارې هره میاشت پنځوس زره ټنه سوداګریز توکي افغانستان ته واردیږي.

نورالدین عزیزي: افغانستان د پاکستان پرځای د خپلو صادراتو لپاره د بدیلو لارو په لټه کې دی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۱۰:۲۱ GMT+۰

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، هڅې يې پیل کړې چې د پاکستان پر ځای د افغانستان تولیداتو او محصولاتو لپاره وړ بدیلې لارې پیدا کړي. نورالدین عزیزي ویلي:« په سیمه کې د افغاني تولیداتو لپاره د معقولې بازار موندنې لپاره مو دا هڅې نورې چټکې کړې.»

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي حریت راډیو ته ویلي، چې له څو کالونو راهیسې د افغاني تولیداتو د صادراتو لپاره د بدیلو لارو د پیدا کولو لپاره ددې ډلې هڅې چټکې شوې دي.

نږدې درې اونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله پاکستاني لوري له افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي، چې له کبله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده زیانونه اوښتي.

ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالره تاوان رسېدلی.

نورالدین عزیزي ویلي چې په سیمه کې د افغاني تولیداتو لپاره د معقولې بازار موندنې لپاره یې خپلې هڅې نورې هم چټکې کړې دي.

تازه څېړنه: موسیقي اورېدل د عقل د زوال ګواښ تر ۴۰ سلنې پورې راکموي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۹:۲۲ GMT+۰

یوې نوې څېړنې ښودلې چې د موسیقۍ اورېدل یا د موسیقۍ د یوې الې غږول، د عقل زوال یا د حافظې د کمزورتیا ګواښ په څرګند ډول راکموي. د څېړنې له مخې، هغه مشران چې د ۷۰ کلونو پورته عمر لري او په منظم ډول موسیقي اوري، د نورو پرتله نږدې ۴۰سلنه لږ د عقل د زوال له ګواښ سره مخامخ دي.

د څېړنې لیکوالان وايي، که یو څوک هم‌مهاله هم موسیقي اوري او هم یې غږوي، د ذهني زوال پر وړاندې یې د دفاع اغېز لا قوي کېږي.

پروفیسوره جوان رایان چې د استرالیا د موناش پوهنتون د عصبي روان‌پوهني او د عقل زوال د څېړنو مشره ده، وایي:«تر اوسه د عقل زوال درملنه نه ده موندل شوې، له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې د مخنیوي یا ځنډولو بدیله لاره وموندل شي.»

نوموړې زیاته کړې:«اوسنۍ شواهد ښيي چې د مغز زړېدل یوازې د عمر او جنیټیکي عواملو پورې محدود نه دي، بلکې د چاپېریال او د ژوند د سبک له امله هم اغېزمنېږي.»

د دې څېړنې پایلې د «» International Journal of Geriatric Psychiatry په وروستۍ ګڼه کې خپرې شوې دي.

څېړنه د څو کلونو پر مهال د ۱۰زره هغو مشرانو باندې ترسره شوې، چې عمرونه یې له ۷۰ کلونو پورته وو.

پایلو څرګنده کړې چې، منظم د موسیقۍ اورېدل یا غږول نه‌ یوازې د ذهني اختلال خطر کموي، بلکې د «پېښو د حافظې» په نوم هغه حافظه هم پیاوړې کوي، چې د ورځنیو پېښو د یادولو لپاره مهمه ده.

څېړونکي وايي، د موسیقۍ الې غږول په تېر عمر کې د حافظې او تفکر د وړتیا د پیاوړتیا لامل ګرځي.

د نړۍوال روغتیا سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۵۷میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې د عقل له زوال ستونزې سره مخ دي.

څېړنه څرګندوي، موسیقي کېدای شي یوه ساده او اغېزمنه لار وي چې د انسان د ذهني فعالیت په ساتنه کې مرسته وکړي.

یادې پایلې د هغو څېړنو لړۍ ته ورزیاتې شوي، چې له وړاندې یې ښودلې وه، خلاقه، ټولنیزې او فکري فعالیتونه لکه موسیقي، لوستل او هنر د انسان مغزي روغتیا ته په زړښت کې مثبت اغېز لري.

د ایران د ولسي جرګې غړی: د افغان کارګرو ناڅاپي اېستل منطقي او عملي کار نه دی

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۸:۳۹ GMT+۰

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې د ټولنیزو چارو د کمېسیون غړی احمد نادري وايي، د ایران اقتصاد په اوسنیو شرایطو کې د افغان کارګرو له شتون سره تړلی دی او د هغوی ناڅاپي اېستل عملي او منطقي کار نه دی.

نوموړي د افغان کډوالو د قانوني کولو او منظم مدیریت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «سمه لاره دا ده چې د بهرنیو کارګرو حضور باید په تدریجي، قانوني او منظم ډول اداره شي، څو هم د هېواد اقتصادي ګټې خوندي پاتې شي او هم د دغو کسانو انساني کرامت او حقونه درناوی ومومي.»

د ده دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د دې هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ افغان کډوال نیولي او جبري یې افغانستان ته ستانه کړي.

ډېری اېستل شوي کسان هغه مزدوران دي، چې د ایران امنیتي ځواکونو له چاپو وروسته نیولي دي.

په همدې تړاو، یو شمېر ایراني کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د افغان کارګرو د اېستلو لړۍ به د کاري ځواک کموالی رامنځته کړي، په ځانګړي ډول په ساختماني او صنعتي برخو کې.

د دغو اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رییس محمدرضا بهرامي د تلې میاشتې په اوږدو کې اعلان وکړ چې د افغان کارګرو لپاره به ۲۰۰زره ویزې ځانګړې شي.

ده وویل، د تهران او طالبانو ترمنځ د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې روانې دي چې قانوني اسناد نه لري.

له بلې خوا، د ایران د کار وزارت مرستیال سید مالک حسيني ویلي، چې له تلې میاشتې راهیسې د افغان کارګرو له‌خوا ۱۷۰۰د ویزې غوښتنې ثبت شوي او تر اوسه ۱۷۰ویزې ورکړل شوي دي.

خو نوموړي ټینګار کړی، چې افغان کارګر د هر ډول کاروبار د ترسره کولو اجازه نه لري، او د هغوی د تګ راتګ لپاره په ځینو ښارونو کې بشپړ بندیز لګول شوی دی.

احمد نادري زیاته کړې، افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې د ایران د کار ځواک مهمه برخه جوړوي او د ده په وینا، «په ځینو برخو کې، لکه صنعت او ودانیز سکتور، د افغان کارګرو ونډه خورا لوړه ده.»