طالبان وايي د ریل پټلۍ له لارې له ایران نه د وارداتو کچه پنځه برابره ډېره شوې

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې د تېر کال په پرتله د خواف ـ هرات ریل پټلۍ له لارې د توکو انتقال پنځه برابره ډېر شوی دی.

په هرات کې د طالبانو د والي ویاند ویلي، چې د تېر کال په پرتله د خواف ـ هرات ریل پټلۍ له لارې د توکو انتقال پنځه برابره ډېر شوی دی.
یوسف سعیدي ویلي، چې د سمنټو او کاشي په ګډون هره ورځ دوه زره ټنه توکي د خواف- هرات ریل پټلۍ له لارې د هرات روزنک تمځای ته انتقالیږي.
نوموړي ویلي، چې د خواف ـ هرات ریل پټلۍ د توکو د انتقال لپاره خورا مهم او ګټور رول لري.
پر همدغه مهال د هرات صنایعو او سوداګرۍ رییس بشیر احمد سیرت د طالبانو تر واک لاندې باختر اژانس ته ویلي، چې د صادراتو او وارداتو لپاره ریل پټلۍ یوه غوره لاره ده.
نوموړی زیاتوي:«پر ځمکنیو لارو د لاریو کمښت، لوړې کرايې او د اوږدو اداري مراحلو په څېر ستونزې شته، خو د ریل پټلۍ له لارې، بیا دا ټولې ستونزې کمې شوې دي.»
په هرات کې د ریل پټلۍ ادارې ویلي، چې د خواف ـ هرات د ریل پټلۍ له لارې هره میاشت پنځوس زره ټنه سوداګریز توکي افغانستان ته واردیږي.


د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي وايي، هڅې يې پیل کړې چې د پاکستان پر ځای د افغانستان تولیداتو او محصولاتو لپاره وړ بدیلې لارې پیدا کړي. نورالدین عزیزي ویلي:« په سیمه کې د افغاني تولیداتو لپاره د معقولې بازار موندنې لپاره مو دا هڅې نورې چټکې کړې.»
د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزیر نور الدین عزیزي حریت راډیو ته ویلي، چې له څو کالونو راهیسې د افغاني تولیداتو د صادراتو لپاره د بدیلو لارو د پیدا کولو لپاره ددې ډلې هڅې چټکې شوې دي.
نږدې درې اونۍ وړاندې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي له کبله پاکستاني لوري له افغانستان سره ټولې لارې د هر ډول تګ راتګ پر مخ تړلې دي، چې له کبله یې د دواړو خواوو سوداګرو ته درانده زیانونه اوښتي.
ځینو افغان سوداګرو افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د تورخم او سپین بولدک لارو تړل کېدو له امله افغان سوداګرو ته د ورځې یو میلیون ډالره تاوان رسېدلی.
نورالدین عزیزي ویلي چې په سیمه کې د افغاني تولیداتو لپاره د معقولې بازار موندنې لپاره یې خپلې هڅې نورې هم چټکې کړې دي.

یوې نوې څېړنې ښودلې چې د موسیقۍ اورېدل یا د موسیقۍ د یوې الې غږول، د عقل زوال یا د حافظې د کمزورتیا ګواښ په څرګند ډول راکموي. د څېړنې له مخې، هغه مشران چې د ۷۰ کلونو پورته عمر لري او په منظم ډول موسیقي اوري، د نورو پرتله نږدې ۴۰سلنه لږ د عقل د زوال له ګواښ سره مخامخ دي.
د څېړنې لیکوالان وايي، که یو څوک هممهاله هم موسیقي اوري او هم یې غږوي، د ذهني زوال پر وړاندې یې د دفاع اغېز لا قوي کېږي.
پروفیسوره جوان رایان چې د استرالیا د موناش پوهنتون د عصبي روانپوهني او د عقل زوال د څېړنو مشره ده، وایي:«تر اوسه د عقل زوال درملنه نه ده موندل شوې، له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې د مخنیوي یا ځنډولو بدیله لاره وموندل شي.»
نوموړې زیاته کړې:«اوسنۍ شواهد ښيي چې د مغز زړېدل یوازې د عمر او جنیټیکي عواملو پورې محدود نه دي، بلکې د چاپېریال او د ژوند د سبک له امله هم اغېزمنېږي.»
د دې څېړنې پایلې د «» International Journal of Geriatric Psychiatry په وروستۍ ګڼه کې خپرې شوې دي.
څېړنه د څو کلونو پر مهال د ۱۰زره هغو مشرانو باندې ترسره شوې، چې عمرونه یې له ۷۰ کلونو پورته وو.
پایلو څرګنده کړې چې، منظم د موسیقۍ اورېدل یا غږول نه یوازې د ذهني اختلال خطر کموي، بلکې د «پېښو د حافظې» په نوم هغه حافظه هم پیاوړې کوي، چې د ورځنیو پېښو د یادولو لپاره مهمه ده.
څېړونکي وايي، د موسیقۍ الې غږول په تېر عمر کې د حافظې او تفکر د وړتیا د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د نړۍوال روغتیا سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۵۷میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې د عقل له زوال ستونزې سره مخ دي.
څېړنه څرګندوي، موسیقي کېدای شي یوه ساده او اغېزمنه لار وي چې د انسان د ذهني فعالیت په ساتنه کې مرسته وکړي.
یادې پایلې د هغو څېړنو لړۍ ته ورزیاتې شوي، چې له وړاندې یې ښودلې وه، خلاقه، ټولنیزې او فکري فعالیتونه لکه موسیقي، لوستل او هنر د انسان مغزي روغتیا ته په زړښت کې مثبت اغېز لري.

د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسي جرګې د ټولنیزو چارو د کمېسیون غړی احمد نادري وايي، د ایران اقتصاد په اوسنیو شرایطو کې د افغان کارګرو له شتون سره تړلی دی او د هغوی ناڅاپي اېستل عملي او منطقي کار نه دی.
نوموړي د افغان کډوالو د قانوني کولو او منظم مدیریت غوښتنه وکړه او زیاته یې کړه: «سمه لاره دا ده چې د بهرنیو کارګرو حضور باید په تدریجي، قانوني او منظم ډول اداره شي، څو هم د هېواد اقتصادي ګټې خوندي پاتې شي او هم د دغو کسانو انساني کرامت او حقونه درناوی ومومي.»
د ده دا څرګندونې په داسې حال کې شوي، چې د ایران حکومت په وروستیو میاشتو کې د دې هېواد له بېلابېلو سیمو څخه ګڼ افغان کډوال نیولي او جبري یې افغانستان ته ستانه کړي.
ډېری اېستل شوي کسان هغه مزدوران دي، چې د ایران امنیتي ځواکونو له چاپو وروسته نیولي دي.
په همدې تړاو، یو شمېر ایراني کارپوهانو خبرداری ورکړی چې د افغان کارګرو د اېستلو لړۍ به د کاري ځواک کموالی رامنځته کړي، په ځانګړي ډول په ساختماني او صنعتي برخو کې.
د دغو اندېښنو له زیاتېدو وروسته، د ایران د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسیا د چارو عمومي رییس محمدرضا بهرامي د تلې میاشتې په اوږدو کې اعلان وکړ چې د افغان کارګرو لپاره به ۲۰۰زره ویزې ځانګړې شي.
ده وویل، د تهران او طالبانو ترمنځ د هغو افغان کډوالو د وضعیت په اړه خبرې روانې دي چې قانوني اسناد نه لري.
له بلې خوا، د ایران د کار وزارت مرستیال سید مالک حسيني ویلي، چې له تلې میاشتې راهیسې د افغان کارګرو لهخوا ۱۷۰۰د ویزې غوښتنې ثبت شوي او تر اوسه ۱۷۰ویزې ورکړل شوي دي.
خو نوموړي ټینګار کړی، چې افغان کارګر د هر ډول کاروبار د ترسره کولو اجازه نه لري، او د هغوی د تګ راتګ لپاره په ځینو ښارونو کې بشپړ بندیز لګول شوی دی.
احمد نادري زیاته کړې، افغان کډوال له اوږدې مودې راهیسې د ایران د کار ځواک مهمه برخه جوړوي او د ده په وینا، «په ځینو برخو کې، لکه صنعت او ودانیز سکتور، د افغان کارګرو ونډه خورا لوړه ده.»

د طالبانو ضد وسلهوالو ډله د افغانستان د ازادۍ جبهه وایي، په پلازمینه کابل کې یې د طالبانو د استخباراتو پر یوه نظامي موټر برید کړی، چې له امله یې یو طالب وژل شوی او بل ټپي شوی دی.
د جبهې په خبرپاڼه کې راغلي چې دا برید یې د شنبې په شپه د ماښام شاوخوا اته بجې، د کابل ښار د ۱۷مې امنیتي حوزې اړوند د بوستان پر سک د طالب استخباراتو د ځايي مدیر پر موټر ترسره کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه برید کې یو طالب وژل شوی او د دې ډلې یو بل استخباراتي کس ټپي شوی.
تر اوسه طالبانو د دې برید په اړه رسنیو ته څه ندي ویلي.

وروسته له هغه چې د افغان وګړي «ملا صدام» د مړینې مراسم د فرانسې په رېنس ښار کې ترسره شول، اروپایي امنیتي ادارې د دغې غونډې د ماهیت او د پاکستاني طالبانو غورځنګ د نفوذ په اړه څېړنې پیل کړې دي.
ملا صدام هغه افغان و، چې د پاکستاني ځواکونو له لوري د خېبر پښتونخوا په باجوړ ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال وژل شوی و. د راپورونو له مخې، ملا صدام، د کندز ولایت د درېیمې ناحیې اوسېدونکی او د عبدالـباقي زوی او د تحریک طالبان پاکستان غړی بلل کېده.
نوموړی له درېیو نورو افغانانو سره د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۹مه نېټه د خېبرپښتونخوا باجوړ په ولسوالۍ کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو. د پاکستان امنیتي سرچینې وايي، دغه پېښه ددې څرګندونه کوي چې د دې هېواد پر ضد د ترهګریزو بریدونو ډېری سرچینې لا هم له افغان خاورې تغذیه کېږي.
د دغو سرچینو په وینا، ټيټيپي له افغانستانه د نفوذ او پټېدو لپاره د خوندي ځای په توګه کار اخلي او وروستي عملیات د همدې تګ راتګ د مخنیوي په موخه ترسره شوي. خو د ملا صدام د مړینې او د فاتحې مراسم په فرانسه کې هم ترسره شوي چې د اروپايي ټولنې پام راړولی دی.
د فرانسې امنیتي ادارې وايي، دوی څېړنه کوي چې دغه غونډه د افراطي فکر د ترویج په موخه ترسره شوې وه او که یوازې مذهبي بڼه یې لرله.
په داسې حال کې چې د ملا صدام او د هغه د ملګرو وژل د پاکستاني ځواکونو لپاره یو مهم اقدام بلل کېږي، کارپوهان وايي چې اصلي ننګونه د هغو نړیوالو شبکو په مهارولو کې ده، چې د افراطي فکر د دوام او ملاتړ لپاره کار کوي.