د څېړنې لیکوالان وايي، که یو څوک هممهاله هم موسیقي اوري او هم یې غږوي، د ذهني زوال پر وړاندې یې د دفاع اغېز لا قوي کېږي.
پروفیسوره جوان رایان چې د استرالیا د موناش پوهنتون د عصبي روانپوهني او د عقل زوال د څېړنو مشره ده، وایي:«تر اوسه د عقل زوال درملنه نه ده موندل شوې، له همدې امله دا ډېره مهمه ده چې د مخنیوي یا ځنډولو بدیله لاره وموندل شي.»
نوموړې زیاته کړې:«اوسنۍ شواهد ښيي چې د مغز زړېدل یوازې د عمر او جنیټیکي عواملو پورې محدود نه دي، بلکې د چاپېریال او د ژوند د سبک له امله هم اغېزمنېږي.»
د دې څېړنې پایلې د «» International Journal of Geriatric Psychiatry په وروستۍ ګڼه کې خپرې شوې دي.
څېړنه د څو کلونو پر مهال د ۱۰زره هغو مشرانو باندې ترسره شوې، چې عمرونه یې له ۷۰ کلونو پورته وو.
پایلو څرګنده کړې چې، منظم د موسیقۍ اورېدل یا غږول نه یوازې د ذهني اختلال خطر کموي، بلکې د «پېښو د حافظې» په نوم هغه حافظه هم پیاوړې کوي، چې د ورځنیو پېښو د یادولو لپاره مهمه ده.
څېړونکي وايي، د موسیقۍ الې غږول په تېر عمر کې د حافظې او تفکر د وړتیا د پیاوړتیا لامل ګرځي.
د نړۍوال روغتیا سازمان (WHO) د معلوماتو له مخې، دا مهال نږدې ۵۷میلیونه کسان په ټوله نړۍ کې د عقل له زوال ستونزې سره مخ دي.
څېړنه څرګندوي، موسیقي کېدای شي یوه ساده او اغېزمنه لار وي چې د انسان د ذهني فعالیت په ساتنه کې مرسته وکړي.
یادې پایلې د هغو څېړنو لړۍ ته ورزیاتې شوي، چې له وړاندې یې ښودلې وه، خلاقه، ټولنیزې او فکري فعالیتونه لکه موسیقي، لوستل او هنر د انسان مغزي روغتیا ته په زړښت کې مثبت اغېز لري.