• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

امریکایي ځواکونو د کارېبیین په سمندر کې د نشه‌‌يي توکو د قاچاق یوه کښتۍ ویشتې

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۴۰ GMT+۰تازه شوی: ۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۵:۱۰ GMT+۰

د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګسېټ ویلي، د امریکا پوځ د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په لارښوونه د کارېبیین په سمندر کې د نشه‌يي توکو د قاچاق یوې کښتۍ باندې برید کړی چې له امله یې درې تنه وژل شوي دي.

د امریکا دفاع وزیر پیټ هېګسېټ په اېکس‌ لیکلي چې دا مرګوني عملیات د امریکا پوځ له‌خوا ترسره شوي او د نشه‌يي توکو د قاچاق له یوې ډلې سره تړلې کښتۍ یې په نښه کړې ده.

هېګسېټ زیاته کړې، دا عملیات د ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مستقیمه لارښوونه ترسره شوي او هدف یې هغه کښتۍ وه چې د قاچاق په یوه پیژندل شوې لاره کې د نشه‌يي توکو د لېږد لپاره کارېده.

نوموړي زیاته کړې چې، برید د نړیوالو اوبو په منځ کې شوی او د امریکا ځواکونو ته پکې هېڅ زیان نه‌دی اوښتی.

ترویج لرونکی

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟
۱

د مې ۲۱مه؛ ملا اختر محمد منصور څنګه طالبان ایران ته ور نږدې کړل؟

۲

یورو اسیا بانک د قوشتېپې کانال په تړاو له ازبکستان سره مشورې پیل کړې دي

۳

طالبانو د تېر جمهوري نظام د دفاع وزارت مرستیال جنرال شعورګل د قتل په تور نیولی

۴

په هرات کې یو ۲۵ کلن ځوان د طالبانو په بند کې د ځورونې له امله مړ شوی

۵

تاجکستان له روسیې نه د خپل «پښتون اتل» د قبر خاورې دوشنبې ته انتقال کړې

•
•
•

نور کیسې

په مکسیکو کې د اورلګېدنې له امله لږ تر لږه ۲۰ کسان مړه شوي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۲۷ GMT+۰

په مکسیکو کې چارواکي وايي، د هېواد په شمال لوېدیځ ښار «هېرمو سیلو» کې د شنبې په ورځ په یوه پلورنځي کې اور لګېدنه شوې چې له امله یې شاوخوا ۲۰ کسان مړه شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

د مکسیکو ولسمشرې، کلودیا شېنباوم په اېکس پاڼه لیکلي: «زه له هغو کورنیو او عزیزانو سره ژوره خواخوږي څرګندوم چې خپل عزیزان یې له لاسه ورکړي دي.» کلودیا شېنباوم د وژل شویو کره شمېر نه‌دی یاد کړی.

ولسمشرې زیاته کړه چې د کورنیو چارو وزیر ته یې امر کړی څو د قربانیانو د کورنیو او ټپیانو د مرستې لپاره د ملاتړ ډلې واستوي.

د یاد ښار هېرمو سیلو موقعیت د مکسیکو د سونورا ایالت په شمال لوېدیځ کې دی او سیمه‌ییزې رسنۍ وايي چې په پېښه کې د وژل شویو شمېر له ۲۰ کسانو زیات ښودل شوی.

نجیب الله علي خېل: ستنېدونکي افغانان د ګاونډي د «مېلمه پالنې درد» له ځانه سره وړي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۳:۰۶ GMT+۰

د تېر جمهوري نظام پر مهال په پاکستان کې د افغانستان سفیر نجیب‌الله علي‌خېل وايي، هغه افغانان چې خپل وطن ته ستنېږي، له ځان سره د غربت ترڅنګ د ګاونډي هېواد د «مېلمه پالنې دردناکه خاطرې» وړي.

دغه افغان ډېپلوماټ په اېکس لیکلي، چې له پاکستانه ستنېدونکي هېوادوال به نه یوازې د احتیاج او مجبورۍ درد له ځانه سره یوسي، بلکې د «مېلمه پالنۍ» هغه ترخې خاطرې به هم ورسره پاتې وي چې د ګاونډي هېواد په چلند کې یې تجربه کړې دي.

نوموړي زیاته کړې: «هغوی به په چوپه خوله یو ستر پېغام هم لېږدوي او هغه دا چې بالاخره په ملي فکر او احساس سره، شته زخمونه علاج او د افغانانو سرګردان او کډه‌په‌شا حالت ته د پای ټکې کېښودل شي.»

دا څرګندونې داسې مهال دي چې په پاکستان کې د افغانانو پر وړاندې سخت اقدامات روان دي او د جبري ویستنې لړۍ یې چټګه کړې.

د خوړو نړۍوال پروګرام: افغانستان کې ښځې او ماشومان د خوارځواکۍ له جدي ګواښ سره مخ دي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۴۱ GMT+۰

د خوړو نړۍوال پروګرام ویلي، د افغانستان د خوړو ناورین د میندو او ماشومانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړی دی. دا اداره وايي، د نړۍوالو مرستو کمېدو او د طالبانو د بندیزونو له امله په هېواد کې د لوږې او خوارځواکۍ کچه بې‌سارې لوړه شوې او دې وضعیت اوس د انساني ناورین بڼه خپله کړې.

په افغانستان کې دخوړو نړۍوال پرګرام د دفتر مشر جان اېلییف ویلي:«د خوړو نړۍوالو مرستو کمېدو لوږه او خوارځواکي پراخه کړې او دغې چارې د خوارځواکۍ چټک زیاتوالی د درې میلیونه ماشومانو ژوند له ګواښ سره مخ کړی دی.»

همدا ډول د نړۍوالو ادارو د ارزونو له مخې، له ۱۵ مېلیونو زیات افغانان د خوړو له سخت کمښت سره مخ دي او تر ټولو ډېر زیان یې ښځې او ماشومان ویني. یونسېف وایي، یوازې ۱۲ سلنه ماشومان چې عمرونه یې له شپږو تر ۲۴ میاشتو پورې دي، کافي خواړه ترلاسه کوي.

د دوی په وینا، د طالبانو د بندیزونو له امله ښځې نه شي کولای له محرم پرته روغتیايي مرکزونو ته ولاړې شي او د دې محدودیت له کبله امیندوارې ښځې تر زیږون مخکې او وروسته پاملرنه له لاسه ورکوي.

د یونسېف اجراییه رییسې کاترین رسل وایي:«کله چې یوه ښځه یا نجلۍ کافي تغذیه نه ترلاسه کوي، د جنسیت نابرابري نوره هم ژوره کېږي، مناسب خواړه د ماشوم د بقا بنسټ دی.»

د روغتیا نړۍوال بنسټونه وايي، د افغانستان روغتیايي نظام تر ډېره پر بهرنیو مرستو ولاړ و، خو دا ملاتړ د ۲۰۲۱ کال له اګست وروسته ودرېده. ددغو مرستو بندېدو سره، د درملو، تغذیه‌يي توکو او د وقایوي خدماتو کمښت د ښځو او ماشومانو ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

د جانز هاپکنز پوهنتون په یوه وروستۍ څېړنه کې «د میندو او ماشومانو د روغتیا کړکېچ په افغانستان کې» نومېږي، راغلي، یو پر درې روغتیايي کارکوونکي باور لري چې د میندو او ماشومانو مد مړینې کچه لوړه شوې ده.

ددغه څېړنې یو افغان ډاکټر چې نوم یې نه‌دی یاد شوي، ویلي:«ډېری ښځې د پیسو نشتوالي یا د طالبانو له وېري کلینیکونو ته نه ورځي او دې د زیږون پر مهال د مړینې کچه لوړه کړې ده.»

یاده دې وي چې، یونسېف اود خوړو نړۍوال پرورګرام د ۲۰۲۵ کال په اګست کې یو ګډ اقدام پیل کړی، څو د ماشومانو د خوارځواکۍ مخه ونیسي او د میندو تغذیه او د مور شیدو دود ته وده ورکړي.

ډبلیو ایف پي وایي، د دې پروګرام له لارې ښځو ته د حرفوي روزنې او عاید د سرچینو زمینه برابریږي، څو د فقر پر وړاندې مقاومت زیات کړي. خو دا اداره خبرداری ورکوي چې د بودیجوي کمښت له امله د مرستو دوام لا هم له خطر سره مخ دی.

برېټانیا کې د رېل ګاډي دننه څو تنه په چاقو ټپیان کړای شوي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۲:۲۳ GMT+۰

د برېټانيې په ختيځه برخه کې د شنبې ماښام په ځايي وخت ۷:۳۹بجې د يو مساپرو وړونکي رېل‌ګاډي دننه څو کسان د چړو په ګوزارونو ټپیان شوي او بیا سملاسي روغتون ته رسول شوي دي. د دغه هېواد پولیسو ویلي چې د برید په تور یې دوه کسان نیولي دي.

پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې د پيټر‌برو له تم‌ځايه دغه رېل ګاډی د هانټينګډن پر لور روان و. د راپورونو تر ترلاسه کېدو وروسته، له ۳۰ څخه زيات پوليس او ځانګړي وسله‌وال ځواکونه سیمې ته واستول شو او رېل‌ګاډی په هانټينګډن تم‌ځای کې ودرول شو.

پوليسو وويل، دوه تنه نارينه یې پېښه کې د لاس لرلو په تور ځای په ځای ونیول او ټپیان یې نږدې روغتیایي مرکزونو ته ورسول. پوليس اوس هم د پېښې په ځای کې حضور لري او د ښار مرکز ته تلونکې «A1307» لاره تړل شوې ده.

عيان شاهدانو د پېښې صحنې ډارونکې بللې دي. يو مساپر رسنيو ته ويلي: «یو کس چغې وهلې چې ټپي شوی یم. د یو بل بدن په وینو لړلی و او ناڅاپه په ځمکه ولوېد. ځینو کسان تشنابونو کې پټ شوي وو.»

په هلمند کې د یوه ټراکټور د چپه کېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي

۱۱ لړم ۱۴۰۴ - ۲ نومبر ۲۰۲۵، ۰۰:۱۷ GMT+۰

د هلمند د طالبانو ولایت مقام په یوې خبرپاڼه کې ویلي، چې د لسمې حوزې اړوند د سرپرېکړې په سیمه کې ویالې ته د یوه ټراکټور د لوېدو له امله درې تنه مړه او پنځه نور ټپیان شوي دي. طالب چارواکو ویلي، په مړو او ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.

د هلمند د طالبانو د پولیسو ویاند عزت‌الله حقاني هم پېښه تایید کړې او ویلي یې دي، چې یادې کورنۍ غوښتل خپله کډه له یوې سیمې بلې ته ولېږدوي.

د نوموړي په خبره، په پېښه کې دوه نارینه او یوه ښځه مړه شوي او یوه بله ښځه او ۴ ماشومان ټپيان شوي‌ دي.

هغه د ټپيانو روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودلی دی .