د بلوچستان په ژوب کې د پولیو یوه مثبته پېښه ثبت شوه

دا په پاکستان کې د روان کال د پولیو نهمه پېښه ده، چې د بلوچستان له ژوب څخه راپور شوې ده. د ژوب د حسن زيو سيمې يو نیم کلن ماشوم کې د پوليو ویروس پېژندل شوی دی.

دا په پاکستان کې د روان کال د پولیو نهمه پېښه ده، چې د بلوچستان له ژوب څخه راپور شوې ده. د ژوب د حسن زيو سيمې يو نیم کلن ماشوم کې د پوليو ویروس پېژندل شوی دی.
د روغتیایي خدمتونو په برخه کې د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار ډاکټر ملک مختار احمد ویلي، چې سږ کال په دغه هېواد کې نهه ماشومان په ګوزڼ ناروغۍ اخته شوي دي.د پولیو په برخه کې د لومړي وزیر د دفتر مسوولې عایشه رضا فاروق خلکو ته سپارښتنه کړې، چې خپلو ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکړي.هغې وویل، د دې ناروغۍ د مخنیوي تر ټولو اغېزمنه لار د پولیو واکسین د څو ډوزونو اخیستل دي.په همدې حال کې په پاکستان کې د پوليو د له منځه وړلو د ملي بېړنيو عملياتو د مرکز همغږي کوونکي محمد انور الحق وويل، حکومت سږ کال د پوليو ضد شپږ کمپاينونه ترسره کړي دي.هغه وويل:« د دې ناروغۍ څخه د ماشومانو د ساتنې لپاره بېلابېلې تګلارې په پام کې نيول شوې دي.»پاکستان او افغانستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د پولیو ویروس په کې شته، چې تر ډېره یې لامل د ماشومانو نه واکسین کېدل او د یو شمېر مذهبي او وسلهوالو ډلو د دغه واکسین سره مخالفت ښودل شوی دی.


د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت د کمېسیون یو غړي ویلي، چې افغانستان او پاکستان پر خپلو پولو واک نه لري او پر دغو پولو د «اشرارو او ترهګرو» واک او راج چلیږي.
یعقوب رضازاده د ایران په خاوره کې د ترهګرو د نفوذ له امله خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ، چې د ایران پر پوله اوس هم د وسلو قاچاق په درز کې روان دی.
یعقوب رضازاده د ایراني خبري اژانس «شفقنا» ته ویلي:« د ایران اسلامي جمهوري نظام له افغانستان او پاکستان سره ۱۹۵۰ کیلو مټره ګډه پوله لري؛ یا په بله وینا د سویلي خراسان پنځه ولایتونه، خراسان رضوي، خراسان شمالي، سیستان، بلوچستان او زموږ هرمزګان د افغانستان او پاکستان سره په ګډه پوله پراته ولایتونه دي او زه چې د دغو دواړو پولو څخه کوم مالومات لرم، له بده مرغه د افغانستان او پاکستان واکمنان پر خپلو پولو زیات واکمن نه دي.»
هغه ټینګار وکړ، چې «اشرار او ترهګر عوامل» د افغانستان او پاکستان پر پولو واکمن دي او د وسلو قاچاق کوونکي پر دغو پولو تګ راتګ کوي.
د ایران د پارلمان استازي ویلي، چې د دغه هېواد ځواکونه د پولې د امنیت د ټینګولو لپاره ډېرې هڅې کوي؛ خو د هغه په خبره په پولو کې توپوکرافي داسې ده چې انسانان یې د کنټرولو په کار کې عاجز دي.
رضازاده وویل، ایران برېښنايي وسایلو او د خپلو پولو د امنیت د خوندي کولو لپاره دوربینونو او نورو پر مختللو وسایلو ته اړتیا لري.
نوموړي د ایران د کورنیو چارو له وزارته وغوښتل، چې د خپلو پولو د امنیت د خوندیتوب لپاره باید ځانګړې تګلارې جوړې کړي.
رضازاده دا رنګه ویلي، په پولو کې کمزورۍ د دې لامل شوې چې هر کال زرګونه افغانان، پاکستانیان او د بنګله دېش خلک په قاچاقي ډول ایران ته رادننه شي.
د ښاغلي رضازاده په خبره، چې «کېدای شي په دغو قاچاقي کسانو کې ترهګر هم زموږ خاورې ته د ننه شوي وي.»
دغه څرګندونې داسې مهال مخې ته راځي، چې د ایران نوي ولسمشر مسعود پزشکیان د خپلو ټاکنیزو هلو ځلو پر مهال ویلي و که بریالی شي نو له افغانستان سره به خپله پوله وتړي.
هغه ویلي و، لویدیځ هېوادونه دې د خپلو هغو کړنو مسوولیت ته غاړه کېږدي چې له امله یې د افغانستان مېلیونونه خلک اړ شول چې له خپل هېواده ووځي.

په ایټالیا کې یوې محکمې یوه خبریاله د دې هېواد د صدراعظمې جورجیا میلوني پر قد د ریشخند وهلو له امله پنځه زره یورو جریمه کړه.
جولیا کورټیس پر اېکس خواله رسنۍ د دوو نورو پیغامونو د خپرولو له امله چې پر نورو ریشخند بلل کیږي، ۱۲۰۰ یورو جریمه شوې ده.
د ۲۰۲۱ په اکتوبر کې، کله چې اغلې میلوني لا لومړۍ وزیره نه وه او د اپوزیسیون مشري یې کوله، کورټیس د اغلې مالوني یو ایډت شوی انځور پر اېکس خواله رسنۍ خپور کړی و. په دې عکس کې د اډولف هټلر د متحد او دیکتاتور، بینیتو موسولیني عکس د هغې شاته د کتابونو پر الماری په جعلي ډول اضافه شوی و.
اغلې میلوني دغه کار ته پر فیسبوک خپور شوي پیغام کې ځواب ورکړ، او ویې ویل چې د دغه انځور خپرول به "جدي پایلې" ولري او دا چې به د خبریالې پروړاندې به قانوني چلند وکړي.
وروسته په نورو بحثونو کې کورټیس، میلوني د "کوچنۍ ښځې" په توګه یاده کړه. دغې خبریالي په یو جلا پوسټ کې لیکلي و: "جورجیا میلوني، تاسې ما نه شی ویرولی. په هرصورت، تاسو یوازې ۱.۲ متره قد لری. زه حتا تاسو نه شم لیدلی."

د ایټالوي رسنیو د راپور له مخې، میلوني د ۱.۵۸ تر ۱.۶۳ متره پورې لوړوالی لري، که څه هم هغې هیڅکله په رسمي ډول د خپل د قد په اړه څه ندي ویلي.
د میلوني وکیل ویلي، که د محکمې پریکړه تصویب شي، پنځه زره یورو جریمه به خیریه موسسو ته ورکړي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ وایي، چې په لندن کې مېشتو افغانانو د بنو پر پاڅون کوونکو د برید په غبرګون د پاکستان د سفارت پروړاندې لاریون وکړ. د دغه غورځنګ غړي عبدالله احسان پر اېکس خواله رسنۍ د یوې ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې لاریون کوونکي د پاکستان او د پوځ خلاف شعارونه ورکړي.
نوموړی وایي، چې دا لاریون په برېتانیا کې د پښتون ژغورنې غورځنګ څانګې جوړ کړی دی.
د پاکستان پوځ نن د خیبر پښتونخواه په بنو کې پر لاریون کوونکو ډزې کړي، چې د لومړنیو راپورونو له مخې، ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.

دا لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر یوې پوځي اډې د وسله والو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني پوځيانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.
لاریون کوونکي په دې سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوي.
اخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین او د عوامي نشنل ګوند مشر ایمل ولي خان بیا د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې غندلي دي.
ښاغلی پښتین وایي، چې د پښتونخوا او بلوچستان په بېلابېلو سیمو کې به د بنو په ملاتړ لاریون وکړي.
نوموړي د وزیرستان او بلوچستان له خلکو وغوښتل، څو د بنو ولسي لاریونوالو د ملاتړ په موخه راووځي او ملاتړ یې وکړي.
د بنو لاریون کوونکي وایي، چې دوی به د وينو په بدل کې خپل وطن زرغون کړي، خو ترهګري ورته د منلو نه ده.

د ویتنام رهبر نګوین فو ټرونګ د جمعې په ورځ له یوې سختې اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شو.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د ترونګ مړینه په ویتنام کې د یوې سیاسي دورې د پای ته رسېدو په مانا ده.
د ویتنام د حکومت په رسمي اعلامیه کې راغلي، چې د هغه د مړینې لامل ناروغي او بوډاتوب دی.
د ویتنام حکومت په دې وروستیو ورځو کې وویل، چې نګوین فو ترونګ د خپلې ناروغې له امله خپلې دندې ولسمشر تو لام ته وسپارلې.
ښاغلی نګوین فو ترونګ له ۲۰۱۱ کال راهیسې په ویتنام کې د واکمن کمونیست ګوند مشر و.
هغه د دغه هېواد د ولسمشرۍ تجربه هم لري.
د راپورونو له مخې، د ویتنام دغه ۸۰ کلن مشر د دغه هېواد د اقتصادي ودې د څارنې سربیره، د فساد پر ضد د مبارزې د کمپاین له امله شهرت درلود.
د ځینو رسنیو د راپورونو له مخې، د ویتنام د مشر مړینه په داسې وخت کې شوې، چې د دغه هیواد د کمونیست ګوند د مشرتابه لپاره سیاسي کړکېچ دوام لري.
په وروستیو میاشتو کې د دغه ګوند درېو لوړ پوړو چارواکو د نامعلومو دلایلو له امله استعفاوې ورکړې دي.
ځینو رسنیو لیکلي، چې نګوین فو ترونګ د خپلې واکمنۍ پر مهال پر بیان ازادۍ او بشري حقونو کنټرول ډېر کړی و.
دغه رسنۍ ادعا کوي، چې ښاغلي ترونګ د حکومت يو زيات شمېر سياسي مخالفين، فعالان، ليکوالان او خبريالان بنديان کړي او يا يې هم تبعید کړي او د رسنيو او انټرنېټ د محدودولو لپاره يې سخت قوانين وضع کړي دي.

د پاکستان طالبانو غورځنګ یا ټي ټي پي چې په پاکستان کې د ډېری بریدونو مسوولیت مني، د پښتونخوا په بنو کې پر لاریونوالو د پاکستان د پوځ ډزې «دولتي ترهګري» بولي. د پاکستان پوځ نن بنو کې پر لاریون ډزې کړې چې له امله یې ۳ کسان وژل شوي او د ماشومانو په ګډون تر شلو ډېر ټپیان شوي دي.
دغه نننی لاریون تېره دوشنبه په بنو کې پر پوځي چوڼۍ د وسلوالو له برید او په غبرګون کې یې د پاکستاني نظامیانو په ځوابي حمله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې په اعتراض کې شوی و.
لاریونوالو په سیمه کې د امنیت ټینګولو او د عزم استحکام عملیاتو د درېدو غوښتنه کوله.
خو ناتایید شويراپورونه وايي، ځینې لاریونوالو د پوځ پوستو ته کاڼي ور ګوزار کړي او په ځواب کې پرې سرتېرو ډزې کړې، چې پکې دوه کسان وژل شوي او تر شلو ډېر ټپیان دي.
پاکستاني طالبان د پوځ دغو ډزو کې له وژل شویو او ټپي شویو سره خواخوږي ښيي او پاکستاني نظامیان پر «دولتي ترهګري» تورنوي.
د دې ډلې ویاند محمد خراسانی په اعلامیه کې زیاتوي «دا لومړی ځل نه دی او نه به وروستی ځل وي چې پوځ پر ولس ډزې کوي، ځکه له خلکو غواړو چې د وی په مقابل زموږ ملاتړ وکړي.»
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین، د عوامي نېشنل ګوند مشر ایمل ولي خان، افراسیاب خټک او نورو پښتنو مشرانو هم پر مظاهره د پوځ دزې غندېلې دي.
د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین وايي، بنو کې پر لاریونوالو د پوځ د ډزو په غبرګون کې نن د پښتونخوا او بلوچستان مختلفو سیمو کې لاریونونه کوي.