• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فطرت: د افغانستان په جګړو کې د اسټرالیا په ګډون ټول ښکېل هېوادونه باید تاوان ورکړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۰۹ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال وایي، چې د افغانستان په جګړو کې د اسټرالیا په ګډون ټول ښکېل هېوادونه باید د دغو جګړو تاوان ورکړي. حمدالله فطرت د طالبانو تر واک لاندې ملي راډیو سره په خبرو کې ویلي، چې افغانستان په دغه موده کې د بېلابېلو هېوادونو تر وحشتونو او جنایتونو لاندې و.

ښاغلي فطرت دغه څرګندونې تر هغه وروسته وکړې، چې اسټرالیا په افغانستان کې د هغو کورنیو قربانیانو ته د تاوان د ورکړې خبره وکړه، چې د دغه هېواد د ځواکونو له خوا په «غیر قانوني» توګه وژل شوي او یا هم زیانمن شوي وو.
د راپورونو له مخې؛ د دې هېواد ځانګړي ځواکونه د ۲۰۰۵ او ۲۰۱۶ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د کابو ۳۹ ملکیانو په وژلو تورن شوي دي.
که څه هم د طالبانو د ویاند مرستیال حمدالله فطرت د اسټرالیا دا پرېکړه یو کوچنی او عادي اقدام بولي؛ خو زیاتوي چې اسټرالیا باید په افغانستان کې د خپلې ټولې جګړې تاوان ورکړي.
نوموړی وایي: «د اسټرالیایي ځواکونو له خوا د وژل شویو ملکي کسانو کورنیو ته د تاوان ورکړه د یاد هېواد د ځواکونو جنایتونه پټولی نه شي، ځکه د اسټرالیایي ځواکونو د جنایتونو کچه تر دې هم زیاته ده.»
د اسټرالیایي رسنیو د راپورونو له مخې؛ اوس د دې هېواد حکومت اعلان کړی، چې د قربانیانو کورنیو ته یې د تاوان ورکولو د څرنګوالي په اړه مقررات مشخص کړي دي.
د دې مقرراتو له مخې؛ اسټرالیا د تاوان د مشخص کولو په موخه یو نوی وکیل ټاکي، څو ادعا شوي جنګي جنایتونه وڅېړي،؛خو تر اوسه مشخص شوې نه ده چې مدافع وکیل به څوک وي.
پر دې سر بېره؛ قربانیان او زیانمن کسان باید د ترهګریزو سازمانونو غړي هم نه وي.
حمدالله فطرت په خپلو خبرو کې زیاته کړې، چې افغانان په تېرو شلو کلونو کې د بېلابېلو هېوادونو تر وحشتونو او جنایتونو لاندې وو او ټول هغه هېوادونه چې په افغانستان کې په بشري جنایتونو کې ښکیل وو، باید افغانانو ته د دغو جنایتونو په بدل کې مالي غرامت ورکړي.
فطرت په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې طالبانو په تېرو څه باندې شلو کلونو کې له بهرنیو ځواکونو سره د جګړو په پلمه لسګونه زره افغانان په ځانمرګو بریدونو، هدفي وژنو، د ماین په چاودنو او ډله ییزو بریدونو کې ووژل.
سره له دې چې یادې ډلې پر افغانستان له واکمنۍ وروسته د خپلو وژنو او جنایتونو په اړه د افغانستان له خلکو بښنه نه ده غوښتې، برعکس د خپلو جنایتونو د توجیه لپاره وایي: «هغه افغانان یې په تېرو شلو کلونو کې وژلي چې له بهرنیانو سره همکاره او د هغوی ملاتړي و.»
که څه هم اوس طالبان پر افغانستان واکمني کوي؛ خو تر اوسه هم دغې ډلې د افغانستان د خلکو پر وړاندې له بشري جنایتونو، وژنو او شکنجه کولو لاس نه دی اخیستی.

ترویج لرونکی

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی
۱
تازه خبر

پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له عربي اماراتو څخه لبنان ته تللی دی

۲

طالبانو الله ګل مجاهد د خپل زوی په جنازه کې له ګډون وروسته بېرته زندان ته لېږدولی

۳

اشرف غني: افغانستان په بې ساري ډول منزوي شوی او ګاونډیان د ګواښ په توګه ورته ګوري

۴

ملا شیرین د کندهار سیمه ییزو چارواکو ته د امنیتي پېښو په تړاو خبرداری ورکړی

۵

په بدخشان کې د طالبانو قوماندان نظامي رتبه پر اوږه سرچپه ټومبلې

•
•
•

نور کیسې

مولوي عبدالکبير: په افغانستان کې به د هیچا فرمایش ته سر ټيټ نه کړو

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۴۴ GMT+۱

د طالبانو د رییس الوزرا سياسي مرستیال وایي، چې په افغانستان کې به د هېچا فرمايش ته سر ټيټ نه کړي او ځيني هېوادونه دې د ناسمو تورونو پر ځای واقعتونو ته پام وکړي.

مولوی عبدالکبير ویلي، چې «له افغانستانه هېچا ته ګواښ نه شته او ځيني هېوادونه دې خپل د بام واورې په افغانستان نه اچوي.»

د طالبانو د رییس الوزرا سیاسي مرستيال مولوي عبدالکبير د یکشنبې په ورځ (د چنګاښ ۳۱مه) د سږکال د کانکور د ازموينې د پايلو په اعلان غونډه کې ويلي: «ځيني هېوادونه د خپلو ګټو پر اساس ناسم معلومات او منفي تبلغات کوي.»

که څه هم نوموړي د کوم مشخص هېواد نوم یاد کړی نه دی؛ خو زياته کړې یې ده: «د افغانستان له خاورې څخه هيچا ته ګواښ نه شته او ځیني هېوادونه دې د خپل بام واورې په افغانستان نه اچوي.»

په خيبر پښتونخوا کې د پاکستاني پوځ پر يوې اډې د ټي ټي پي د وسله وال بريد وروسته پاکستان په پرله پسې توګه ويلي، چې د افغانستان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کيږي.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت په اسلام اباد کې د طالبانو د سفير مرستيال هم احضار کړی و او له هغه څخه يې غوښتي وو، چې طالبان دې د بنو د برید په اړه په بشپړه توګه څېړنه وکړي او د عاملينو په وړاندې ژر تر ژره، قوي او اغېزناک اقدامات وکړي.

د پاکستان پوځ وايي، چې د حافظ ګل بهادر ډله په افغانستان کې مېشته ده او پوځ به له افغانستان څخه د ګواښونو پر وړاندې لازم اقدام وکړي.

د طالبانو د ریاست الوزرا سياسي مرستيال وایي، چې ګاونډيان او د سېمې هېوادونه دې د اړيکو پاللو لپاره د دوی نرم موقف د کمزورتیا په معنا نه تعبيروي.

هغه زياتوي: «موږ هڅه کوو، چې له ګاونډیانو او د سېمې له هېوادونو سره ښې اړيکې ولرو؛ خو دا موقف باید زموږ د ضعف په نیت تعبير نه شي؛ بلکي دا د حسن نیت نښه ده.»

نوموړي ويلي، چې نږدې هېوادونه دې د ناسمو تورونو پر ځای پر واقعتونو تمرکز وکړي او د همکارۍ پراختيا ته دې زمينه برابره کړي، تر څو د نړۍ د امنيت او اقتصاد د پياوړتيا لپاره کار شوی وي.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته ډېری وخت پاکستان پر دغه ډله نيوکه کوي، چې «ترهګرو ډلو» ته یې ځای ورکړی دی.

خو طالبان د پاکستان دا ډول څرګندونې او تورونه رد کړي دي.

د محصلینو تر مرګوني لاریون وروسته د بنګله دېش یوې محکمې د حکومتي دندو سهم کم کړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۴:۴۲ GMT+۱

د بنګله دېش سترې محکمې له یوې اونۍ خونړیو لاریونونو وروسته په حکومتي دندو کې د بنګله دېش د ازادي اخیستونکو د کورنیو لپاره ورکړل شوې برخه کمه کړه.

تر دې وړاندې د حکومت یو پر درېیمه برخه د هغو کسانو خپلوانو ته ځانګړې شوې وه، چې په ۱۹۷۱ کال کې یې د پاکستان پر ضد جګړه کې برخه اخیستې وه.

اوس محکمې دغه برخه ۵٪ ته راټیټه کړې ده.

د محکمې د نوې پرېکړې له مخې؛ ۹۳ سلنه دولتي دندې باید د وړتیا پر بنسټ وګړو ته ورکړل شي. ۵٪ له پاکستان څخه د دغه هېواد د خپلواکۍ د جګړې د قربانیانو کورنیو ته او ۲٪ نور یې توکمیزو اقلیتونو، نرښځیانو او معلولینو ته ورکول کیږي.

د بنګله دېش حکومت تر اوسه د محکمې دغه حکم ته غبرګون نه دی ښودلی.

یوه میاشت وړاندې د استیناف محکمې پرېکړه وکړه، چې د دولتي دندو یو پر درېیمه برخه دې د خپلواکۍ د جنګیالیو خپلوانو ته ځانګړې شي.

هغه پرېکړه چې په دغه هېواد کې د محصلینو مرګونې مظاهرې راوپارولې او په دغو ناکراریو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان ووژل شول.

له دغو لاریونونو شاوخوا یوه اونۍ وروسته سترې محکمې دغه پرېکړه لغوه کړه.

د بنګله دېش لوی څارنوال محمد امین الدین وویل: "سترې محکمې د استیناف محکمې پرېکړه غیر قانوني اعلان کړې ده."

په بنګله دېش کې د محصلینو اعتراضونه هغه مهال پیل شول چې د دغه هېواد حکومت ۵۶ سلنه دولتي دندې په بېلابېلو کوټو ووېشلې.

د دې کوټې له مخې؛ په جګړه کې د وژل شویو کسانو کورنیو ته ۳۰ سلنه دولتي دندې، ۱۰ سلنه ښځو ته، ۱۰ سلنه د وروسته پاتې سیمو خلکو ته، ۵ سلنه سیمه ییزو خلکو او پاتې ۱ سلنه معلولینو ته ځانګړې شوې دي.

د وروستیو خپرو شویو شمېرو له مخې؛ د مظاهره چیانو او بلوا ضد ځواکونو ترمنځ په نښتو کې لږ تر لږه ۱۱۰ کسان وژل شوي دي.

حامد کرزي یو ځل بيا د نجونو د ښوونځيو او پوهنتونو پر پرانېستلو ټينګار وکړ

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۱:۲۷ GMT+۱

پخواني ولسمشر حامد کرزي د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې روزا اوتنبایوا سره په ليدنه کې د نجونو لپاره د ښوونځيو او پوهنتونو پر پرانېستلو ټينګار کړی. ښاغلي کرزي زده کړې د یوه هېواد د ځان بسيا کېدو لپاره مهمې بللي دي.

پخواني ولسمشر حامدکرزي د يکشنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي له ځانګړې استازې سره په ليدنه کې يې د دوحيې د وروستي ناستې په اړه هم خبري کړې او نظرونه يې تبادله کړي.

کرزي ويلي، چې له اوتنبايوا سره یې د سېمې پر حالاتو هم بحث کړی دی.

پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته حامد کرزی له بهرنیو چارواکو او استازو سره لیدنې کتنې کوي.

د افغانستان پخواني ولسمشر په تېر لوی اختر د مبارکۍ په پيغام کې هم له طالبانو غوښتي و، چې په هېواد کې دې د «نجونو او هلکانو» پر مخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې خلاصې کړي.

حامدکرزي په دې پيغام کې طالبانو ته ويلي و: « تعلیم مو د پرديو له احتیاجه د خلاصون او پرمختګ لاره ده.»

د حبیبیې لېسې زده‌کوونکی اتل خان رحیم زوی د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نمره شو

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۱۰:۰۵ GMT+۱

د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو ملي ادارې له لوري د کابل د حبیبیې لېسې زده‌کوونکی اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د ۱۴۰۳ کال کانکور ازموینه کې عمومي اول نمره اعلان شو. نوموړی د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د کانکور په سږنۍ ازموینه کې د طالبانو له لوري نجونو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شوه.

د یکشنبې په ورځ د (چنګاښ ۳۱مه) نېټه د طالبانو تر واک لاندې د کانکور ازموینو د ملي ادارې له لوري د ۱۴۰۳ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې.

د ۱۴۰۳ کال د کانکور په ازموینو کې د کابل اوسیدونکی اتل خان رحیم زوی د ۳۵۹،۶۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د کانکور عمومي اول نمره اعلان شوی او د کابل طب پوهنځي ته بریالی شو.

اتل خان په اصل کې د پکتیا ولایت اوسیدونکی دی خو د کابل په حبیبیې لیسه کې یې زده‌کړي کړې دي.

د بلخ ولایت اوسیدونکی سید حامد هاشمي د ۳۵۷،۷۱ نمرو په ترلاسه کولو د کانکور ازموینو دویم نمره اعلان شو او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شوی.

د فراه ولایت اوسیدونکی شفیع الله نظامي د اقرا علم خصوصي ښوونځۍ زده کوونکی د ۳۵۷،۲۵ نمرو په ترلاسه کولو سره عمومي درېیم نمره اعلان شو او د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته بریالی شو.

همدارنګه د کابل ولایت اوسیدونکی زین الله ۳۱۰ نمرو په ترلاسه کولو د دیني مدرسو په ازموینه کې لومړی مقام ګټوونکی اعلان شو او د کابل پوهنتون د شریعاتو پوهنځۍ ته بریالی شوی دی.

د کانکور سږنۍ ازموینه د نجونو له ګډون پرته واخیستل شوه.

د طالبانو تر واک لاندې د ازموینو ملي ادارې سرپرست، عبدالباقي حقاني وایي، سږکال کانکور ازموینه کې ۴۱ زره او ۲۹۳ تنه لوړو زده‌کړو ته، ۲۱۴۴ تنه نیمه لوړو زده‌کړو ته او ۱۳۰۱ تنه هم دیني مدرسو ته بریالي شوي دي.
د حقاني د معلوماتو له مخې، په دغه ازموینه کې ۱۷ زره او ۷۲۱ تنه بې پایلې پاتې دي، ۲۴ زره او ۳۹ تنه په شرایطو برابر او ۱۷ زره او ۷۶۰ تنه یې دویم ظرفیت ته ځانګړي کړي دي.

د ۱۴۰۳ کال د عمومي کانکور ازموینو د پایلو د اعلان مراسمو کې لوړپوړو طالب چارواکو هم ګډون کړی وو.

د طالبانو د لوړو زده‌کړو وزیر ندا محمد ندیم وايي، سږکال د تېر کال پرتله د بریالیو کسانو شمېر زیات دی.

نوموړی وايي، په افغانستان کې یې د زده‌کړیالانو لپاره د زده‌کړو لپاره خوندي چاپیریال رامنځته کړی.

د نوموړي په خبره نور به پوهنتونونه کې د ډلو ټپلو جوړولو ځای نه وي.

همدارنګه د رییس الوزار اداري مرستیال عبدالسلام حنفي د کانکور د پایلو اعلان په مراسمو کې په خپله وینا کې وویل: افغانستان د ابادۍ او پرمختګ لپاره موږ (طالبان) په هره برخه کې مسلکي او تجربه لرونکو ځوانانو ته اړتیا لرو.

نوموړي وویل: «نن موږ عالمانو، انجینرانو، ډاکترانو او مسکلي کسانو ته ځانګړې اړتیا لرو.»

خو نوموړي په خپلو خبرو کې د نجونو د زده‌کړو او ښځینه مسلکي کادرونو په اړه یادونه ونه کړه.

د کانکور ازموینو د اعلان پر مهال د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار، ډاکټر فاروق اعظم وویل: د کانکور ازموینه د یوه هېواد د زده‌کوونکو د علمي وړتیا د څرګندولو لپاره یو مهم میکانیزم دی.

د نوموړي په خبره کار اهل کار ته د سپارلو په موخه، ازموینه اخیستل یوه مهمه چاره ده.

نوموړي دا څرګندونې داسې مهال وکړې چې د طالبانو له واکمنېدو سره په افغانستان کې په ملکي او نظامي ادارو کې د زرګونو مسلکي کسانو پر ځای ملایان او قاریان په دندو وګمارل شول.

کندهار کې طالبان: هټېوال او سوداګر دې له لوحو انځورونه او په بهرنیو ژبو لیکل پاک کړي

۳۱ چنگاښ ۱۴۰۳ - ۲۱ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۷ GMT+۱

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یاد ولایت هټېوالو، کسب لرونکو، درمل پلورونکو او سوداګرو ته په تازه خبرداري کې ویلي، چې له خپلو لوحو دې انځورونه او په بهرنیو ژبو لیکل پاک کړي.

تردې وړاندې په کندهار کې د طالبانو والي په رسنیزو خبرپاڼو کې د انځورونو په خپرولو او له رسنیو سره د یادې ډلې د چارواکو پر ویډیويي مرکو هم بندیز لګولی و.

په کندهار کې د طالبانو د اطلاعات او فرهنګ ریاست له لوري د یوه تازه خبرداري په خپرولو سره د دغه ولایت هټېوالو، کسب ګرو، درملو پلورونکو او سوداګرو ته ویلي چې له خپلو لوحو څخه دې د انسانانو او نورو ژوندي سرو انځورونه او په بهرنیو ژبو لیکل پاک کړي.

تردې وړاندې د یاد ولایت د والي ملا شیرین په امر په خبرپاڼو کې د انځورونو خپرولو او له رسنیو سره د یادې ډلې د مسولانو پر ویډیويي مرکو هم بندیز لګول شوی و.

د ملا شیرین له دغه امر وروسته په کندهار کې د طالبانو د والي د دفتر او په دغه ولایت کې د ملي ټلویزیون د ولایتي څانګې ټولې رسنیزې اعلامیې او خبرتیاوې له انځورونو او ویډیو پرته خپریږي.

په خبرتیا کې ویل شوي، چې د طالبانو له لوري پر لوحو د روح لرونکو انځورونه او په بهرنیو ژبو د لیکنو پاکولو کمپاین به هم پیل شي.

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته په پلازمېنه کابل او ګڼو ولایتونو کې د یو شمیر پوهنتونونو او دولتي ادارو لوحې چې په دري ژبه لیکل شوې وې هم پاکې کړې خو د طالبانو دغه ګام د ګڼو خلکو له غبرګونونو سره مخ شو.