طالبانو د یمن په حدیده بندر کې د اسراییل د برید له امله د ملکي کسانو مرګ ژوبله وغندله

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د یمن په حدیده بندر کې د اسراییل د برید له امله د ملکي کسانو مرګ ژوبله وغندله. دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره له نړۍوالو سازمانونو او له سیمه ییزو هېوادونو غوښتي، چې په غزه او سیمه کې د اسراییل د جنایتونو مخه ونیسي.