• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ځايي خلک: له پرېکړې وروسته د سپین بولدک - چمن دروازه د دویمې ورځې لپاره هم تړلې پاتې ده

۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲۳ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۳۷ GMT+۱

د چمن ځايي اوسېدونکي وايي،‌ د چمن په پرلت کې د دروازې د خلاصېدو له اعلان څخه دوه ورځې وروسته لاهم د سپین بولدک - چمن دروازه د افغان پېژندپاڼې او پاکستاني شناختي کارډ لرونکو مسافرو پر مخ بنده ده.

د پخوا په څېر د دغې دروازې د خلاصولو اعلان د یک شنبې په ورځ د قبایلي مشرانو له لوري وشو.
خو د چمن او سپین بولدک اوسېدونکي وايي، د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د پاسپورټ او ویزې پرته د سپین بولدک - چمن پر دروازه د تګ راتګ اجازه نن دویمه ورځ هم نه ورکول کېږي.
د سپین بولدک - چمن پر دروازه د پاکستان حکومت له لوري د پاسپورټ او ویزې د حتمي کېدو په غبرګون کې شاوخوا لس میاشتې پرلت وهل شوی و او اعتراضونه وشول.
په چمن کې ځايي خبریال احمد ظاهر وايي، تېره ورځ او نن هم پر ډیورنډ کرښه د افغانستان او پاکستان لورو ته تلوونکو مسافرو ته له پاسپورټ او ویزې پرته اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړی وايي، د پرلت مسوولینو ژمنه کړې چې ډېر ژر به دغه ستونزه حل شي.
هغه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل پښتو ته استول شوې خلک شکایت کوي، چې د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د افغانستان لوري ته د تګ اجازه نه ورکول کېږي.
د پاکستان حکومت تر اوسه د دغې دروازې د رسمي خلاصېدو په اړه څه نه دي ویلي.
خو په کندهار کې د طالبانو امنیه قواندانۍ تېره ورځ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دروازې د خلاصېدو خبرې حقیقت نه لري.

دوی له خلکو غوښتي، چې د دروازې د خلاصېدو په اړه دې د پاکستاني مسوولانو تر ډاډ ورکولو پورې باید پر دغه دروازه له تګ راتګه ډډه وکړي.

ډېر لیدل شوي

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ
۱

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۲
ځانګړی راپور

په پاکستان کې افغان ښځینه زده کړیالانې: حکومت راته له رسنیو سره د خبرو نه کولو ویلي

۳
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۴

پر نړۍوال بازار د ایران او امریکا د کړکېچ اغېز؛ په افغانستان کې د تېلو بیې لوړې شوې

۵
ستاسو روایت

کابل کې د وېښتانو کښت پر مهال د یوه ځوان د مړینې ادعا؛ کورنۍ یې ډاکټران پر بې‌غورۍ تورنوي