د پاکستان لومړی وزیر راتلونکې سې شنبه ایران ته ځي

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویانده وایي، د دغه هېواد لومړی وزیر د ایران د ولسمشر د لوړې مراسمو کې د ګډون لپاره راتلونکې سې شنبه ایران ته ځي. ممتاز زهرا بلوڅ زیاتوي، د شهباز شریف دغه سفر ښيي چې تهران او اسلام اباد د خپلمنځي اړیکو پیاوړتیا ته ژمن دي.