د ترکیې پولیسو له داعش ډلې سره د غړیتوب په تور څه باندې ۷۰ کسان نیولي دي

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت د پنجشنبې په ورځ د دې هېواد په ۱۳ بېلابېلو ښارونو کې له داعش ډلې سره د غړیتوب په تور د ۷۲ کسانو د نیولو خبر ورکړ. علي یرلي کایا ویلي، چې له تورنو کسانو څخه تر ډېرې اندازې پیسې او مهمات هم ترلاسه شوي دي.