د روغتیا نړۍوال سازمان ویلي، چې غزې ته له یو مېلیون څخه ډېر د ګوزڼ ضد واکسینونه لېږي.
دغه سازمان وایي، په داسې حال کې چې تر اوسه په غزه کې د پولیو کومه پېښه نه ده ثبت شوې؛ خو د دغو واکسینونو لېږلو سره به غزه کې په ګوزن ناروغۍ د ماشومانو د اخته کېدو مخه ونیول شي.
د دغه سازمان په وینا، له پنځو کلونو کم عمره ماشومان د دغې ناروغۍ له ګواښ سره مخ دي او په ځانګړې توګه د دوو کلونو څخه کم عمره ماشومان؛ ځکه چې د واکسین د تطبیق نورماله لړۍ د نهو میاشتو جګړو له امله ګډوډه شوې ده.
ویل کېږي، چې له ۱۹۸۸ کال راهیسې په ټوله نړۍ کې د پولیو پېښې ۹۹ سلنه کمې شوې دي او لامل یې د واکسین دوامداره تطبیق ښودل شوی دی.
د اسراییل پوځ د یکشنبې په ورځ وویل، چې د ازموینې نمونو کې د پولیو ویروس تر پېژندنې وروسته د غزې په تړانګه کې به ماشومانو ته د پولیو د واکسین کمپیاین پیل کړي.