• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پولیسو له‌خوا پلازمېنې اسلام اباد ته د غځېدلو لارو تړلو، خلکو ته ستونزې راولاړې کړې دي

۶ زمری ۱۴۰۳ - ۲۷ جولای ۲۰۲۴، ۰۹:۴۹ GMT+۱

پاکستاني پولیسو او امنیتي ځواکونو پلازمېنې اسلام اباد ته ټولې غځېدلې لارې د لاریون کوونکو لپاره تړلې دي، چې ورسره یې عامو خلکو ته هم ستونزې پیدا کړې دي.

تېره اونۍ یو شمېر مخالفو سیاسي ګوندونو خبرداری ورکړی و، چې له کراچۍ او د پاکستان له نورو ښارونو څخه به د لاریون کوونکو کاروانونه پلازمېنې اسلام اباد ته ځي او هلته به د ګرانۍ لوړې مالیې او د برېښنا لوړو بېلونو په غبرګون اعتراضونه او پرلت وهي.
د دغه خبرداري سره هم‌مهاله پاکستاني امنیتي ځواکونو امنیتي نازکو حالاتو ته په اشارې له دغو لاریونوالو او پرلت کوونکو څخه غوښتي و، چې دا مهال د پرلت وهلو لپاره مناسب نه دی او پرلت کوونکي دې له دغې پرېکړې په شا شي.
تر دې وړاندې د جماعت اسلامي مشر حافظ نعيم الرحمان رسنیو ته ویلي و، چې که حکومت د سوله‌ییز اعتراض او پرلت ختمولو هڅه وکړه؛ نو په ټول پاکستان کې به د «ولس ته حق ورکړئ» په نوم سوله‌ییز اعتراصونه د حکومت د نسکورولو په خوځښت بدل شي.
جماعت اسلامي ګوند خپلې دغې اعتراصي غونډې ته د «ولس ته حق ورکړئ» نوم اېښی دی.
دا مهال د پاکستان له بېلابېلو سیمو څخه د دغه ګوند زرګونه کسان د پلازمېنې اسلام په لور خوځېدلي او اسلام اباد ته یې په ننوتو مخه نیوله شوې، د لارو پر سر خنډونه جوړ شوي او کانټینرې اېښودل شوې دي.
څو میاشتې وړاندې هم له بلوچستان څخه اسلام اباد ته د بلوڅو حقوقي فعالانو پر اعتراضي غونډه او پرلت پولیسو برید کړی و او یو شمېر بلوڅان یې ټپیان کړي او نیولي هم وو.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د طالبانو د مخالفانو بریدونو له پراخېدو سره؛ په بلخ کې ۳ نوې امنیتي حوزې جوړېږي

۳

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۴
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۵

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی