په ایران او پاکستان کې ځیني افغان خبریالان وايي چې د اېستلو له ګواښ سره مخ دي

ایران او پاکستان ته کډوال شوي ځیني افغان خبریالانو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل، چې له یادو هېوادونو څخه د اېستلو له ګواښ سره مخ دي. په دې خبریالانو کې هغه کسان هم شامل دي، چې له دوه کلن انتظار وروسته په ایران کې د فرانسې سفارت د دوی وېزې رد کړې دي.