• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

باوري سرچینې: پکتیا کې طالبانو د مخکیني حکومت یو پولیس وژلی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۷:۲۳ GMT+۱

له پکتیا څخه سرچینې وايي، چې د دغه ولایت څمکنیو ولسوالۍ د مده خیلو وېش کلي اوسېدونکی رییس نومی چې په مخکیني حکومت کې سیمه ییز پولیس و، طالبانو وژلی. ویل کیږي، د سیمې طالبانو نوموړی دوه اوونۍ وړاندې له کوره بیولی و او تېره ورځ یې مړی موندل شوی.

د وژل شوي سرتیري د کورنۍ غړو افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل، چې ځايي طالبانو یې د کورنۍ دغه غړی چې په مخکیني حکومت کې د سیمه ییزو پولیسو سرتیری و دوه اوونۍ وړاندې له کوره په زور ویوست او دوی ته یې هیڅ معلومات نه و چې چیرته یې وړی خو وايي، تېره ورځ یې مړی موندلی دی. «بس زور یې دی، راغلل رییس یې په زور بوتلو او دوه هفتې ورک و، موږ ته هیڅ معلومات نه کېدل، ټوټه ټوټه یې کړی.»

په څمکنیو کې د وژل شوي سرتیري خپلوان وايي، چې د هغه په جسد یې د وهلو او ربړولو نښې لیدلې او له نښو نښانو داسې ښکاري چې هغه دې طالبانو په وهلو، شکنجې او ځورولو وژلی وي.

طالبانو په دې اړه څه نه دي ويلي، او نه یې مخکې تر دې د پخواني حکومت د کارکونکو او سرتیرو د وژنو په اړه معلومات ورکړي.

د پکتیا ولايتي شورا پخوانی وکیل تاج محمد منګل وايي، د سیمه ییزو پولیسو پخواني دغه وژل شوي سرتیري د تېر جمهوري حکومت له پرځېدو وروسته په خپل کلي کې عادي ژوند کاوه.هغه وايي، «خاموشي او مظلومیت هم حد لري،دومره بې وسي چې د خپلې کورنۍ، کلیوال، خپلوان او وطندار پوښتنه نه شې کولای چې ولې یې وژنې؟ نن راشي په ماښام یې له کوره وباسي، بله ورځ یې ټوک ټوک جسد پروت وي او وژلی یې وي.»

واک ته د طالبانو له رسیدو وړاندې د طالبانو مشر ملا هبت الله، د پخواني حکومت ټولو ملکي او پوځي کارکوونکو ته عمومي بښنه وکړه، خو طالبانو د خپل مشر دغه امر په ډیرو پېښو کې نه دی منلی او ډیر شمیر پخواني امنیتي ځواکونه د طالبانو له خوا سخت ځورول شوي، ووژل شوي او یا هم تري تم دي، یو شمیر نور بیا د طالبانو له ویرې لا هم په پټه ژوند کوي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان د پوځ ویاند: افغان طالبان زموږ پر وړاندې «زموږ د بچو غوندې» ښکاري

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

روسیې له هېوادونو غوښتي چې له کیف نه خپل ډیپلوماتان ژر تر ژره وباسي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

کیمیا یوسفي: د پاریس المپیک سیالیو کې د افغان نجونو او ښځو استازيتوب کوم

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۰۰ GMT+۱

افغان ښځینه ځغاستوونکي کیمیا یوسفي د درېیم ځل لپاره په المپیک سیالیو کې ګډون کړی، نوموړې وايي، د پاریس المپیک لوبو کې د افغان نجونو او ښځو استازیتوب کوي. کیمیا یوسفي د افغانستان د ځغاستوونکو ملي لوبډلې لوبغاړې ده.

دغه افغانه ځغاستوونکې د درېیم ځل لپاره په المپیک سیالیو کې ګډون کوي.

کیمیا یوسفي له افغانستان انټرنشنل سره په تازه خبرو کې وايي، د ۲۰۲۴ کال د پاریس المپیک سیالیو کې د افغان نجونو او ښځو استازې ده.

نوموړې وايي: «په دې سیالیو کې زما شتون زما له هیلو څخه دی، خو زه دې برخې ته ډیره پاملرنه نه کوم، زه دلته د افغان نجونو او ښځو استازې یم او دا ماته د یو مسوولیت احساس راکوي.»

نوموړې خوښه ده چې په المپیک لوبو کې یې ګډون کړی دی او وايي، دا یو لوی مسوولیت دی او له خپلو هیلو څخه ورته دا مسوولیت ډیر مهم دی.

د ۲۰۲۴ کال پاریس المپیک سیالیو کې د افغانستان په استازیتوب فهیم انوري د لامبو وهلو، کیمیا یوسفي د ځغاستې (ښځینه ځغاستوونکو)، محمد صمیم فیض زاده د جودو، فریبا هاشمي د بایسکل ځغلوني، شاهم محمد نورزی د ځغاستې (نارینه ځغاستوونکو) او یولدوز هاشمي د بایسکل ځغلونې (ښځینه بایسکل ځغلوونکو) په برخه کې شپږو لوبغاړوګډون کړی دی.

همدارنګه پنځه نورو افغان لوبغاړو د کډوالو په نړيواله کمیټه کې ګډون کړی دی، چې په دې سره په پاریس المپیک سیالیو کې د افغان لوبغاړو شمیر ۱۱ تنو ته رسیږي.

طالبانو له ملګرو ملتونو غوښتي چې په افغانستان کې اړمنو ته ډېره پاملرنه وکړي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۵:۳۳ GMT+۱

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ له نوي مشر سره وکتل او اړمنو ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه. خلیل الرحمن حقاني په افغانستان کې پر موسسو غږ کړی چې د اړمنو کسانو د پالنې لپاره خپل اداري لګښتونه کم کړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزیر د شنبې په ورځ د(زمري شپږمه) په کابل کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ له نوي مشر سره وکتل.

خلیل الرحمن حقاني وویل، د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د کډوالو د راستنېدو، د «بیا مېشتېدو او دایمي یو ځای کیدو لپاره» پنځه کلن ستراتیژیک پلان لري، چې د ملګرو ملتونو همکارۍ ته اړتیا لري.

هغه زیاته کړه: «د کار په بدل کې دې مرستې ورکړل شي، همکارې ادارې دې خپل اداري لګښتونه مهار کړي او د اړمنو کسانو ستونزو ته دې زیاته پاملرنه وکړي.»

د افغانستان د کډوالو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، چې عرفات جمال په دغې ناسته کې وویل چې د کډوالو د ستونزو د هواري لپاره باید له کوربه هیوادونو سره همغږي وشي او روغتیايي او د زده‌کړو خدمتونه باید زیات شي.

وروسته له هغه چې د ۱۴۰۰ کال په زمري میاشت کې طالبانو ته د افغانستان واک ورکړل شو، یو زیات شمېر خلک نورو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډه شول.

د بشري حقونو د سازمانونو له نیوکو سره سره ایران او پاکستان له تېرو څو میاشتو راهیسې هره اوونۍ افغانستان ته زرګونه کسان نیسي او بېرته یې ستنوي.

راپورونه وايي، په دې وروستیو ورځو کې په تهران کې پر یو شمېر افغان کډوالو بریدونه هم شوي دي.

افغانان: نن د زمري اوومه په افغانستان کې د ملي بیرغ ورځ ده

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۴:۴۶ GMT+۱

ځینو جلا وطنه افغان سیاسیونو، مدني فعالانو او وطنپالو ځوانانو په خواله رسنیو کې د ملي بیرغ عکسونه لګولي او دا یې د افغانستان ملي نښان او هویت یاد کړی. پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو سره له ټولو ادارو او لوړو څوکو ملي بیرغ راښکته او پر ځای یې طالبانو خپل سپین بیرغ لګولی.

د خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو د طالبانو له حکومته غوښتي چې د افغانستان درې رنګه بیرغ د ملي بیرغ په توګه ومني.

د پکتیا ولایتي شورا پخواني مشر ښایسته جان احدي افغانستان انټرنشنل پښتو ته وويل چې درې رنګه ملي بیرغ د افغانانو ملي هويت دی او له دې کله هم انکار نه شي کېدای: «دغه بيرغ د اسلامي او ملي ارزښتونو نمونه ده چې په ليدو يې هر افغان د خوشحالۍ احساس کوي او د ملي بیرغ مينه زموږ په وينه کې ګډه شوې نو ځکه يې رېښى تر زړونو غځيدلې او نه شليدونکې دي.»

د افغانستان درې رنګه ملي بیرغ (تور، سور او زرغون) په ۱۳۰۷ کال کې د غازي امان الله خان په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري تصویب شو، خو تر هغه وروسته د بېلابېلو واکمنیو پر مهال لرې او بیا د پخواني ولسمشر حامد کرزي په واکمنۍ کې د لویې جرګې له لوري بېرته همدا بیرغ د هېواد د ملي بیرغ په توګه ومنل شو.

سیاسي او ټولنیز فعال نجیب ننګیال هم له افغانستان انټرنشنل پښتو سره په خبرو کې وويل چې د زمري اوومه د ملي بیرغ ورځ ده او هیله یې وکړه چې دغه ورځ دې په ټولو ملي احساساتو ونماځل شي: «خپلو ماشومانو ته مو ور زده کړئ چې ملي بېرغ کوم دی او د ملي هویت په ارزښت یې پوه کړئ. چې دغه ورځ ولې نمانځل کیږي؟ ارزښت یې په څه کې دی؟ او زموږ ملي ارزښتونه کوم دي؟.»

که څه هم د طالبانو حکومت د دغه بیرغ کلک مخالفت کوي، خو ډېری وخت یې ټینګار کړی، چې دغه مسله د حل وړ ده. خو د تېرو درېیو کلونو په تېرېدو لا ورته حل نه دی موندل شوی.

د تېر جمهوري حکومت پر مهال به د زمري میاشتې هره اوومه ورځ په کابل او نورو ښارونو کې درې رنګه بیرغ د ملي سمبول په توګه نندارې ته وړاندې کېدو او دغه ورځ به په شاندارو مراسمو نماځل کېده.

په سربیا کې د کډوالو موټر د چپه کېدو له امله لږ تر لږه ۳۰ افغان او نیپالي کډوال ټپیان شوي

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۴۹ GMT+۱

د کډوالو لېږدونکي موټر د اوښتو پېښه د سربیا په سوېل ختیځ کې شوې، چې له امله یې لږ تر لږه ۳۰ افغان او نيپالي کډوال ټپیان شوي. د راپورونو له مخې، دغه موټر چې کډوال په کې سپاره وو، د بلا پلانکا ښار ته څېرمه په یوه لویه لاره له سړکه ونلی او اوښتی.

دغه پېښه د جمعې په ورځ شوې او د سربیا دولتي رسنۍ «ار ټي اېس» د شنبې په ورځ راپور ورکړ چې درې کډوال په روغتون کې بستر شوي او پاتې نور تر درملنې لاندې دي.

دغې رسنۍ په سربیا کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمېشنرۍ په حواله ویلي، چې دغه ټول نارینه کډوال د نیپال او افغانستان اوسیدونکي دي.

سربیا د بالکان لارې په اوږدو کې پرته ده او اروپا ته د کډوالۍ لاره ده.

د شمېرو له مخې په ۲۰۲۳ کال کې شاوخوا سل زره کډوالو اروپا ته د تګ لپاره دغه لاره کارولې ده.

شیعه فعالانو، جرمني کې د خبرو پرمهال وویل، چې د طالبانو پر وړاندې مقاومت «روا او اړین» دی

۷ زمری ۱۴۰۳ - ۲۸ جولای ۲۰۲۴، ۰۳:۳۴ GMT+۱

یو شمېر شیعه شخصیتونو په جرمني کې په یوه غونډه کې وویل، چې د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان خلک په ځانګړې توګه شیعه مذهبي په قصدي توګه له خپلو انساني او اسلامي حقونو بې برخې شوي دي.

دوی د طالبانو حکومت نامشروع او د «ظلم» یوه بېلګه وبلله او ویې ویل، چې د دغې ډلې پر وړاندې مقاومت «روا او اړین» دی.

دغو شیعه فعالانو د شنبې په ورځ (د زمري شپږمه) په فرانکفورټ کې د «افغانستان شیعه نخبه ګانو راټولېدنې» په نامه، یوه کنفرانس کې وویل، چې د شیعه ټولنې پر وړاندې بندیزونه د وخت په تېرېدو سره زیات شوي دي.

شیعه فعلانو په غبرګولي میاشت کې د فرانکفورټ په لومړنۍ ناسته کې هم د طالبانو پر وړاندې د «پرېکنده مقاومت» پر اړتیا ټینګار کړی و.

د فرانکفورټ د دویمې غونډې ګډونوالو د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ښځو پر وړاندې بندیزونه «جنستي توپیر» بللی او د افغان ښځو د بشري حقونو د رسمیت پیژندلو غوښتنه یې کړې ده.

د شیعه ګانو مشرانو له طالبانو سره د شیعه استازو په نوم د یوې ډلې پر جوړجاړي نیوکه کړې او ویلي یې دي، د یو منطقي میکانیزم په نه شتون کې، هیڅ خپلسری کس نه شي کولی د شیعه مذهبو استازیتوب وکړي او د دوی د حقونو په اړه له طالبانو یا بل چا سره خبرې اترې وکړي.

دوی د اوسني وضعیت د کابو کولو لپاره د یوې بشپړې نقشې په جوړولو ټینګار وکړ او د ټولو وړتیاوو د همغږۍ غوښتنه یې وکړه.

په اروپا کې مېشتو شیعه شخصیتونو له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو غوښتي چې له طالبانو سره اړیکې کمې کړي او د دغې ډلې له رسمیت پېژندلو ډډه وکړي.

شیعه شخصیتونو ویلي، چې له طالبانو سره یو اړخیز جوړجاړي بشري ناورین لا پسې زیات کړی او په افغانستان او سیمه کې یې ترهګرۍ ته وده ورکړې ده.