• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبانو په غور کې درې ورونه چې د پخواني حکومت نظامیان وو په ډزو ووژل

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۴۰ GMT+۱

سیمه ییزو امنیتي سرچینو د افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې طالبانو د غور ولایت په مرغاب ولسوالۍ کې درې ورونه په ډزو ووژل. د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ دغه کسان د افغانستان د تېر حکومت د کورنيو چارو وزارت کارکوونکي وو.

طالبانو تایید کړې، چې دوی دغه درې تنه د دې ډلې د یو غړي د وژلو وروسته له زندان څخه د تېښتې پر مهال وژلي دي.

د دوشنبې په ورځ (د زمري په اتمه) سیمه ییزو سرچینو وویل، چې طالبانو په همدې ورځ د سرجنګل په کلي کې دغه درې پخواني عسکر د جرم له ثابتولو پرته د خلکو په مخ کې "صحرايي محکمه او اعدام کړل".

د سرچېنو له مخې؛ دغه درې واړه کسان د جمهوري نظام تر ړنګېدو وروسته په کرونده بوخت وو.

په همدې حال کې په غور کې د طالبانو د والي مطبوعاتي دفتر د یکشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې دغه کسان "درې فتنې او خوارج عناصر" بللي، چې د طالبانو په وینا څو ورځې وړاندې یې د دې ډلې یو غړی سعیدالله وژلی و.

په خبرپاڼه کې راغلي، چې دغه کسان د وسله والو طالبانو د غړي له وژلو وروسته تښتېدلي؛ خو د دې ډلې ځواکونو نيولي دي.

طالبانو ویلي، چې تورن کسان په مرغاب ولسوالۍ کې د دې ډلې د څارنې له کور څخه تر نیول کېدو وروسته په تېښته بریالي شوي او په پایله کې یې د ډلې ځواکونو پرې ډزې کړي او وژلي دي.

طالبانو ویلي، چې دغو کسانو په غور کې د "خوارج" تر چتر لاندې کار کاوه؛ طالبان د داعش ډله د "خوارج" په نوم یادوي.

سره له دې چې طالبانو واک ته له رسېدو وروسته «عمومي عفوه» اعلان کړه، د دغې ډلې د درې کلنې واکمنۍ په موده کې د تېر حکومت د سرتېرو د وژلو، نيولو او شکنجه کولو بې شمېره راپورونه خپاره شوي دي.

طالبان د داعش د غړیتوب په تور د حکومت پخواني کارکوونکي، سیاسي مخالفین او یا هم عام خلک وژني.

دغې ډلې د چهارشنبې په شپه (د ۱۴۰۱ کال د کب په ۱۷) د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې اته تنه په ډزو ووژل.

د طالبانو ویاند هغه مهال ویلي وو، چې وژل شوي کسان د داعش غړي وو او د وسله والو په نښته کې د دغې ډلې د ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

د دغو قربانیانو کورنیو دوه ورځې وروسته په کابل کې د خپلو ځامنو د وژلو پر ضد اعتراض وکړ. دغو کورنیو رسنیو ته ویلي، چې ځامن یې ملکي وګړي دي او د یوې ساختماني پروژې لپاره مزارشریف ته تللي وو.

دې کورنۍ هغه مهال ویلي وو، چې طالبانو منلې وه، چې د دوی ځامن"د ناسم پوهاوي" له امله وژل شوي دي.

ډېر لیدل شوي

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟
۱
د حکمتیار لیکنه

په سيمه کې څه تېرېږي او هېواد کوم لوري ته بېول کېږي؟

۲

د ملګرو ملتونو کارپوهانو له پاکستان څخه وغوښتل چې له ګواښ سره د مخ افغانانو اېستل ودروي

۳

حمدالله محب خلیلزاد د جمهوري نظام د سقوط په تړاو پر «لوی خیانت» تورن کړی

۴

حکمتیار: طالبان د پردیو په پیسو او وسلو تپل شوي او د افغانستان پر زېرمو د معاملې حق نه‌لري

۵

ذبیح الله مجاهد وایي پاکستان باید د خپلې دفاع په پلمه افغانستان ته داخل نه شي