د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعیف په کابل کې د افاق په نامه رسنۍ اړوند انعکاس خپرونه کې د پاکستان پر پوځي پالیسو نیوکې کړې دي.
عبدالسلام ضعیف وویل:« مونږ دلته شپږ هېوادونه ګاونډیان لرو او په دې کې اټومي طاقتونه شته چې زموږ ګاونډیان دي او هغوي له افغانستان څخه مطمین دي، په دې کې چین زموږ کاونډی دی، مطمین دی، تاجکستان سره مو مشکلات درلودل، اوس ښه شوی دی او پوهیږي امارت د دوی لپاره ګواښ نه دی، همداسې ترکمنستان، ایران چې د شمالي ټلوالې ملاتړ یې کاوه اوس یې ۱۸۰ درجې تغیر کړی خو یوازې پاکستان دی چې مشکلات لري او غرب په دې پوه شوی، چې که امارت مشکل دلودای نو له نورو ګاونډویانو سره به یې مشکل و.»
ضعیف زیاتوي، پخوا چې پاکستان د افغانستان په اړه ناسم معلومات نړۍ ته ورکول، اوس هغه کار نه ورکوي او نه باور پرې کوي.
نوموړی زیاتوي، جنګي پروژې د پاکستان په ګټه وې او له هغو څخه یې ستره اقتصادي ګټه اخیستې ده خو نور دا څه نشته.
ضعیف همدراز وویل چې له افغانستان سره د پاکستان د جګړې موخه دا وه، چې غرب مداخله وکړي او د نورو پروژو اخیستو احتمال هم و خو د پاکستان دا تمه بې ځایه لاړه؛ ځکه غرب په دې مساله کې بې تفاوته پاتې شو.
د طالبانو دا پخوانی چارواکی په دې باور دی، چې پاکستان د جګړې او هم مذکراتو په میدان کې پاتې راغی او طالبانو وکړای شول د ترکیې او قطر په منځګړیتوب له پاکستان څخه ضمانت واخلي، چې د افغانستان پر حریم به تېری نه کوي او نه به هم په کورنیو چارو کې لاسوهنه کوي.
ضعیف له طالبانو غوښتنه وکړه، چې د دوحې له لومړی پړاو مذکراتو وروسته د ترکیې دوهم پړاو مذاکراتو لپاره په قوي، فني او سیاسي ستراتیژي باندې کار وشي.