• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس له طالبانو سره د اوربند د تړون هرکلی کړی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۴۰ GMT+۱تازه شوی: ۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۴:۵۵ GMT+۱

د پاکستان د پارلمان پخواني رییس اسد قیصر ویلي، له افغانستان سره د سولې او اوربند تړون هرکلی کوي. نوموړي هیله څرګنده کړې چې دواړه هېوادونه د زغم او حوصلې له لارې د یو بل دریځ ته غوږ ونیسي او د ګډو ګټو په موخه د سوداګرۍ او کار موندنې فرصتونه رامنځته شي.

اسد قیصر د سې شنبې په ورځ یوې غونډې ته د وینا پر مهال زیاته کړه، چې دا موخې یوازې هغه وخت ترلاسه کېدای شي چې په سیمه کې تلپاتې سوله ټینګه شي.

اسد قیصر همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه وغوښتل چې د منځنۍ اسیا او روسیې بازارونو ته د لاسرسي په اړه د کابینې پرېکړې ژر تر ژره عملي کړي.

قیصر وايي، تحریک انصاف پاکستان له پیله د افغانستان په اړه روښانه دریځ لري، ځکه افغانستان د پاکستان نږدې اسلامي ورور هېواد دی.

نوموړي ټینګار وکړ چې دواړه هېوادونه باید د امتیاز اخیستلو پر ځای په جدي توګه خپلې ګډې ستونزې حل کړي.

طالبانو او پاکستان پر ډیورنډ فرضي کرښې تر څو ورځنیو نښتو وروسته د اکټوبر پر ۱۹مه نېټه په دوحه کې د اوربند تړون وکړ او پرېکړه وشوه چې بله اونۍ به په ترکیه کې د دغه تړون د څار او عملي کولو لپاره پر مېکانیزم خبرې وشي.

ترویج لرونکی

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو
۱

د پروان اوسېدونکی راشد په ۳۶۰ نومرو د کانکور عمومي اول نومره شو

۲

طالبانو د نورستان د واما ولسوالۍ د استخباراتو پخوانی مدیر د یوې نجلۍ د تښتونې په تور نیولی

۳

افغان یوټیوب چلوونکي: پاکستاني پولیسو په زندان کې ذهني شکنجه کړي یو

۴
د افراسیاب خټک لیکنه

پر افغانستان د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو موخې

۵

جماعت الاحرار ډلې ویلي چې ددوی هدف په پاکستان د بشپړ اسلامي نظام نافذول دي

•
•
•

نور کیسې

دوستم: طالبان د هېواد د ګټو پر ځای یوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۲۹ GMT+۱
دوستم: طالبان د هېواد د ګټو پر ځای یوازې د خپلو ګټو لپاره کار کوي
100%

د ملي اسلامي جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم د ازبکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت طالبان تورن کړي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د زور او یواړخیز سیاست له لارې د نورو قومونو حقوق محدود کړي. دوستم وايي، دغه ډله یوازې خپلو ګټو ته کار کوي.

جنرال دوستم د ازبکي ژبې د ملي ورځې په مناسبت په خپل پیغام کې، چې د تلې پر ۲۹مه یې خپور کړی، د ازبکي ژبې د اهمیت یادونه کړې او ویلي یې دي، چې دا ژبه د ازبکانو تاریخي او کلتوري هویت څرګندوي او د ملت لپاره لوی ارزښت لري.

دوستم زیاته کړې چې د ژبې د خوندي ساتلو او ودې لپاره نسلونه هڅې شوې او له دې لارې دا فرهنګي او تاریخي میراث ژوندی ساتل شوی.

هغه د افغانستان د ټولو قومونو د یووالي، عدالت او برابرۍ یادونه کړې او ټینګار یې کړی چې هېڅ ګوند یا قوم د هېواد د ټولو خلکو حقونه نه شي محدودولی.

دوستم ویلي، « دا هېواد یوازې په یوه قوم پورې محدود نه دی. زموږ د هېواد ټول قومونه، پښتانه، تاجکان، ترکمنان، بلوچان، هزاره او نور زموږ په وطن پورې اړه لري. زموږ تاریخي او ملي مسوولیت دا دی چې ټول قومونه په عدالت، برابرۍ او یووالي کې ژوند وکړي».

نوموړي ویلی، چې هر قوم حق لري خپله ژبه، فرهنګ او هویت وساتي او د ژبې او فرهنګ د نابودولو هڅې د سزا وړ دي.

دوستم په خپل پیغام کې طالبان تورن کړي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې د زور او یو اړخیز سیاست له لارې د نورو ژبو او قومونو حقوق محدود کړي او انساني کرامت ته یې زیان رسولی.

هغه زیاته کړې، « د دې ډلې اقدامات د هېواد او ملت د ګټې پر ځای د تاوتریخوالي او تباهۍ سبب شوي دي.»

هغه په پای کې ویلي، چې « د الله په مرسته او د خلکو په همکارۍ به موږ د ملت حقونه خوندي کړو او پرمختګ ته به لار هواره کړو».

طالبانو د کابل د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۱۱ پولیس فارغ کړل

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۳:۰۵ GMT+۱
طالبانو د کابل د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه ۴۱۱ پولیس فارغ کړل
100%

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع وايي چې د کابل ولایت د پولیسو ښوونیز او روزنیز مرکز څخه د ۴۱۱ «اسلامي پولیسو» د فراغت مراسم د یوې رسمي غونډې په ترڅ کې ترسره شول. نوموړي دا نه ده روښانه کړې، چې فارغو شويو پولیسو څومره موده نظامي زده کړې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند نن سې شنبه، د تلې ۲۹مه، په اېکس کې لیکلي، چې په دې مراسمو کې فارغو شویو پولیسو د ترلاسه شویو زده کړو پر اساس ځانګړي نظامي حرکتونه نندارې ته وړاندې کړل.

په دې مراسمو کې د طالبانو د کورنیو چارو وزارت د ښوونې او روزنې قوماندان پاسوال قاري روح الله (عبیده) او د کابل د علماوو شورا رییس خلیفه دین محمد فارغو شوو پولیسو ته د شرعي احکامو پلي کولو او د ښو اخلاقو او صداقت په تړاو ویناوې کړې دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند وايي، چې د غونډې په پای کې فارغو شویو کسانو ته د فراغت سندونه ورکړل شول.

سږ کال په افغانستان کې له یو میلیون مټریک ټنو ډېرې هندواڼې تولید شوې دي

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۵۵ GMT+۱
سږ کال په افغانستان کې له یو میلیون مټریک ټنو ډېرې هندواڼې تولید شوې دي
100%

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت ویلي چې سږ کال په ټول هېواد کې له یو میلیون او ۳۲۲ زره مټریک ټنو ډېرې هندواڼې تولید شوې دي. یاد وزارت زیاتوي چې سږکال په ټول هېواد کې پر ۷۸ زره او ۸۰۸ هکټاره ځمکه هندواڼې کرل شوې وې.

د دغه وزارت د چارواکو ویلي، هڅه کوي د کورنیو او بهرنیو بازارونو په پراخولو سره د هېواد کرنیزو محصولاتو لپاره د غوره پلور زمینه برابره کړي.

د طالبانو د کرنې، مالدارۍ او اوبو لګولو وزارت د اطلاعاتو رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي ویلي چې یاد وزارت غواړي په بهرنیو بازارونو کې د کورنیو مېوو او سبزیو لپاره بازارونه برابر کړي، خو دا یې نه ده روښانه کړې، چې څه ډول دغه بازارونه پیدا کوي.

د یاد وزارت په وینا، په فراه، بلخ او بادغیس ولایتونو کې د هندواڼو حاصلات ښه او زیات دي.

همدا راز د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، له انګورو وروسته هندواڼه په ټول هېواد کې تر ټولو ډېر تولید لري.

عام بزګر او بڼوال شکایت کوي چې په کوردننه یې میوې د سړو خونو د نشتوالي او مارکیټ ته د ناوخته رسېدو له امله ضایع کیږي او بهر ته د مېوو په فصلونو کې امنیتي ستونزې او د لارو بندښت هر کال دوی ته میلیونونه افغانۍ زیان رسوي.

سږ کال هم د میوو په فصل کې د تورخم، سپین بولدک او نورو لارو د بندېدو له امله ګڼو بڼوالو ته مالي زیان اوښتی دی.

له دې وړاندې د انټرنیټ قطع کېدو هم په ګمرکونو کې ستونزې رامنځته کړې وې، چې افغان سوداګرو ته یې ګڼ مالي زیانونه واړول.

د ازبکي ژبې ملي ورځ سږکال هم په افغانستان کې و نه‌نمانځل شوه

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۲:۰۳ GMT+۱
د ازبکي ژبې ملي ورځ سږکال هم په افغانستان کې و نه‌نمانځل شوه
100%

د افغانستان د میلیونونو خلکو د فرهنګي هویت نښه، ازبکي ژبه، چې د جمهوریت پرمهال هر کال د تلې په ۲۹مه د ملي ورځې په نوم نمانځل کېده، سږکال په افغانستان کې له رسمي مراسمو پرته تېره شوه. فرهنګي فعالان او پخواني دولتي چارواکي د دې ژبې د رسمي ملاتړ د نشتوالي په اړه اندېښنه ښيي.

د ازبکي ژبې ملي ورځ، چې د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني په وخت کې د افغانستان په کلتوري تقویم کې ثبت شوې، سږکال د رسمي نمانځنې له مراسمو پرته تېره شوه.

ازبکي ژبه د هېواد د شاوخوا څلورو میلیونو خلکو د ورځني ژوند ژبه بلل کېږي او د افغانستان درېیمه ډېره ویل کېدونکې ژبه ده.

د فرهنګي چارو کارپوهان وايي، د ازبکي ژبې د ودې لپاره تر اوسه هېڅ منسجمه دولتي تګلاره نه ده جوړه شوې.

د درسي کتابونو کمښت، د ښوونکو نشتوالی او د ژبې د معیاري تدریس نشتوالی هغه ستونزې دي چې د دې ژبې ویونکي له کلونو راهیسې ورسره مخ دي.

د افغانستان د مشرانو جرګې پخوانۍ غړې راحله دوستم د ازبکي ژبې ملي ورځې په مناسبت په ویلي، « د ازبکي ژبې ملي ورځ ټولو تورکتبارانو، ویونکو او د دې ژبې مینه‌والو ته مبارکي وایم، ازبکي ژبه د افغان ملت د فرهنګي او تاریخي هویت مهمه برخه ده چې د نسلونو په زړونو کې ځای لري او تل یې د دوستۍ او پوهې پیغام رسولی دی.»

نوموړې زیاته کړې چې که څه هم په وروستیو کلونو کې د ازبکي ژبې د زده‌کړې او د رسنیو برخه کې پرمختګونه شوي، خو «لا هم د درسي منابعو کمښت، د روښانه ژبنۍ پالیسي نشتوالی، او د رسمي بنسټونو بې‌پامي، په تېره بیا د اوسني حاکمیت پر مهال، جدي ننګونې دي».

د هغې په وینا، د ازبکي ژبې ملي ورځ یوازې د ویاړ نه، بلکې د ګډ مسوولیت یادونه ده چې باید د دې ژبې د ژوندي ساتلو، پراختیا او علمي اعتبار لپاره ګډ ګامونه پورته شي.

د ملاهبت الله د فرمانونو له مخې ۱۹ زره او ۹۹۸ بندیانو ته بښنه او تخفیف ورکړل شوی

۲۹ تله ۱۴۰۴ - ۲۱ اکتوبر ۲۰۲۵، ۱۱:۳۶ GMT+۱
د ملاهبت الله د فرمانونو له مخې ۱۹ زره او ۹۹۸ بندیانو ته بښنه او تخفیف ورکړل شوی
100%

د طالبانو تر واک لاندې د زندانونو چارو د سمون اداره وايي چې ددې ډلې له بیاځلي واکمنېدو راهسې د ملاهبت الله د فرمانونو پر بنسټ ۱۹ زره او ۹۹۸ زندانیانو ته بښنه او یا تخفیف ورکړل شوی. په دې موده کې ۱۵۵۵ افغان بندیان له ایران، کویټ او اذربایجان څخه هېواد ته را لېږدول شوي دي.

د طالبانو تر واک لاندې د افغانستان د ملي ټلوېزیون د خبر له مخې، د زندانونو د چارو د سمون ادارې په دې موده کې له ایران څخه د رااستول شویو ۵۸۳ بندیانو او له اذربایجان څخه د را لېږدول شویو ۸ بندیانو اسناد د ارزونې په موخه سترې محکمې ته لېږل شوي، چې له دې ډلې ۱۶۴ بندیان ازاد شوي دي.

د طالبانو زندانونو چارو د سمون ادارې په وینا، په تېرو څلورو کلونو کې یې د هېواد په ټولو زندانونو کې د بندیانو لپاره ۲۶ زره او ۸۸۴ شخصي دوسیې ترتیب کړې دي.

د یادې ادارې د شمیرو له مخې، اوس‌مهال د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې ۸ ښوونځي او ۷۲ روغتیايي مرکزونه فعال دي، چې د بندیانو لپاره ښوونیز او روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي.

دې ادارې ویلي، چې د هېواد په ټولو زندانونو کې یې د بندیانو لپاره د سواد زده‌کړې پروګرامونه پيل کړي او اوس‌مهال یې ۵ زره او ۸۸۹ پرسونل او بندیان په زده‌کړو بوخت دي.

یاده اداره زیاتوي، چې د کتابتونونو فعالول یې له نورو مهمو لاسته‌راوړنو څخه دي، چې په تېرو څلورو کلونو کې یې ۹ زره او ۹۵۲ جلده بېلابېل کتابونه د مرکز او ولایتونو په زندانونو کې وېشلي دي.

طالبانو دا نه دي ویلي، چې بندیانو ته یې څه ډول کتابونه وېشلي دي، خو دې ډلې په ازاد مارکیټ او کتابپلورنځیو او کتابتونونو کې پر ګڼو کتابونو بندیزونه لګولي او ځینې یې له کتابپلورنځیو راټول کړي دي.

ډېری دغه کتابونه له دې امله له کتابتونونو او کتابپلورنځیو ټول شوي، چې محتوا او یا د محتوا یوه برخه یې ددې ډلې له سیاستونو سره په ټکر کې ګڼل شوې.