• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د هوا پوهنې اداره: د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل شوی

۸ زمری ۱۴۰۳ - ۲۹ جولای ۲۰۲۴، ۱۵:۵۴ GMT+۱

د طالبانو د ټرانسپورټ او هوایي چلند وزارت د هوا پېژندنې ریاست سبا ته د هېواد په ۱۳ ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو اټکل کړی دی.

دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره په بدخشان، نورستان، کونړ، لغمان، ننګرهار، لوګر، پکتیا، خوست، پکتیکا، غزني، میدان وردګ، زابل او کندهار ولایتونو کې د بارانونو، سېلابونو او تېزو بادونو د پېښېدو اټکل کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې؛ د ورېدونکو بارانونو کچه په بېلابېلو سیمو کې (له ۱۵ تر ۴۵ ) ملي مترو وړاندوینه شوې ده.
په خبرپاڼه کې دغه راز راغلي، چې په شمالي، لوېدیځو، سوېلي، ختیځو او مرکزي ولایتونو کې د چټکو بادونو، خاورو او دوړو د را الوتلو اټکل هم شوی دی.
په خبرپانه کې د دغو چټکو بادونو، خاورو او دوړو د سرعت کچه بیا په بېلابېلو سیمو کې له (۵۰ تر ۹۰) کیلومتره په ساعت کې بلل شوې ده.
افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی، چې د نړۍوال اقلیم له بدلون وروسته د زلزلو، بارانونو او سېلابونو په شان ډېرو طبیعي پېښو ځپلی دی.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي
۱

د طالبانو ادعا: په کامدېش کې له پاکستان څخه د وراوښتې ۴۰۰ کسیزې ډلې ۵۸ غړي نیول شوي

۲

په جوزجان کې د قابلو کمښت: د بلقیس ماشوم مړ او خپله د مرګ تر کومي ورسېده

۳

برېتانیا د افغان مېرمنو او فلسطیني پناه‌غوښتونکو لپاره د بیامېشتېدنې نوې لار پرانیزي

۴

معلوماتو ته د لاسرسي نړۍواله ورځ؛ د معلوماتو دروازې لاهم د افغان خبریالانو پر مخ تړلې دي

۵

د خوښۍ وړه کړکۍ؛ د کابل د دوو خویندو طنزي ټوټې