ماهرنګ بلوڅ په ټول بلوچستان کې د کاربندیز او لاریونونو اعلان وکړ

د بلوڅانو د غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، چې نن سه شنبې د (زمري نهمه) به په ټول بلوچستان کې کاربندیز وي او خلک دې لاریونونو ته راووځي. هغه وايي، د بلوچستان پر کانونو او زېرمو نورو ته د لاسوهنې اجازه نه ورکوي.