• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان: د صادراتو د معیاري کولو په موخه د پروسس شپږ زونونه جوړوو

۹ زمری ۱۴۰۳ - ۳۰ جولای ۲۰۲۴، ۰۶:۰۲ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې د صادارتو د پراختیا او معیاري کولو په موخه کابل، کندهار، هرات، بلخ، ننګرهار او پکتیا ولایتونو کې له نړېوالو معیارونو سره سم د صادراتو د پروسس او بسته بندۍ زونونه جوړوي.

دغه معاونیت وایي، چې د تېرو دوو کلونو پرتله د افغانستان د صادراتو کچه دوه برابره زیاته شوې ده.
خو واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته په افغانستان داسې خپلواکه اداره او سوداګریزې خونې نه شته چې د دوی دا ډول شمېرې تایید یا ردې کړي.
‏ د طالبانو د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، دا مهال په ۲۴ سوداګریزو سکټورونو کې د نړۍ شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته په عادي ډول صادرات کیږي.
خو د روان کال د وري میاشتې په وروستیو کې د طالبانو احصایې ادارې خبر ورکړی و، چې په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان د صادراتو کچه د ۱۴۰۱ کال پرتله ۳۲،۹ میلیونه ډالر توپیر ښيي، چې څه باندې ۱۹ سلنه کمه شوې ده.
دغې ادارې ویلي و، چې د ۱۴۰۲ کال د کب تر میاشتې پورې د افغانستان د صادراتو کچه څه باندې ۱۴۱ میلیونه ډالره وه.
په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان او پاکستان تر منځ د ځمکې له لارې سوداګري د سرحدي شخړو او سوداګریزو اختلافاتو له امله څو ځلې ګډوډه شوې وه.
همدارنګه پاکستاني رسنیو راپور ورکړی چې پاکستان له افغانستانه د ډبرو سکرو واردات کم کړي چې د طالبانو د حکومت تر ټولو مهم سوداګریز محصول دی.
د طالبانو د احصایې او معلوماتو ادارې د معلوماتو له مخې، په ۱۴۰۱ کال کې د افغانستان ډېری صادرات پاکستان، هند او چین ته کېدل، خو په ۱۴۰۲ کال کې د افغانستان ډېری صادرات پاکستان، هند او متحده عربي اماراتو ته شوي.

ډېر لیدل شوي

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي
۱

د طالبانو د کلیو بیا رغونې وزیر: د افغانانو او پاکستانیانو وینه تویول حرام دي

۲
ځانګړی

د ایران او طالبانو یارانه؛ ستراتیژیک شراکت که له یو او بله ابزاري استفاده؟

۳

سرچینې: طالبانو عمار یاسر ته پر هبت الله د وروستیو نیوکو له امله توصیه کړې ده

۴

د جرمونو نړیوالې محکمې له لوري د نیولو حکمونه؛ څلور طالب چارواکي څوک او پر څه تورن دي؟

۵

د پاکستان استازي په افغانستان کې پر وسله والو د بریدونو د دوام خبر ور کړی