ملګري ملتونه: طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي

ملګري ملتونه وایي، چې طالبانو په تېرو ۳ میاشتو کې د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۴۷ کسان په عام محضر کې په دورو وهلي دي. ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د خپل ۳ میاشتني راپور په خپرولو سره ویلي؛ طالبانو دغه کسان (د وري له ۱۳مې د چنګاښ تر ۱۰مې) پورې په دورو وهلي دي.




