د جماعت اسلامي له پرلته پنځه ورځې تېرې شوې، خو حکومت یې لا غوښتنې نه دي منلې

د پاکستان پلازمېنې اسلام اباد ته څېرمه په راولپنډۍ کې د جماعت اسلامي هغه پرلت چې پنځه ورځې وړاندې یې په دغه هیواد کې د گرانۍ، لوړې مالیې او برېښنا لوړې بیې په غبرګون کې پیل کړی، لا هم روان دی. د دغه ګوند مشر حافظ نعیم الرحمان وايي، حکومت یې لاهم غوښتنې نه دي منلې.