• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

طالبان په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما راپور له واقعیت لرې بولي

۱۱ زمری ۱۴۰۳ - ۱ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۲۸ GMT+۱تازه شوی: ۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۳:۳۲ GMT+۱

د طالبانو د ویاند مرستیال په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه د یوناما وروستی درې میاشتینی راپور له «واقعیت لرې او عقده يي» وباله. حمدالله فطرت وایي، «په افغانستان کې شرعي قوانین نافذ او د ټولو افغانانو شرعي حقوق تامین دي.»

یوناما دوه ورځې وړاندې په افغانستان کې د بشري حقونو، ښځو، رسنیو او په عام محضر کې د خلکو د مجازات په اړه خپل درې میاشتنی راپور خپور کړ.
په راپور کې راغلي، چې په تېرو درېو میاشتو کې پر ښځو او رسنیو د طالبانو محدودیتونه زیات شوي دي.
د راپور په بله برخه کې راغلي، چې په تېرو درېو میاشتو کې طالبانو د ۲۸ ښځو په ګډون ۱۴۷ کسان په عام محضر کې مجازات کړي دي.
یوناما په دې راپور کې د ۶۰ کسانو د خپلسرو نیونو، د ۱۰ کسانو د شکنجه کولو او د تېر حکومت د پنځو چارواکو او د امنیتي ځواکونو وژنې مستند کړې دي.
خو حمدالله فطرت بیا د دغه راپور په غبرګون په خپل اېکس کې لیکلي: «موږ د یوناما دا راپور ردوو او طالبان د خلکو حقوقو ته د یوې شرعي او دیني وجیبې په سترګه ګوري.»
یوناما د طالبانو کړنې د بشري حقونو نقض بولي، خو فطرت وایي: «دا څرګندونې د اسلامي شریعت د سپیڅلو احکامو ښکاره بې احترامي ده او د مسلمانانو احساسات ژوبلوي.»
د نوموړي په خبره، یوناما باید د افغانستان د مسلمانې ټولنې معتقداتو او باورونو ته درناوی ولري.
یوناما په خپل راپور کې د افغانستان د امنیتي وضعیت په اړه هم لیکلي، چې په تېرو درېو میاشتو کې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د اتو ترهګریزو بریدونو له امله ۱۶ ملکي کسان وژل شوي او اووه ویشت نور ټپيان شوي دي.
د راپور له مخې؛ ډېری دا بریدونه او نښتې په کابل، هرات، بامیان، کندهار او بدخشان ولایتونو کې شوې دي.

ډېر لیدل شوي

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي
۱

نصیر احمد فایق: د افغانستان د راتلونکي لپاره دې د افغانانو په مشرۍ سیاسي بهیر پیل شي

۲
روغتیا او ژوند

غواړئ وزن کم کړئ؟

۳

مدني بنسټونو د طالبانو د ځواب ویلو لپاره د عملي ګامونو غوښتنه کړې ده

۴

په درېیو کلونو کې؛ له پاکستان نه ۲.۷ مېلیونه افغان کډوال بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي

۵

ریچارډ بېنېټ: د طالبانو د حساب ورکونې لپاره نړیوال میکانیزم د جوړېدو په حال کې دی