• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د اردوغان د کابینې وزیر په دوحه کې له انس حقاني سره ګرم روغبړ کړی

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۶ GMT+۱

د طالبانو یوې رسنیزې څېرې داسې تصویرونه خپاره کړي، چې د حقاني شبکې غړی او د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر په قطر کې د اسماعیل هنیه جنازې کې د ګرم روغبړ په حال کې ښيي.

محمد جلال وويل، چې هاکان فيدان له انس حقاني سره د افغانستان او ترکيې د «ورورولۍ» په اړه خبرې کړې دي.
په هغو عکسونو کې چې د طالبانو رسنیزې څیرې محمد جلال پر اېکس خپاره کړي، انس حقاني او هاکا فیدان په داسې حال کې لیدل شوي چې د یو بل لاسونه یې په کلکه نیولي او سره خاندي.
ښاغلي جلال د جمعې په ورځ ( د زمري ۱۲مه) پر اېکس لیکلي، چې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر د طالبانو هغه پلاوي سره ستړي مشي وکړه، چې د اسماعیل هنیه د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته تللی و.
ترکیه له طالبانو سره نږدې اړیکې لري. دغه هېواد یو شمېر طالب ډیپلوماټان منلي دي.
د طالبانو یو پلاوی چې په کې د رییس الوزراء مرستیال عبدالکبیر او د سراج الدین حقاني ورور انس حقاني هم شامل دي د حماس د سیاسي دفتر د مشر د جنازې په مراسمو کې د ګډون لپاره دوحې ته تللي دي.
د حماس د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه د تېرې چهارشنبې په سهار په تهران کې په خپل مېلمستون کې په یو برید کې ووژل شو.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي