• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ماهرنګ بلوڅ: موږ له پیله دولت ته دا څرګنده کړې، چې د زور په کارولو سره نه کمزوري کېږو

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۰۷:۱۶ GMT+۱

د بلوڅانو د غورځنګ مشرې ماهرنګ بلوڅ ويلي، چې په ګوادر کې د دوی احتجاج په پنځمه ورځ هم دوام لري. هغې په اېکس پاڼه لیکلي، چې په دغه احتجاج کې زرګونه کسانو برخه اخیستې ده.

د نوموړې په لیکنه کې راغلي، د دولت له‌خوا د زور له پرله پسې کارونې سره، سره د احتجاج د ګډونوالو مورال لاهم پیاوړی دی.
هغې زیاته کړې:« موږ له پیله دولت ته دا څرګنده کړې، چې د زور په کارولو سره نه کمزوري کېږو او نه هم د زور په وړاندې د سر ټیټولو عادت لرو.»
د هغې په وینا، که دولت له دې څخه د زيات ځواک په کارولو سره لېوالتيا ولري نو د خپلو ګټو لپاره یې کارولی شي؛ خو دغه ولسي مقاومت په هېڅ ډول د زور په کارولو سره نه شي ختمېدای.
هغې په ټینګار سره ویلي، چې دوی به خپل سوله‌ییز احتجاجونه جاري وساتي.
تر دې وړاندې د بلوڅانو غورځنګ ادعا کړې وه، چې پوځ د احتجاج د ګډوډولو لپاره له زور کار اخیستی چې د ښځو او ماشومانو په ګډون یې ډېر احتجاج کوونکي ټپیان کړي دي.
خو بیا د پاکستان پوځ ویلي و، په ګوادر ښار کې پر امنیتي ځواکونو د احتجاج کوونکو په برید کې یو عسکر وژل شوی او ۱۶ نور ټپیان دي.
دغه احتجاج کوونکي د خپل غورځنګ د هغو غړو د خلاصون غوښتونکي دي، چې د پاکستان امنیتي ځواکونو له‌خوا نیول شوي دي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۴

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل

۵
روغتیا او ژوند

روغتیايي مرکزونه کې د درملو کمښت؛ د افغانستان په سویل کې ناروغان له سخت کړاو سره مخ دي