• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

ترکیې د قوانینو د نه مراعاتولو له امله انسټاګرام ته لاسرسی بند کړ

۱۲ زمری ۱۴۰۳ - ۲ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۰۸ GMT+۱

د ترکیې د حکومت یو وزیر د جمعې په ورځ وویل، چې هېواد کې ټولنیزې رسنۍ انسټاګرام ته لاسرسی د هېواد د «قوانینو او مقرراتو» د نه مراعاتولو له امله بند شوی دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، ترکیې د دې شبکې په کارولو د بندیز لامل او موده نه ده ښودلې، خو دغه اقدام د ترکیې د ولسمشرۍ د ارتباطاتو د مرکز د مشر فخرالدین التون له څرګندونو وروسته شوی دی. التون د چهارشنبې په ورځ (د زمري ۱۰مه) د هنیه د مړینې لپاره د کاروونکو د خواخوږۍ پوسټونو بندولو له امله پر اسټاګرام انتقاد وکړ.

هغه وايي: «موږ انسټاګرام ته د ځینو سرغړونو په اړه خبرداری ورکړی و. موږ غواړو چې ځینې مقررات تعقیب شي، موږ مداخله کوو کله چې دوی قانوني مقررات او عامه حساسیتونه له پامه غورځوي.»

د حماس د سیاسي دفتر د مشر اسماعیل هنیه له مړینې وروسته انسټاګرام د هغه په ​​اړه ځینې پوسټونه لرې کړي دي.

د ترکیې د ترانسپورت او زیربنا وزیر عبدالقادر اروغلو وویل: «له دوی سره په تماس کې یوو، زموږ حساسیتونه روښانه دي، څومره ژر چې دوی دا نیمګړتیاوې سمې کړي، موږ به بندیز لرې کړو.

هغه زیاته کړه: «دا هېواد قوانین او مقررات لري.» خو هغه روښانه نه کړه چې نیمګړتیاوې څه دي.

د انټرنېټ څارونکي نټ بلوګز وویل، چې د جمعې په ورځ د محکمې له حکم وروسته په ترکیه کې انسټاګرام ته لاسرسی محدود شوی دی.

د ترکیې د مخابراتو مشر فرحتین التون د چهارشنبې په ورځ په انسټاګرام باندې د هغه څه له امله انتقاد وکړ چې هغه یې په تهران کې د هنیه له وژل کیدو وروسته د خواخوږۍ پوسټونو بندولو پریکړه بولي.

هغه پر خپلې اېکس پاڼه لیکلي: «ساده او واضیح یې وایم دا سانسور دی.»

میټا شرکت تر اوسه د دې بندیز یا التون د څرګندونو په اړه څه نه دي ویلي.

ترکیه د هغو هېوادونو په لېست کې شامله ده، چې د بیان له ازادۍ څخه سرغړاوی کوي او په ځلونو یې د خپلو مخالفینو پر ضد له سانسور څخه کار اخیستی دی.

په تېرو کلونو کې دغه هېواد په پرله پسې ډول د بېلابېلو دلایلو له مخې ټولنیزې شبکې لکه فیسبوک، یوټیوب او اېکس بندې کړې دي.

ډېر لیدل شوي

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟
۱

ولې د امریکا تر وتلو وروسته د افغانستان جمهوري حکومت ړنګ خو عراق پر خپل ځای ولاړ دی؟

۲

پاکستان په سپټمبر کې د افغانستان دننه درې هوايي بریدونو کړي

۳

طالبان د هند په مالي ملاتړ له بېلاروس څخه ډرونونه او وسلې اخلي

۴

پر هبت الله د طالبانو د چارواکي نیوکه:«مننه مشره چې له وهلو خوړلو سره دې عادت کړو»

۵

کابل کې د چین سفیر: له افغانستان سره مو اړیکې ژورې شوي او عملي همکارۍ هم پیل شوي