په کېرالا کې د ځمکې ښويېدنې په پېښه کې د مړو شمېر ۲۱۰ ته لوړ شو او ۳۰۰ کسان لادرکه دي

د هند په کېرالا کې د ځمکې ښويېدنې پېښې په پنځمه ورځ تر خاورو لاندې د را اېستل شويو مړو شمېر ۲۱۰ ته لوړ شو. د هندۍ رسنۍ هندوستان ټایمز د راپورونو له مخې، په دغې پېښه کې ۱۸۷ کسان تازه له درملنې وروسته له روغتونونو رخصت شوي دي او ۳۰۰ کسان لا هم لادرکه دي.