• العربية
  • فارسی
  • English
BrandBrand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

په مشهد کې د افغانستان قونسولګرۍ د پاسپورت د وېش او مودې غځولو بهیر بیا پیل کړ

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۲۴ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې د ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګرۍ خبر ورکړی، چې د برېښنايي پاسپورټونو د وېش او مودې غځولو بهیر یې پیل کړی دی.

په خبر پاڼه کې راغلي، چې د پاسپورټ غوښتونکي کولای شي سر له شنبې د (زمري ۱۳مه) دې دغې ادارې ته خپل غوښتنلیکونه وسپاري.

دغې قونسلګرۍ د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۱مه) په ټلګرام کانال کې ولیکل، چې «د برېښنايي پاسپورټ، د پاسپورټ د تمدید، ویزو او روډ پاس» غوښتونکي کولای شي چې د اړینو اسنادو سره دغې ادارې ته ورشي.
دا رنګه قونسلګرۍ په یوه بله خبرتیا کې لیکلي، چې «د ایران له‌خوا پر سټیکر لرونکو پاسپورټونو د ویزو د نه لګولو ستونزه هواره شوې ده.»
ایران په مشهد کې د افغانستان قونسلګري طالبانو ته پرېښوده او دا مهال د فیض الرحمن عطايي په نوم یو ملا په مشهد کې د طالبانو د قونسل په توګه دنده ترسره کوي.
د ایران د بهرنیو چارو په وزارت کې یوه چارواکي احمد معصومي فر د اېسنا خبري اژانس ته ویلي، هغه کس چې دا مهال د افغانستان د قونسل په توګه ګومارل شوی د لنډمهال لپاره به چارې سمبالوي.
فیض‌الرحمن عطایي د دوشنبې په ورځ (د زمري په ۸مه) د یوې غونډې په ترڅ کې د طالبانو د نوي قونسل په توګه کارکوونکو ته وروپېژندل شو.
له هغه وړاندې په مشهد کې د افغانستان سر قونسل عبدالجابر انصار منلې وه، چې د هغه د ماموریت موده پای ته رسېدلې ده.
سرچېنو ویلي، چې د قونسل دغه ادلون بدلون د طالبانو او ایراني چارواکو له هوکړې وروسته شوی دی.

ډېر لیدل شوي

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي
۱

د هبت الله د استوګنځي په څو کیلومټرۍ کې ګڼې ښځې او ماشومـان سوالګري کوي

۲

موندنې: اسټرالیایي ځواکونو د ملکي افغانانو تر وژلو وروسته د هغوی پر جسدونو وسلې ایښودلې

۳

فایق: د طالبانو سیاستونه نه له اسلامي لارښوونو سره سمون لري او نه له افغاني دودونو سره

۴

نرګس نهان او فوزیه کوفي د افغان نجونو د زده‌کړو په اړه د ذاکر نایک څرګندونې وغندلې

۵

ملګري ملتونه: په افغانستان کې د کوکنارو تولید تر پنځه برابره زیات شوی