• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت له افغان کارپوهانو وغوښتل، چې خپل هېواد ته ستانه شي

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۳۱ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر په کابل کې د یوې خبري غونډې پر مهال له افغان کارپوهانو غوښتنه وکړه، چې خپل هېواد ته راستانه شي.

عبداللطیف منصور وویل، ځیني کاپوهان ښايي له طالبانو دا وېره ولري چې ترېنه غچ وانخلي؛ خو نوموړی وايي چې دوی کولای شي د طالبانو د مشر له «عمومي بخښنې» ګټه پورته کړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۳مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خبریالانو ته وویل، چې په دغو کارپوهانو د دولت لګښت شوی؛ که هغوی غواړي بېرته خپل هېواد ته راستانه شي، نو د هغوی د با عزته ستنېدو لپاره به دوی زمینه برابره کړي.
د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزیر داسې مهال افغان کارپوهان بېرته خپل هېواد ته د ستنېدلو لپاره هڅوي، چې یو شمېر دولتي او پوځي کارکوونکي افغانستان ته تر ستنېدو وروسته د طالبانو د استخباراتو له‌خوا نیول شوي دي.
سیمه‌ییزو سرچېنو د شنبې په ورځ افغانستان انټرنشنل ته وویل، چې د طالبانو د استخباراتو کارکوونکو د لغمان په ولایت کې،دوه تنه هغه پخواني پوځیان چې له ایرانه راستانه شوي وو، نیولي دي.
دغه دوه پخواني پوځیان «ګل‌نبي» او «پاچاګل» نومېده، چې له ایرانه د دولت شاه ولسوالۍ ته ستانه شوي وو.
تېره اونۍ د عبدالرشید دوستم په مشرۍ د افغانستان اسلامي جنبش هم ویلي و، چې د عزت الله په نوم د دوی یو قوماندان له ایرانه د ستنېدو وروسته د سرپل په ولایت کې وژل شوی و.

ډېر لیدل شوي

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟
۱
شننه

هغه څه و چې د سیمې امنیتي چارواکي یې کابل ته د تګ لپاره اړ کړل؟

۲
ځانګړی

پنځه کاله پټ ښوونځي

۳

د طالبانو ویاند د سپټمبر ۱۱مې بریدونه وغندل او له امریکا سره یې د اړیکو غوښتنه کړې

۴

انادولو خبري اژانس: د ترکیې د استخباراتو رييس له کابل سربېره کندهار ته هم سفر کړی

۵

د بلوچستان سترې محکمې تر پرېکړې وروسته؛ افغان محصلان د خپل راتلونکي په اړه اندېښمن دي