• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

کله چې نه تهران او نه کابل پناه درکوي؛ هغه ښځه چې له ۳۵ کلونو وروسته له ایرانه واېستل شوه

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۰۱ GMT+۱تازه شوی: ۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۱۲ GMT+۱

ایراني ورځپاڼې هم میهن په ایران کې د افغان کډوالو څیړونکې کبرا غلامي د ژوند او له ایرانه د هغې د ویستل کیدو په اړه ویلي، چې نومړې په ایران کې زیږدلې ده، ۳۵ کاله یې هلته ژوند کړی، زده کړې یې کړي، کار او مدني فعالیتونه یې کړي او بالاخره له هغه ځایه وېستل شوې ده.

د ایران پولیسو مېرمن غلامي ته په خپل شخصي موټر کې د حجاب د نه مراعت کولو په اړه په متني توګه تر خبرداري ورکولو وروسته دا پریکړه کړې ده.

د راپور له مخې، کبرا غلامي په ایران کې د استوګنې اسناد او د محصلۍ ویزه لري او موټر یې هم په خپل نوم ثبت دی، خو پولیسو ورته ویلي، چې «د شریعت خلاف» کړنو له امله دې د پاسپورټ دفتر ته ورشي.

هم میهن ورځپاڼې لیکلي، چې مېرمن غلامي وروسته له هغه چې د پاسپورټ دفتر ته ځي، مامورین یې پاسپورت اخلي او هغه د کرج استاندارد میدان کې یو کمپ ته انتقالوي.

د دې راپور له مخې، د مېرمن غلامي ملګرې او همکاره ستاره هاشمي د تېرې پنجشنبې په سهار د خپلې ملګري پیغامونه ګوري، چې په کې ویل شوي، چې د پاسپورټ له دفتر څخه یو کمپ ته لېږدول شوې ده. اغلې هاشمي په کرج کې کمپ ته ځي او خپله ملګرې ګوري چې «په بند» کې ده.

د هم میهن په راپور کې راغلي، چې کبرا غلامي د خپلې کورنۍ یوازینۍ غړې ده چې لوړې زده کړې لري.وروڼه یې په ایران کې کاریګر دي.

کبرا غلامي د الزهرا پوهنتون څخه په ټولنیزو علومو کې د ماسټرۍ سند لري. د هغې د تیزس موضوع د کډوالۍ د عواملو تر اغیز لاندې د افغان مېرمنو هویټ پیژندنه وه.

کبرا غلامي اوس چیرته ده؟

د هم میهن ورځپاڼې د راپور له مخې، د اړیکو څېړونکې او د نادولتي موسسو فعاله شیما وازايي د کبرا غلامي ملګرې ده، چې له ایرانه له ویستل کیدو وروسته د کبرا وضعیت څاري.

اغلې وزوایي ویلي، چې په غیر مستقیم ډول یې د ولایت مقام او هغو ادارو سره چې کبرا ورسره همکاري کړې، تماس نیولی او په دې اړه یې یو مکتوب هم استولی دی. هغې زیاته کړه: «موږ پوهیږو چې کبرا لا هم په ایران کې ده او د خراسان ولایت په یو کمپ کې اوسیږي.»

هغه افغانستان ته د اغلې غلامي د اېستلو د مخنیوي لپاره د ایران د وګړو د ادارې مداخله مهمه وبلله او ویې ویل، چې د دغې افغان کډوالې د اېستلو بهیر «په ډېره چټکۍ سره ترسره شو او هغې ته د راستنېدو او اعتراض هېڅ موقع نه ده ورکړل شوې.

شیما وزوایي وویل: «کبرا په ایران کې زده کوونکې وه، په مدني ټولنو کې یې فعالیت درلود او د استوګنې اسناد یې هم لرل، حتی د دې چانس یې هم نه درلود چې خپلې کورنۍ سره اړیکه ونیسي او یا وکیل ولري.»

هغې زیاته کړه: «کله ناکله وګړي مستقیم له اېستل کیږي ، خو موږ اوریدلي چې [کبرا غلامي] به د شنبې په سهار له ایرانه وویستل شي.»

یو شمېر مدني فعالان وايي، چې کبرا غلامي داسې هېواد ته لیږل کیږي، چې له ښځو یې د زده کړو، کار او ټولنیز فعالیت حق اخیستل شوی دی. ځینو دا هم لیکلي چې د کبرا غلامي اېستل به د طالبانو په لاس د هغې د مرګ خطر ډېر کړي.

تر دې مخکې هم، په څو مواردو کې په ایران کې مېشتو افغان کډوالو افغانستان انټرنشنل ته راپور ورکړی، چې ایراني چارواکي افغان کډوال د استوګنې رسمي اسنادو د لرلو سربیره له دغه هېواده اوباسي.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۳

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۴

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

۵

ازبکستان له چین څخه افغانستان ته نوې سوداګریزه لاره پرانېسته

•
•
•

نور کیسې

فاروق اعظم: د طالبانو هيڅ کړنه د ګاونډيانو په زیان نه ده

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۲۲ GMT+۱

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار وايي، چې د دوی هېڅ کړنه د ګاونډيانو په زيان نده او دا چې له سیندونو یوازې د خپل حق په اندازه اوبه اخلي چې ګاونډیو هیوادونه ته زیان ونه رسوي.

فاروق اعظم زياتوي، چې د تېرو ۴۰ کلونو جنګونو پرمهال د افغانستان ټولې اوبه ګاونډيانو کارولې، چې اوس باید دغه حالت اصلاح شي.

د طالبانو د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار فاروق اعظم نن شنبه (د زمري ۱۳مه) په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې په افغانستان کې ناامنۍ ختمه شوې او د تېرو ۴۰ کلنو ناامنۍ پر مهال هغه اوبه چې ګاونډيانو ته تللې باید اوس دغه وضعیت د خبرو اترو له لارې بدل شي.

د نوموړي په خبره، ګاونډيو هېوادونو په خپلو سېمو کې د اوبو د مهارولو لپاره تاسیسات جوړ کړي خو د د افغانستان اوبه بې له ګټې اخيستنې ضایع کيږي.

هغه زیاتوي: «افغانستان اوس مالک پیدا کړی او جنګونه نشته، دغه خراب حالت، چي دا ۴۰ کاله روان و اوهمسایه ګانو زموږ د اوبو څخه استفاده کوله، دغه حالت صحیح کېدو ته روان دی او موږ همسایه ګانو ته دا قناعت ورکولای شو، چې اوس ته باید صحیح حد ته قانع شې.»

فاروق اعظم وايي، چې د افغانستان اوبه د افغانانو او ګاونډیانو لپاره د «ژوند» کولو سرچینه ده.

د هغه په خبره، چې د طبعي منابعو د ګټې اخيستني لپاره باید د ګاونډيانو سره دوه اړخيزي خبري وشي.

نوموړی وايي: «د ګاونډیانو سره خبري په کار دي، چې کومي طبعي منابع دوی ته خدای ورکړي دي او موږ ته یې راکړي راځي د ټولو په ګټه یې استعمال کړو.»

فاروق اعظم په دې خبري ناسته کې وويل، چې د ایران سره يوازي د هلمند سیند تړون لري او «د ایران ختيځه برخه د شاوخوا ۴۰ سلنه اوبو اړتيا زموږ څخه پوره کوي.»

هغه وايي، چې په دې برخه کې د ایران سره دوستانه اړيکې پالل مهم دي او داسي لارې چارې باید مخ ته یو وړل شي، چې د دواړو هېوادونو په ګټه وي.

فاروق اعظم د خپلو خبرو په جريان کې د کونړ سيند ته په اشارې سره وويل، چې که په دغه سېمه کې د اوبو یو بند جوړ شي شاوخوا یونيم ميلون کيلواټه برېښنا به توليد کړي.

هغه وايي، چې له دې برېښنا څخه يوازي پنځه لکه کيلواټه د ننګرهار، لغمان او کونړ بشپړه اړتيا پوره کوي او پاته کولای شي، چې پر پاکستان وپلوري.

د ښاغلي اعظم په خبره، که د کونړ اوبه مهار او مديريت شي په کامه او ګوشته ولسواليو او د ډيورنډ کرښې ها غاړي خيبر پښتونخوا کې به د کرنيزو ځمکو د ویجاړې مخه ونیول شي.

هغه وايي: «پاکستان له دې بندو څخه هیڅ نه خرابيږي بلکي ګټه کوي، لامل یې دادی، چې دلته پراخې مځکې نشته او کونړ ټول غرونه دي.»

د نوموړي په تکو، که په کونړ کې د اوبو بند جوړ شي د پاکستان په ګټه دی او کیدای شي د یو تفاهم له لارې په لنډه فاصله کې برېښنا هم ورته ورسيږي.

یونېسف: په افغانستان کې له ۶۰٪ لږ ماشومان یوازې په لومړیو ۶ میاشتو کې د مور شیدې خوري

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۶:۰۰ GMT+۱

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق، یونېسف، وايي، په افغانستان کې له دوه پر درېیمې برخې ماشومانو ته یوازې په لومړیو شپږو میاشتو کې د مور شیدې ورکول کېږي.

یونېسف ویلي، چې له شپږمې میاشتې وروسته د مور شیدې کافي نه وي او نور خواړه لکهمیوه او ترکاري باید ماشومانو ته ورکړل شي.

د ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق پر اېکس خواله رسنۍ خپرې کړې اعلامیه کې ویلي، چې هڅه کوي د اروپايي ټولنې په همکارۍ دغه بهیر بدل کړي.

دا بدلون باید د تغذیې په اړه میندو ته د مشورې ورکولو له لارې ترسره شي، په دې تمرکز وکړي چې کله او څنګه د شیدو تغذیه وکړي، ترڅو د یونېسف په وینا، نوي زیږیدلي ماشومان خپل ژوند په ښه توګه پیل کړي.

دغې ادارې زیاته کړې، چې د مور شیدې ماشوم له شپږو میاشتو وروسته نه مړوي، او نور خوراکي مواد لکه مېوه، ترکاري او حبوبات باید د ماشوم د ورځني خوړو په پلان کې شامل شي.

یونېسف وايي، چې په افغانستان کې د اروپايي ټولنې د دفتر په مرسته، دغې ادارې د ښاري تغذیې په مرکزونو کې داسې پروګرامونه پیل کړي، چې میندې زده کړي چې څنګه له سیمه ییزو خوړو صحي خواړه جوړ کړي.

100%

طالبانو په غور کې د ۹ ډوله بېلابېلو تاريخي اثارو د ترلاسه کولو خبر ورکړی

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۳۹ GMT+۱

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر خبري اژانس وايي، چې دغې ډلې د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ په کوتل غورک سېمه کې ۹ ډوله بېلابېل تاريخي اثار کشف کړي دي. اژانس زياتوي، چې طالب استخباراتو دغه اثار د مالګي په يو کان کې ترلاسه کړي او د ولایت اطلاعاتو او کلتور رياست موزيم ته يې سپارلي دي.

باختر خبري اژانس د شنبې په ورځ د ځایي طالب استخباراتو له لوري د دغه تاریخي اثارو د ترلاسه کولو خبر ورکړی.

په خپرو شوو انځورونو کې لیدل کیږي چې په دغو تاريخي اثارو کې لوښي، کاسې او کوچنیو ګلاسونو ته ورته توکي شامل دي.

باختر اژانس دا نه دي ويلي، چې دغه اثارو څه ډول ترلاسه شوي او نه یې هم په تړاو د نیول شویو کسانو په اړه څه ويلي دي.

100%

څه موده مخکې د طالبانو د هنر او کلتور مرستيال عتيق الله عزيزي ويلي و، چې د دوی د مشر هبت الله اخوندزاده د ځانګړي فرمان له مخي د تاريخي اثارو او سيمو د تخريب او قاچاق مخنيوی يې کړی او د ځينو سيمو د ترمیم په برخه کې يې ستونزې حل شوې دي.

د عزيزي په خبره، چې له ډېرې مودې راهیسې يو شمېر کسان د تاريخي اثارو او شتمنيو د قاچاق، تخريب او لوټولو هڅې کوي، چې دوی یې مخنیوی کړی.

د تېرو جګړو پرمهال د افغانستان ډېر مهم تاریخي اثار لوټ شوي او له هېواده بهر لېږدول شوي دي او ځني تاريخي مېني د زورواکو له لوري غصب شوې هم دي.

وثیق: ګرمه او فزیکي جګړه پای ته رسېدلې، خو فکري او سړه جګړه لاهم دوام لري

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۳۰ GMT+۱

د طالبانو د استخباراتو مشر وایي، په افغانستان کې ګرمه او فزيکي جګړه پای ته رسېدلې؛ خو فکري او سړه جګړه لا هم دوام لري. د طالبانو تر واک لاندي باختر اژانس نن ليکلي، چې له سړې جګړې د عبدالحق وثيق موخه دا ده چې د دې ډلې مقابل لوری غواړي «مجاهدينو» پر څو ډلو ووېشي.

د طالبانو د استخباراتو مشر عبدالحق وثيق دا څرګندونې په کندهار کې د «اسلامي اردو ۶۰۰ مسولينو اصلاحي غونډې» ته کړې دي.

دې غونډه کې د طالبانو د مشر هبت الله په ګډون د طالبانو د ملي دفاع، د کورنیو چارو، د بهرنیو چارو، د امربالمعروف او د حج او اوقافو وزیرانو او دغه راز د ریاست الوزرا د اقتصادي مرستیالانو ګډون درلود.

په غونډه کې د طالبانو د استخباراتو د مشر وثيق په ګډون ټولو طالب ويناوالو پر خپل «منځي فکري يوالي او د امر پر اطاعت» ټينګار کړی.

د تېر اختر لمونځ کې هم د طالبانو مشر له خپلې ډلې د اطاعت او خپلمنځي اختلاف د نه کولو غوښتنه کړې وه

د امریکا د دفاع وزیر د سپټمبر د یوولسمې له تورنو کسانو سره تړون لغوه کړ

۱۳ زمری ۱۴۰۳ - ۳ اګست ۲۰۲۴، ۱۱:۳۹ GMT+۱

د امریکا د دفاع وزیر لويډ اسټین د نظامي څارنوالانو او د سپټمبر د یوولسمې پیښې د تورنو کسانو تر منځ یو تړون لغوه کړ. د دې تړون لغوه کېدو سره به امکان ولري خالد شیخ محمد او د هغه دوه ملګري اعدام شي. د رپوټونو له مخې دغو کسانو منلې وه، چې د عمري بند په بدل کې په جرم اعتراف وکړي.

د امریکا دفاع وزیر په یو یادښت کې د نظامي کمېسیون افسر او د ګوانتانامو د محکمې څارونکي سوزان اسکالي ته په خطاب کې لیکلي دي، چې "د دې قضیې د خطر ډک ماهیت په دې معنا دی چې د داسې پرېکړو مسوولیت باید زما په غاړه وي،"

لويډ اسټین ټینکار کړی دی، چې خالد شیخ محمد او د هغه دوه نور ملګري ولید محمد صالح مبارک بن عطاش او مصطفا احمد الحساوي د عمري بند وړ نه دي.

دغه کسان د ۲۰۰۰ لسیزې له پیل راهیسې د کیوبا په ګوانتانامو زندان کې ساتل کیږي.

د امریکا ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو د کمېټې مشر مایکل مک‌کال د دفاع وزیر لخوا د تړون لغوه کېدو په غبرکون کې ویلي "زه خوښ یم."

هغه وویل که کومه قضیه د اعدام حکم ایجاب کړي، همدغسې دې وشي.

د امریکايي رسنیو د راپور له مخې لومړي تړون د سپټمبر یوولسمې د قربانیانو حپلوان غوسه کړي وو.

خالد شیخ محمد په دې تورن دی چې په نیویارک او پنټګان کې د نړیوال سوداګریز مرکز ودانیو د ړنګولو لپاره یې د الوتکو د تښتولو نقشه یې جوړه کړې وه.

امریکا د دې برید په تعقیب چې د ۳ زره کسانو د وژل کېدو لامل شو، د دې پيښې د اصلي طراح اسامه بن لادن په کډون د القاعدې مشرانو نښه کولو لپاره افغانستان ته ځواکونه واستول او دوه لسیزه یې په دغه هېواد کې جکړه وکړه.

بن لادن له کابو یوې لسیزې تعقیب او پټیدو وروسته د ۲۰۱۱ کال د می په دویمه نېټه د امریکا د کومانډو ځواکونو په ځانګړو عملیاتو کې ووژل شو.