د بلوچستان ځایي حکومت د یوې هوکړې له مخې د بلوڅانو د غورځنګ ۷۷ نیول شوي غړي خوشې کړي دي

د بلوچستان حکومت د بلوڅانو د غورځنګ ۷۷ نیول شوي فعالان له یو لړ خبرو اترو وروسته د لیکلې هوکړې له مخې خوشې کړي دي. د بلوڅانو غورځنګ او حکومت تر منځ خبرې اترې تېره شپه په ګوادر کې تر سره شوې.