یونیسف: بنګله دېش کې د زدکوونکو په لاریونونو کې ۳۲ ماشومان وژل شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۳

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې ویلي، تېره میاشت په بنګله دېش کې د زدکوونکو په لاریونونو کې ۳۲ ماشومان وژل شوي دي.

یونیسف وویل، ماشومان د هغو ۲۰۰ کسانو په ډله کې دي، چې په بنګله دېش کې د حکومتي دندو د ډلبندۍ پر ضد پراخو لاریونونو کې وژل شوي دي.

د یونېسف ویاند وویل، تر ټولو کوچنی ماشوم چې په لاریونونو کې وژل شوی پنځه کلن و.

که څه هم د بنګله دېش د سترې محکمې له حکم وروسته د دولتي دندو لپاره د ډلبندۍ سیسټم لغوه شو، خو د زدکوونکو لاریونونه په کمه کچه دوام لري.

لاريونوال د وژل شويو، ټپيانو او نيول شويو کسانو لپاره د عدالت غوښتنه کوي.

د سوېلي اسیا لپاره د یونیسف سیمه ییز رییس سانجی ویجسکرا وویل چې هغه د بنګله دېش د سفر په جریان کې د ماشومانو د زنداني کېدو په اړه له راپورونو خبر دی. هغه زیاته کړه چې د ۳۲ ماشومانو مړینه "یوه لوی زیان" دی.

ویجسکرا وویل، ډیری وژل شوي ماشومان شاوخوا ۱۳ کلن یا لږ عمر درلود، چې یو یې له پنځو کلونو کم وو.

نور خبرونه

رادیو