• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

عبدالکبیر: افغانستان یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري او د هېچا تر اغېز لاندې نه دی

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۴۳ GMT+۱

د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال وایي، چې افغانستان یو خپلواک او ازاد ملي حاکمیت لري او د هېچا تر اغېز لاندې نه دی. عبدالکبیر په قطر کې له مېشتو افغان سوداګرو سره په کتنه کې وویل، چې دغه ډله له ډېرو هېوادونو سره ډیپلوماتیکې، اقتصادي‌ او سیاسي‌ اړیکې لري.

نوموړی دغه راز ټينګار کوي، چې په افغانستان کې فساد پای ته رسېدلی او پر ټول هېواد واحد اسلامي نظام حاکم دی.
د طالبانو تر واک لاندې ارګ د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دې کتنه کې په قطر کې مېشتو افغان سوداګرو بیا ویلي، چې د افغانستان امنیت ته په کتو سره غواړي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
عبدالکبیر په داسې حال کې د افغانستان د خپلواکۍ او ازادۍ خبره کوي، چې څه موده وړاندې یې په پنجشیر ولایت کې یوې غونډې ته په وینا کې ویلي و، چې د دې ډلې حکومت داسې امکانات نه لري، چې د افغانستان پر هوایي حریم د بې پیلوټه الوتکو د ګرځېدو مخه ونیسي.
له دې سره، د طالبانو د ملي دفاع وزیر ملا یعقوب مجاهد هم دا منلې، چې د افغانستان هوایي حریم د نورو هېوادونو په لاس کې دی.
د عبدالکبیر ترڅنګ ځینو طالب چارواکو له درېو کلونو راهیسې په افغانستان کې د فساد د له منځه تلو څرکندونې هم کوي، خو د ډېریو افغانانو په باور د دغې ډلې په راتګ سره نه یوازې دا چې فساد زیات شوی بلکې دغې ډلې ته محدود شوی دی.
د وروستیو څېړنو له مخې؛ پر افغانستان د طالبانو له واکمنۍ وروسته سره له دې چې په هېواد کې فساد ۱۲ درجې شاتګ کړی، خو معلوماتو ته نه لاسرسی ددې لامل شوی، چې د فساد اکثره ډولونه مستند نه شي.
سره له دې چې طالبان په افغانستان کې د بشپړ امنیت د ټينګښت، له فساد او د نشه یي توکو له کښت او تولید سره د جدي مبارزې او د ټولو افغانانو د حقونو د خوندیتوب ادعا کوي، خو په هېواد کې مېشت افغانان او ډېر شمېر هېوادونه بیا له افغانستانه د امنیتي ګواښونو له زیاتېدو او د طالبانو له خوا د بشري حقونو له نقضولو سرټکوي.

ډېر لیدل شوي

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو
۱

متقي: اسلامي نړۍ او لوېدیځ دواړه غواړي چې د نجونو ښوونځي پرانیزو

۲

په پاکستان کې افغان محصلان د خپلو زده‌کړو د بشپړېدو غوښتنه کوي

۳

سي‌بي‌اېس په ایران کې د امریکا د اېف ۱۵ الوتکې د پرېوتو نوي جزییات خپاره کړل

۴

په لندن کې یو افغان پناه‌غوښتونکي د یو کس پر وژلو اعتراف وکړ

۵

محمودخان اڅکزی: د افغانستان او عراق په جګړو کې امریکا او متحدینو یې مېلیونونه انسانان ووژل