طالبان: په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۰ کسان نیول شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۴

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت وایي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په ۷ ولایتونو کې د بېلابېلو جرمونو په تړاو ۳۰ کسان نیولي دي.
دغه وزارت ویلي، چې یاد شمېر کسان د غلا، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تړاو له تخار، زابل،سمنګان، بلخ، کندز، ننګرهار او هرات ولایتونو نیول شوي دي.

د طالبانو د سرپل امنیه قومندانۍ هم د غلا په ګډون د بېلابېلو جرمونو په تړاو د پنځلسو کسانو د نیولو خبر ورکړ.
سره له دې چې طالبان په هېواد کې د امنیت د ټینګښت ادعا کوي، خو هره ورځ د افغانستان له بېلا بېلو ښارونو په ځانګړې توګه له کابل څخه د وسله والو غلاوې زیاتې شوي دي.
د کابل ښار ځیني اوسېدونکي شکایت کوي، چې طالبان د وسله والو غلو په مخنیوي کې پاتې راغلي دي.
دوی وایي، چې په هېواد کې بېکاري او بېوزلي د وسله والو غلاوو او جنايي جرمونو اصلي لاملونه دي .
په کابل کې د طالبانو د امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ هم څو ورځې وړاندې د موټرو د غلاوو په تور د یوې ۱۸ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکړی و.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت بیا د کابل ښار په بېلابېلو برخو کې د عملیاتو په لړ کې ۲۱ تنه د نشه یي توکو د پلور، کارولو او لېږد په تړاو هم نیولي دي.
د یاد وزارت په خبره، پولیسو له نیول شویو کسانو څخه ۴ کیلو ګرامه چرس، څه باندې ۱۰۰۰ نشه یي ګولۍ او یوه اندازه تریاک هم نیولي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې افغانستان بیا د نړۍ د نفوسو د سروې له مخې په ۲۰۲۳کال کې د جرمونو د کچې له مخې په نړۍ کې څلورم ځای لري او اوس د ډېر شمېر هېوادوالو اندېښنه دا ده، چې د هرې ورځې په تېرېدو سره جنایي پېښې او غلاوې د زیاتېدو په حال کې دي.

نور خبرونه

رادیو