• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

د جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په منځني ختیځ کې د کړکېچ زیاتېدو په مخنیوي ټینګار وکړ

۱۵ زمری ۱۴۰۳ - ۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۲۲ GMT+۱

د جي اووه ډلې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه انلاین غونډه کې په منځني ختیځ کې له ټولو ښکېلو خواوو وغوښتل چې له داسې کړنو ډډه وکړي چې د کړکېچ د زیاتېدو لامل کېږي. دوی په یوه بیان کې په غزه کې د اوربند او د یرغمل شویو اسراییلي بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه.

د جي اووه ډلې په بیان کې راغلي چې د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ویډیو کنفرانس کې «د وروستیو پېښو په اړه په سیمه کې د کړکېچ د پراخېدو په اړه خپله ژوره اندېښنه څرګنده کړه.»

په بیان کې راغلي: «موږ له ښکېلو خواوو غواړو چې د هر هغه عمل مخه ونیسي چې خبرې اترې ګډوډوي او تاوتریخوالی زیاتوي.»

د جي اووه ډلې وزیرانو دغه راز په غزه کې د اوربند او د اسراییل د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون غوښتنه وکړه او دغه راز یې د فلسطین له خلکو سره د بشردوستانه مرستو د زیاتولو لپاره د دغې ډلې د غړیو هیوادونو په ژمنتیا ټینګار وکړ.

په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی، چې په غزه کې د اسراییل د لس میاشتنۍ جګړې له امله پیل شوی، په دې وروستیو ورځو کې په تهران کې د حماس د مشر اسماعیل هنیه تر وژل کیدو وروسته زیات شوی دی.

حزب الله او حماس چې د ایران ملاتړې ډلې دي، خبرداری ورکړی چې اسراییل ته به ځواب ورکړي.

په همدې حال کې په وروستیو ورځو کې د ایران له خوا د اسراییل پر هدفونو د بریدونو احتمال زیات شوی دی.

په منځني ختیځ کې د کړکېچ له احتمالي زیاتوالي وروسته، د امریکا د مرکزي قوماندانۍ یو قوماندان مایکل ایریک د شنبې په ورځ سیمې ته ورسېد.

ترویج لرونکی

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته
۱

د ډونالډ ټرمپ د ترهګرۍ ضد ستراتېژۍ کې افغانستان نشته

۲

د پاکستان پوځ: طالبانو د وسله‌والو ډلو په ملاتړ کې د افغانستان ملي ګټې له پامه غورځولي دي

۳
ځانګړی راپور

له رخشانې تر فرزانې؛ غور کې د یوې ځوانې ښځې د وژنې زړه‌بوږنوونکې کیسه

۴

د کاناډا لومړی وزیر: د سپاه پاسداران هېڅ غړی به کاناډا ته پرېنښودل شي

۵

د ۲۰۲۶کال مټ ګالا؛ د ایشا امباني له ۱۸۰۰ الماسو جوړو شويو جامو د ټولو پام ځان ته واړاوه

•
•
•

نور کیسې

د اوکراین کړکېچ؛ زېلینسکي وايي، چې اوکراین بالاخره اف-۱۶ جنګي الوتکې تر لاسه کړې

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۲۰:۵۶ GMT+۱

د اوکراین پېلوټانو په دغه هېواد کې د عملیاتو لپاره داف -۱۶ الوتکوالوتنې پیل کړې. ولسمشر ولادیمیر زېلینسکي د یکشنبې په ورځ وویل، چې د روسیې له برید څخه ۲۹ میاشتې وروسته یې امریکايي اف – ۱۶ جنګي الوتکې تر لاسه کړې.

د اوکراین ولسمشر داف - ۱۶الوتکو کارولو اعلان وکړ، هغه څه چې کییف یې د اوږدې مودې راهیسې په انتظار و.

نوموړي په یوې هوايي اډه کې د پوځي پېلوټانو سره په داسې حال کې ولیدل چې دوه اف -۱۶ الوتکې ولاړې او دوه نورو د دغې اډې پر فضا الوتنې کولې.

100%

زېلینسکي دا څرګندونې په داسې یوې اډه کړي، چې د هېواد چارواکو یې له رویټرز څخه غوښتي چې ځای یې افشا نه کړي.

نوموړي ویلي، چې دغه الوتکې په اوکراین کې دي.

هغه وايي: "موږ دا الوتکې ترلاسه کړې. زه په خپلو هلکانو ویاړم، چې د دې جیټ الوتکو مهارت لري او زموږ د هیواد لپاره یې کارول پیل کړي دي."

100%

د جټ الوتکو راتګ د اوکراین لپاره له څو میاشتو انتظار وروسته یو مهم ګام بلل کیږي، که څه هم دا معلومه نه ده، چې څومره دا الوتکې اوکراین ته ورکړل شوي دي او څومره به د هوایي دفاع او د جګړې په ډګر کې اغیزه ولري.

100%

روسیه وايي، چې هغه اډې په نښه کوي، چې ښايي اف – ۱۶ الوتکې پکې شتون ولري او ژمنه یې کړې، چې دوی به دغه الوتکې نسکوري ترڅو جګړه کې اغیزه ونه کړي.

100%

د لاکهید مارتین کمپنۍ له خوا جوړې شوې دغه الوتکې د اوکراین تر ټولو لویه هیله وه، ځکه چې دا الوتکې خورا پراخ ویجاړونکی ځواک لري او ډیر هېوادونه ورته لارسرسی لري.

دغه الوتکې د بمونو، راکټونو او توغندي د لیږدولو توان لري.

زېلینسکي په یوه هوايي ډګر کې له خبریالانو سره د خبرو پر مهال وویل، چې اوکراین لا هم په کافي اندازه روزل شوي پېلوټان ​​نه لري چې داف -۱۶او یا نورې جټ الوتکې وکاروي.

هغه وویل: "مثبته خبره دا ده، چې موږ د اضافياف -۱۶الوتکو په تمه یو. ډېری هلکان اوس روزل کیږي."

100%

هغه وویل، چې دا مهمه ده چې د کییف متحدین، د اوکراین پېلوټانو او انجینرۍ ټیمونو لپاره د روزنې پروګرامونو او فرصتونو پراخولو لپاره لارې چارې پیدا کړي.

د بنګله دېش په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ تنه وژل شوي او حکومت ګرځبندیز اعلان کړی

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۴ GMT+۱

په بنګله دېش کې د یکشنبې په ورځ په نښتو کې لږ تر لږه ۵۰ کسان وژل شوي او لسګونو نور ټپیان شوي دي. بل خوا حکومت ګرځبندیز اعلان کړی دی.

پولیسو د لسګونو زرو لاریون کوونکو د خورولو لپاره اوښکې بهونکی ګاز کارولي او غږیز ربړي لاسي بمونه یې غورځولي.

لاریون کوونکي د لومړۍ وزیرې شیخ حسینې د استعفا غوښتنه کوي.

د کورنیو چارو وزارت د ماښام په ۶ بجو په ټول هېواد کې د نامعلوم وخت لپاره ګرځبندیز اعلان کړی.

دا لومړی ځل دی، چې د اوسني لاریونونو په لړ کې چې تېره میاشت پیل شوي دا ډول ګام پورته کوي.

دغو لاریونونو، چې حکومت یې د انټرنیټي خدماتو بندولو ته هڅولی، د جنوري په میاشت کې د حسینې د څلورمې دورې له ټاکل کېدو وروسته، د نوموړې لپاره تر ټولو لویه ننګونه بلل کیږي.

د جنوري میاشتې ټاکنې د بنګله دېش د اصلي اپوزیسیون ګوند چې بنګله دېش ملي ګوند نومیږي، تحریم شوې وې.

د حسینه منتقدینو او د بشري حقونو ډلو د هغې حکومت تورن کړی، چې د لاریونونو د ختمولو لپاره یې له زور زیاتي کار اخیستی؛ خو د هغې د کابینې وزیران دغه تور ردوي.

لاریون کوونکو د یکشنبې په ورځ لویې لارې بندې کړې او هغوی چې ډېری یې محصلین دي، د حکومت د استعفا غوښتنه کړې او په همدې موخه یې د حکومت د چلنج کولو هڅې پیل کړي. تاوتریخوالی په ټول هېواد کې خپور شوی دی.

حسینې د ملي امنیت د کمېټې له غونډې وروسته وویل: "هغه کسان چې همدا اوس په سړکونو کې لاریون کوي ​​زده کونکي نه دي، بلکې ترهګر دي چې د ملت د بې ثباته کولو په لټه کې دي."

هغې زیاته کړه: "زه له خپلو هېوادوالو غوښتنه کوم چې دا ترهګر په کلکه وځپي."

فاکس نیوز: له طالبانو سره په جګړه کې امریکا مصنوعي هوښ ته وده ورکړې وه

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۵ GMT+۱

فاکس نیوز راپور ورکړی، چې له طالبانو سره د جګړې په وروستیو کې متحده ایالاتو د تروریستي بریدونو د تعقیب لپاره د مصنوعي هوښ ته پراختیا ورکړې وه، چې په لویو جګړو کې ګټور دی.

دې برنامې ته په ۲۰۱۹ کې پراختیا ورکړل شوه او په ۲۰۲۰ کې یې د ۷۰٪ دقت سره د بریدونو وخت او ځای وړاندوینه کوله.

فاکس نیوز د یکشنبې په ورځ (د زمري۱۴مه) په یوه مقاله کې لیکلي، چې امریکايي ځواکونه په ۲۰۱۹ کال کې د طالبانو د خوځښتونو د څارنې لپاره په افغانستان کې د خپل حضور د کمېدو له امله د انساني ځواک کمښت سره مخ شول.

دا د دې لامل شو، چې دغو ځواکونو د "روین سینټري" په نوم مصنوعي هوښ ته پراختیا ورکړه.

د فاکس نيوز ليکوال د امريکا د پوځي چارواکو له خولې ليکلي، چې دا ټېکنالوژي کولای شي په منځني ختيځ او اوکراين کې اوس مهال په لويو جګړو کې مهم رول ولوبوي.

د امریکا د پوځ د پوځي ستراتیژۍ مشر توماس سپهر په لومړۍ نړۍواله جګړه کې د ټانکونو او په دویمه نړۍواله جګړه کې د اتومي وسلو پراختیا ته په اشارې سره وايي، چې جګړه تل د اختراع مور ده.

د امریکا د پوځ دغه چارواکی له طالبانو سره په جګړه کې د مصنوعي هوش "روین سینټري" پراختیا په افغانستان کې د امریکا د تر ټولو اوږدې جګړې له سترو لاسته راوړنو څخه ګڼي.

پوځي چارواکي چې د پروګرام په پراختیا کې ښکیل وو، وايي چې روین سینټري هڅه کوله، چې د ډېرو معلوماتو له لارې په ترتیب کولو سره د انساني تحلیلونو بار کم کړي.

د متحده ایالاتو پوځي چارواکو ویلي دي، چې دوی په اصل کې غوښتل یو داسې سیسټم رامنځته کړي، چې کولی شي په ډاډه توګه د ترهګریز برید وړاندوینه وکړي.

د دغو چارواکو په وینا؛ په افغانستان کې د طالبانو سره د امریکا د جګړې په پای کې د ډیجیټل اکوسیستم زېربنا د پام وړ پرمختګ درلود او سینسرونه او د مصنوعي هوش لومړني وسایل کولی شي د طالبانو د بریدونو ویجاړ شوي شاخصونه وپېژني او په چټکۍ سره عمل وکړي.

توماس سپهر په داسې حال کې خبرداری ورکوي، چې په افغانستان کې د مصنوعي هوش پروګرام له بریالیتوب سره - سره «جګړه نهایت انساني ده» او دوښمن کولی شي، چې د پرمختللو ټیکنالوژیو په مرسته ساده او منطقي حل لارې مقابله وکړي.

په ورته وخت کې د فاکس نیوز ورځپاڼې د امریکايي پوځي چارواکو د وینا پر بنسټ ویلي، چې امریکا مصنوعي هوش پوځي ټیکنالوژي په اختیار کې لري چې روسیه، چین او د نړۍ نور قدرتونه یې نه لري.

د غزې چارواکي وايي، چې د اسراييل په بمباريو کې په یو روغتون کې پنځه تنه وژل شوي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۲۴ GMT+۱

د غزې روغتیایي چارواکو وویل، چې اسراییل په یو هوايي برید کې د غزې په مرکزي برخه کې د روغتون په انګړ کې خیمې په نښه کړې او لږ تر لږه پنځه کسان یې وژلي او اتلس نور ټپیان دي.

طبي چارواکو ویلي، چې هوايي برید د الاقصی روغتون په انګړ کې په هغه سیمه شوی چیرې چې خلکو د جګړې له ویرې پناه اخیستې وه او خیمې یې وهلې وې.

په دغه برید کې ۱۸ کسان ټپیان شوي هم دي.

100%

له برید وروسته په خیمو کې اورلګیدلی دی.

د اسراییل پوځ ویلي، چې برید کې یې یو وسله وال په نښه کړی چې "ترهګریز فعالیتونه یې ترسره کول" او دا چې له برید وروسته په سیمه کې دویمه چاودنه شوې چې هلته د وسلو پر شتون دلالت کوي.

100%

د اسراییلي پوځ خبرپاڼه زیاتوي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې د وسله والو د مرکزونو په ګډون ۵۰ پوځي هدفونه په نښه کړي دي.

د روغتون دغه ودانۍ د دیر البلاح په سیمه کې ده، چېرې چې زرګونو کسانو د جګړې له ویرې پناه اخیستې ده.

100%

بل لور ته په دیر البلاح کې هم درې فلسطینیان هغه مهال ووژل شول، چې اسراییلي توغندی پر یو کور ولګېده.

د اسراییل په یو بل برید کې، اته نور کسان د غزې په شمال کې د جبالیه په کمپ کې وژل شوي او درې تنه نور پر موټر د اسراییل په جلا بریدونو کې وژل شوي دي.

د غزې د جنوبي ښار خان یونس ختیځ او د رفح شمال ته سیمو کې اوسېدونکو د اسراییلي پوځ له خوا له خپلو سیمو د وتلو امرونه ترلاسه کړل. په دغو سیمو کې تیره میاشت سخته جګړه شوې وه.

ماهرنګ بلوڅ: پاکستاني حکومت مو ژوند له کواښ سره مخ کړی او نیولو ته مو پلمې لټوي

۱۴ زمری ۱۴۰۳ - ۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۹:۳۲ GMT+۱

د بلوچستان ایالت په ګوادر کې د بلوڅو د پیوستون کمېټې له لوري د پیل شوي پرلت سرلارې ماهرنګ بلوڅ وايي، د دوی د غونډې پر مهال د نیول شويو کسانو خوشې کولو، د بلوڅو ځورولو، د کورونو ویجاړولو، د موټرو سوځولو د بهیر درولو او ور اوښتو زیانونو له ورکولو وروسته به حکومت سره خبرو ته کیني.

نوموړې وايي، د دې د همکارانو په ګډون یې ژوند له جدي ګواښ سره مخ دی او حکومت یې د نیولو پلمې لټوي.

د بلوڅ پیوستون کمېټې او په ګوادار کې د روان پرلت سرلارې ماهرنګ بلوڅ د یکشنبې په ورځ د (زمري ۱۴مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي؛ چې حکومت د دوی د غوښتونو منلو پر ځای له دوی سره له زوره کار اخلي.

نوموړې وايي: «زه، له زرګونو نورو بلوڅانو سره، اوس هم په ګوادر کې یم، دلته انټرنیټ بند شوی، سړکونه بند شوي، او پر رسنیو بشپړ سانسور لګول شوی. مهار شوې رسنۍ په دوامداره توګه کارول کیږي او موږ په تاوتریخوالي تورنوي چې ګواکې خبرو اترو ته لیوالتیا نه لرو.»

نوموړې زیاتوي چې، د دوی د غونډې برخه وال له لومړۍ ورځې د حکومت له بریدونو او تاوتریخوالي سره مخ دي.

ماهرنګ بلوڅ وايي، د تېرې جولای میاشتې په ۲۸مه، د پاکستاني حکومت له لوري د سړکونو، ، لویو لارو او انټرنیټ بندېدو، پر سوله‌ییزو لاریون کوونکو ډزو او نیول کېدو له امله یې ملي غونډه په پرلت واړوله.

اغلې بلوڅ وايي، ، په مستونګ، ګوادر، نوشکي، تربت، اتلار او د بلوچستان په نورو سیمو کې پر لاریون کوونکو د ډزو کوونکو پر ضد د قضیو ثبتولو، په ګوادر او د بلوچستان په نورو برخو کې د بندیزونو لرې کولو، د زورزیاتي څخه د کار نه اخیستلو، د حکومت له لوري د نیول شویو کسانو خوشې کولو، د ویجاړو شویو کورونو د زیان ورکولو وروسته د حکومت سره د خبرو اترو د چاپيریال رامنځته کولو لپاره خبرو اترو ترسره کېدو ته چمتو ده.

نوموړې وايي: «اوس، ټول حکومتي بنسټونه زموږ په وړاندې د کړکیچ د مشروعیت لپاره کارول کیږي، موږ په لوی خطر کې اچوي. حالات د نواب اکبر خان بګټي د وخت له پېښو سره ورته دي، چې په کې د خبرو اترو ادعا شوې وه، خو زور کارول شوی و.»

ماهرنګ بلوڅ د بشري حقونو پر سازمان او ډلو غږ کوي، چې د پاکستان حکومت او بلوڅانو تر منځ د رامنځته شویو مسایلو په اړه مداخله وکړي او د پاکستان حکومت له لوري د دغه سیاسي ناوړه کار مخه دې ونیول شي.

د بلوڅو د پیوستون کمېټې د جولای په ۲۸مه نېټه د بلوچستان ایالت ګوادر سیمې ته د پاکستان له هرې سیمې څخه د بلوچستان د یوې لویې او ملي غونډې لپاره وربللي وو، چې د پاکستان حکومت له لوري د بلوڅانو د ورتګ د مخنیوي تر څنګ پر غونډه هم برید وشو او اوس یاده غونډه کې په پرلت اوښتې ده.