د اسلامي همکاریو سازمان د وزیرانو د شورا د پنځوسمې مقدماتي غونډه د یکشنبې په ورځ په سعودي عربستان کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د دغه سازمان سرمنشي د افغانستان د حالاتو په باب د اسلامي همکاريو د سازمان هلې ځلې او نوښتونه وڅېړل.
د اسلامي همکاریو د سازمان سرمنشي حسین ابراهیم طا ها په نورو مسایلو لکه د سازمان په غړو هېوادونو کې د سولې، امنیت، ثبات او پرمختګ، د مسلمانو ټولنو او اقلیتونو د حقونو د دفاع او د جمو او کشمیر د وضعیت په اړه خبرې وکړې. .
د دغه سازمان له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې غونډې په اړه نور جزئيات نه دي ورکړل شوي، خو دغه سازمان د افغان ښځو او نجونو له حقونو په تېره بيا د هغوى د زده کړو او کار له حق څخه پر ملاتړ ټينګار کړى دى.
د افغانستان لپاره د دغه سازمان د سرمنشي مرستیال او ځانګړي استازي د روان هجري لمریز کال د غويي په میاشت کې افغانستان ته سفر کړی و او له طالب چارواکو سره یې په لیدنه کې د نجونو لپاره د زده کړو پر برابرولو ټینګار کړی و.