هندي رسنۍ: په کېرالا کې د ځمکې ښویېدو له امله لا هم د ډېرو کسانو د موندلو عملیات دوام لري

د هند په کېرالا ایالت کې د ځمکې ښویېدنې له امله څو کلي ویجاړ شوي، لسګونه کسان مړه او لسګونه لا هم تري تم دي. هلته ځايي چارواکو رسنیو ته ویلي، چې د پېښې د قربانیانو لټون دوام لري.