د نوبل جایزې ګټونکی محمد یونس د بنګله دېش د لنډمهالي حکومت د مشر په توګه وټاکل شو

په بنګله دېش کې د پخوانۍ لومړۍ وزیرې حسینه واجد له استعفا وروسته، د لنډمهالي حکومت د جوړولو بهیر پیل شو. د بنګله دېش په رسنیو کې راغلي، چې د نوبل جايزې ګټونكی ډاكټر محمد يونس د لنډمهالي حكومت د مشر په توګه ټاكل شوى دى.