په خان یونس کې د کډوالو پر خېمو د اسراییلي ځواکونو برید کې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي

د الجزیرې د راپور له مخې، اسراییلي پوځیانو د خان یونس په سیمه کې بمباري وکړه چې په پایله کې یې ۱۸ فلسطینیان وژل شوي دي او زیاته مرګ ژوبله له بمبارۍ وروسته په خیمو کې د اورلګېدنې له امله رامنځ ته شوې ده.