ملا ترابي: بریتانیا دې د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي

پېښو ته د طالبانو د رسېدو ادارې مشر د بریتانیا له شارژدافیر سره په کتنه کې ویلي، چې دغه هېواد باید د اقلیمي بدلون برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي. ملا نورالدین ترابي زیاته کړې: «سره له دې چې افغانستان په اقلیمي بدلون کې رول نه لري خو له امله یې زیات اغېزمن شوی دی.»