ملګري ملتونه وايي په غزه کې یو میلیون ماشومان رواني ملاتړ ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق ویلي، چې په غزه کې یو میلیون ماشومان رواني ملاتړ ته اړتیا لري. دغه سازمان وايي، په غزه او د دې سیمې په شمال کې د جنسیت پر بنسټ د تاوتریخوالي راپورونه په زیاتېدو دي ځکه چې د ټولنیزو خدمتونو مرکزونه تړل شوي او کارکوونکي یې تښتېدلي.