• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

له انټوني بلینکن غوښتل شوي، چې له افغانستان سره د امریکا مرستې 'ودروي'

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۰۴:۵۸ GMT+۱

فاکس نیوز راپور ورکړی چې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر انتوني بلینکن غوښتل شوي چې له افغانستان سره د امریکا مرستې ودروي. ویل کیږي، دا غوښتنه وروسته له هغه وشوه چې څرګنده شوه، د امریکا څه د پاسه ۳۰۰ میلیونه ډالره مرسته د طالبانو لاس ته ورغلې ده.

تر دې مخکې د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي څارونکي دفتر (سیګار) راپور ورکړی و چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دوه دفترونه له افغانستان سره د امریکا د ۲۹۳ میلیونه ډالرو د مرستې په اړه په وضاحت ورکولو کې پاتې راغلي دي.
دوه ورځې وړاندې سناتور مایک براون، بلینکن ته په یوه لیک کې دغه راپور «ژور اندېښمنونکی» بللی و او له هغه یې غوښتي و چې له افغانستان سره د امریکا مرستې دې تر هغه وخته وځنډوي چې دغې موضوع ته پام نه وي شوی.
ښاغلي براون زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت له ترهګرۍ سره د مبارزې د پلټنې معیارونو په څارولو کې په پاتې راتلو سره «طالبان او نورې ترهګرې ډلې پیاوړې کړي دې.»
هغه همداراز ټینګار وکړ، کله چې پیسې د بشردوستانه او پرمختیایي موخو لپاره ځانګړې شي، او بیا د ترهګرۍ د ملاتړ لامل شي، نو تاوتریخوالی او بې ثباتي دوام مومي او د امریکا ملي امنیت کمزوری کوي.
دغه جمهوري غوښتونکي سناتور په خپل لیک کې د امریکا د بهرنیو چارو له وزیره غوښتي چې په راتلونکي کې د ورته پېښو د مخنیوي لپاره په پام سره ګامونه پورته کړي.
دغه غوښتنه په داسې حال کې کېږي چې سیګار په یوه بل راپور کې لیکلي چې امریکا په تېرو درېیو کلونو کې له افغانستان سره څه باندې ۲۱ میلیارده ډالر مرسته کړې ده.
سیګار لیکي، دغه مرستې په بشري، پرمختیايي او ودانیزو چارو، له افغانستان څخه متحده ایالاتو ته د کډوالو د لېږد او هستوګنې او د افغانستان د اسعارو د شتمنیو په بیرته ورکولو لګول شوې دي.

ډېر لیدل شوي

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه
۱

غني: په افغانستان کې زما پاتې کېدو طالبانو ته مشروعیت ورکاوه

۲

د داعـ.ـش خراسان د مشرانو د معلوماتو په بدل کې د امریکا د میلیون ډالري جایزو اعلان

۳

د امریکا پخوانی سفیر: د افغانستان له پامه غورځول د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی

۴

په پاکستان کې د افغان محصلینو ټولنې د ویزو او نیونو پر ضد عالي محکمه کې قضیه ثبت کړه

۵
معلومات او ټېکنالوژي

اپل د نوي ایفون د معرفي کولو نېټه اعلان کړه