• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

فضل محمود فضلي: ایران باید د سید مهدي د وهلو ټکولو عاملین محاکمه کړي

۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۵:۴۴ GMT+۱تازه شوی: ۱۸ زمری ۱۴۰۳ - ۸ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۵۹ GMT+۱

د تېر جمهوري نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي وایي: «د ایران نوی حکومت چې د بشري حقوقو او اصلاحاتو ادعا لري، باید د سید مهدي د وهلو ټکولو عاملین محاکمه کړي.»

فضل محمود فضلي وایي؛ میلیونونه افغانان چې دمګړۍ د سیمې په هېوادونو کې د کډوالۍ سخت شرایط تېروي، چې ډېری وخت له غیر انساني کړنو سره مخ کیږي.

ښاغلي فضلي نن په خپل اېکس کې د ایراني پولیسو له خوا د یوه ۱۵ کلن ځوان د وهلو او ټکولو په غبرګون لیکلي: «د ایران د دماوند په سیمه کې زموږ یو تنکی ځوان چې د دې هېواد د امنیتي ځواکونو له خوا په رڼا ورځ په وحشیانه ډول سپک او شکنجه کیږي یوه زړه بوږنوونکې پېښه ده او ټول افغانان یې سخت غمجن او قهرجن کړي دي.»
د نوموړي په خبره؛ افغانستان چې اوسمهال یو مشروع نظام نه لري، کډوال یې په بېلابېلو هېوادونو کې له غیر انساني چلند سره مخامخ کیږي.
د تېر نظام د چارو ادارې مشر زیاتوي: «تر ټولو لویه غمیزه دا ده چې موږ په خپل هېواد کې مشروع نظام نه لرو، ځکه افغان کډوال له هر ډول غیر انساني چلند سره مخ دي او د دې پېښو د تعقیب لپاره کومه مشروع مرجع نه شته.»
فضلي وایي، چې که افغانستان یو مشروع نظام درلودی نو له ډېپلوماتیکو لارو او د نړۍوالو کنوانسیونونو پر بنسټ به یې کوربه هېوادونه تر پوښتنې لاندې راوستلي و.
د افغانستان د سقوط د درې کلنۍ په درشل کې بیا ډېری افغانان له افغانستانه د فضلي په ګډون د تېر نظام د چارواکو تېښته د افغانانو په ځانګړې توګه د کډوالو د اوسني بد وضعیت اصلي لامل بولي.
د تېر نظام د چارو ادارې مشر فضل محمود فضلي په داسې حال کې دغه څرګندونې کړي، چې د ایران د دماوند ښار په ابسرد کلي کې ایراني پولیسو د یوه افغان کډوال لاسونه او پښې نيولي او پر غاړه یې زنګون ور اېږدي، چې له امله یې د دغه ځوان غاړه ماته شوې ده.
که څه هم له افغان کډوالو سره ناوړه او له تاوتریخوالي ډک چلند د ایران د پولیسو او خلکو له خوا نوې خبره نه ده، خو په وروستیو ورځو کې د یاد ځوان ربړول او د افغان کډوالو پروړاندې د ایراني وګړو ناوړه چلند پراخ غبرګونونه او نیوکې راپارولې دي.

ډېر لیدل شوي

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی
۱

سرچینې: پاکستان په کندهار کې د ملاهبت الله پر ځانګړې قطعې برید کړی

۲

د هبت الله د استوګنځي په پنځه کیلومترۍ کې د ملا صاحب سرای څومره مهم دی؟

۳
تازه خبر

پاکستان د افغانستان په لسو بېلا‌بېلو سیمو کې هوايي بریدونه تایید کړل

۴

پاکستان پر کندهار ښار هوايي برید کړی دی

۵

د امنیت او پرمختیا انسټیټیوټ: افغانستان د منځنۍ اسیا په سیمه‌ییزو محاسبو کې مهم پاتې شوی