په بلخ ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو لپاره د رابعه بلخي په نوم مرکز بیا ورغول شو

په بلخ ولایت کې د ښځو د لاسي صنایعو او د سیمه يیزو خوراکي توکو د پلور لپاره د رابعه بلخي په نوم یو سوداګریز مرکز بیا ورغول شو. د طالبانو تر واک لاندې باختر خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه مارکېټ ۶۱ هټۍ لري او ۲۰۰ ښځې په کې په کار بوختې دي.




