کرن ډېکر: د طالبانو له بند څخه د امریکایي وګړو خوشې کول زموږ د ماموریت لومړیتوب دی

د افغانستان لپاره د امریکا شارژدافیره وایي، چې د طالبانو له بند څخه د امریکایي وګړو خوشې کول د افغانستان لپاره د امریکا د ماموریت لومړیتوب دی. کرن ډېکر په خپل اېکس کې لیکلي، چې متحده ایالات هڅه کوي د طالبانو له بند څخه درې امریکایي وګړي خوشې کړي.