• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

څېړنیز راپور؛ په تېرو شلو کلونو کې ۳۲ زره د ملي اردو سرتېري وژل شوي او ۴۴ زره ټپیان شوي دي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۴:۰۴ GMT+۱تازه شوی: ۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۷:۳۳ GMT+۱

د افغانستان په شل کلنه جګړه کې د ۳۱۷۲۲ د ملي اردو منصب داران او سرتېري وژل شوي او ۴۴۰۹۵ ټپیان شوي دي. په وژل شویو کې یې ۱۴ جنرالان، ۱۳۱ ډګروالان، ۴۹۱ ډګرمنان، ۱۹۱۲ تورن، ۶۲۳۱ لومړی او دویم بریدمنان او پاتې نور سرتېري وژل شوي دي.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو د یوې ځانګړې څېړنې په اساس چې له مختلفو منابعو څخه پکې استفاده شوې ویل شوي، چې په وژل شویو کې یې تر ټولو زیات د ننګرهار اوسېدونکي وو.

د جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت د هغه راپور پر بنسټ چې د ۱۳۹۹ کال د لسمې میاشتې په اومه نېټه یې ارګ ته لېږلی، د افغانستان د ملي پوځ له جوړېدو تر همدغې نېټې ۲۸۵۴۸ د ملي پوځ ځواکونه په مخامخ، هدفي او چریکي جګړو کې وژل شوي وو.

100%

د سویلي اسیا د کړکېج مدیریت ادارې په خپله څېړنه کې له وروستیو دوو کلونو د ملي پوځ د وژنې شمېر ۱۱۰۳ کسان په ګوته کړي دي؛ خو د جمهوري دولت د امنیت شورا د توحید مرکز معلومات ښيي، چې د افغانستان د جمهوري دولت د ملي پوځ د جوړېدو له پیله د دولت تر سقوط یوه ورځ وړاندې په افغانستان کې ۳۱۷۲۲ د ملي پوځ ځواکونه وژل شوي او ۴۴۰۹۵ سرتېري ټپیان شوي دي.

د جمهوري دولت د ملي دفاع وزارت د وروستیو شمېرو له مخې د وژل شويو پوځي منسوبینو په ډله کې تر ټولو ډېر د ننګرهار او تر ټولو کم د نېمروز ولایت اوسېدونکي وو.

ننګرهار: ۵۵۲۲ وژل شوي او ۷۴۹۸ ټپیان شوي

بدخشان: ۴۴۰۳ وژل شوي او ۴۲۹۸ ټپیان شوي

تخار: ۲۱۲۳ وژل شوي او ۳۸۵۹ ټپیان شوي

بغلان: ۱۹۹۱ وژل شوي او ۲۷۸۱ ټپیان شوي

کونړ: ۱۸۸۸ وژل شوي او ۲۵۶۴ ټپیان شوي

کندوز: ۱۷۰۱ وژل شوي او ۲۴۹۰ ټپیان شوي

لغمان: ۱۴۰۲ وژل شوي او ۲۸۶۵ ټپیان شوي

کابل: ۱۳۹۷ وژل شوي او ۱۹۷۵ ټپیان شوي

پروان: ۱۱۱۹ وژل شوي او ۱۷۴۳ ټپیان شوي

پکتیا: ۹۹۰ وژل شوي او ۱۳۴۳ ټپیان شوي

کاپیسا: ۹۵۳ وژل شوي او ۱۲۱۵ ټپیان شوي

بلخ: ۶۹۶ وژل شوی او ۱۱۸۰ ټپیان شوي

هرات: ۶۲۷ وژل شوي او ۴۵۱ ټپیان شوي

خوست: ۶۲۲ وژل شوي او ۳۲۴ ټپیان شوي

بامیان: ۵۹۱ وژل شوي او ۹۷۵ ټپیان شوي

جوزجان: ۴۹۱ وژل شوي او ۱۱۰۳ ټپیان شوي

سرپل: ۴۶۳ وژل شوي او ۹۹۸ ټپیان شوي

سمنګان؛ ۴۵۴ وژل شوي او ۶۷۸ ټپیان شوي

غور: ۴۵۳ وژل شوي او ۷۳۲ ټپیان شوي

لوګر: ۴۲۲ وژل شوي او ۵۹۲ ټپیان شوي

پنجشیر: ۴۰۱ وژل شوي او ۲۴۱ ټپیان شوي

بادغېس: ۳۹۳ وژل شوي او ۵۴۲ ټپیان شوي

نوستان: ۳۸۱ وژل شوي او ۴۵۹ ټپیان شوي

دایکنډي: ۳۵۶ وژل شوي او ۷۲۳ ټپیان شوي

غزني: ۳۳۷ وژل شوي او۵۶۲ ټپیان شوي

کندهار: ۳۰۱ وژل شوي او ۱۲۹ ټپیان شوي

فاریاب: ۲۹۹ وژل شوي او ۳۹۰ ټپیان شوي

وردګ: ۲۷۱ وژل شوي او ۴۹۲ ټپیان شوي

هلمند: ۲۲۲ وژل شوي او ۲۸۰ ټپیان شوي

فراه: ۱۸۷ وژل شوي او ۹۱ ټپیان شوي

پکتیکا: ۱۱۹وژل شوي او ۲۳۱ ټپیان شوي

ارزګان: ۶۵ وژل شوي او ۹۸ ټپیان شوي

زابل: ۴۹ وژل شوي او ۱۹۸ ټپیان شوي

نېمروز: ۳۳ وژل شوي او ۹۵ ټپیان شوي

د ملي پوځ په لیکو کې ۴۴۰۹۵ سرتېري ټپیان شوي دي، چې نېږدې درې برخې یې سرسري ټپیان شوي او پاتې برخه یې ژور ټپیان وو، چې یو شمېر سرتېرو یې له روغتیا وروسته خپلې دندې پرېښې دي.

په وژل شويو سرتېرو کې هغه سرتېري هم شامل دي، چې له دندې څخه د رخصتۍ لپاره یا کور ته په لار وژل شوي او یا هم په خپلو کورونو کې د طالبانو له خوا وژل شوي دي.

د ملي پوځ په لیکو کې د یو شمېر ولایتونو وګړي ځکه کم وژل شوي، چې په ملي پوځ کې یې ونډه کمه او د دغو ولایتونو خلکو په ملي پوځ کې دنده نه ترسره کوله.

د افغانستان انټرنشنل - پښتو ځانګړی څېړنیز راپور دلته لوستلی شئ:

د افغانستان د شل کلنې جګړې د ښکېلو اړخونو مرګ ژوبله (۲۰۰۱-۲۰۲۱)

ترویج لرونکی

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي
۱

ترکیې ۲۰زره افغانانو ته د مالدارۍ په برخه کې کاري ویزې صادرې کړې دي

۲

طالبان: اشرف غني حق لري چې بېرته افغانستان ته راستون شي

۳

برېتانیا د افغانانو د لېږدولو په پروګرام کې بنسټیز بدلونونه او محدودیتونه اعلان کړل

۴

په ننګرهار کې د کمپیوټر ساینس دوو زده‌کړیالانو د پیغام‌رسونې نوی اپلېکېشن جوړ کړی

۵

د ټلیفوني زنګ پر مهال به د جبري نکاح په اړه د هبت‌الله فرمان اورول کېږي

•
•
•

نور کیسې

اصف دورانی: که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري مشکل به ور سره حل شي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۳:۰۰ GMT+۱

د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی وايي، که طالبان د ټي ټي پي غړي اسلام اباد ته وسپاري، نو له اسلام اباد سره به یې مشکل حل شي. اصف دورانی د طالبانو د واکمنۍ د درې کلنۍ په مناسبت وايي، چې دا ډله دې یا پخپله د ټي ټي پي پرضد ګام پورته کړي یا دې یې پاکستان ته وسپاري.

د ۲۰۲۱ کال په اګسټ کې د طالبانو واکمنېدو او پاکستان کې د بریدونو ډېرېدو سره اسلام اباد بیا بیا پر دې ډله تور لګوي چې د دوی مخالف وسلوال یې په افغان خاوره کې ساتلي دي.

له اصف دوراني انډیپنډنټ اردو پوښتنه کړې چې پاکستاني طالبان ټول بریدونه له افغانستان پلانوي، نو په ځواب کې نوموړي ویلي چې اسلام اباد کله هم دا نه دي ویلي چې ټول بریدونه له افغان خاورې پلانېږي.

په ورته مهال زیاتوي چې دوی له طالبانو سره پر هغو بریدونو خبرې کوي چې پکې افغانان ښکېل دي، یا هلته پاکستاني طالبان پټنځي لري.

دغه پاکستانی استازی وايي، چې له دوی سره خبرو کې طالبانو د ټي ټي پي پرضد د هڅو خبره شوې او دوی هیله من دي چې طالبان پر خپله ژمنه ودرېږي.

تر اصف دوراني مخکې د پاکستان د پوځ مشر هم د دغه هېواد د ازادۍ ورځې غونډه کې وویل، چې افغان طالبان دې د ټي ټي پي پر ځای خپل خیرخواه ګاونډی غوره کړي.

عاصم منیر تېره اونې هم له افغان طالبانو وغوښتل، چې د پاکستان د تحریک طالبان د ملاتړ لپاره دې د اسلام اباد مخالفت ونه کړي.

افغان طالبان بیا بیا د طالبانو دا تور ردوي چې په افغانستان کې پاکستاني طالبان شته او په مقابل کې پر اسلام اباد تور لګوي چې د دوې پرضد داعش وسلوالوي.

د طالبانو د عالمانو شورا غړی: د قرآن د ایتونو له مخې د دې ډلې واکمنېدل لمانځل کېږي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۲:۱۵ GMT+۱

د لغمان لپاره د طالبانو د علماوو شورا مشر محمد سالم حقاني نن وویل چې د «قرآن او نبوي احادیثو» پر بنسټ د طالبانو د واک ته رسېدو ورځ لمانځل روا دي. د باختر اژانس د خبرله مخې، هغه وويل: «واک ته د طالبانو د رسېدو لپاره «زرګونه» کسان ووژل شول، معيوب او يتيمان شول.»

طالبانو د نوروز د په ګډون د هر ډول جشنون لمانځل بند کړي دي؛ خو دغه ډله هر کال پر افغانستان د خپلې واکمنۍ کلیزه لمانځي.

طالبان په ټول هیواد کې د علماوو شورا غړي ټاکي.

په ځینو ولایتونو کې دغې ډلې ټولو ښوونکو او د ښوونځیو زدکوونکو ته امر کړی، چې د زمري د ۲۴ مې په مراسمو کې ګډون وکړي.

په تېرو دوو لسیزو کې طالبانو په افغانستان کې د پخواني حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد مرګوني او ویجاړوونکي عملیات کړي دي.

دې ډلې د بمونو او له چاودیدونکو توکو ډک موټرونو په کارولو سره عامه تاسیسات ویجاړ کړي.

د پوځي تلفاتو تر څنګ د طالبانو په بریدونو کې لسګونه زره ملکي وګړي وژل شوي او سلګونه زره نور ټپیان شوي دي.

له تېرو دریو کلونو راهیسې طالبان د زمري د ۲۴ په مناسبت له پوځي کاروانونو سره په ښارونو کې ګرځي او پر افغانستان د خپلې واکمنۍ جشن لمانځي.

مجاهد: موږ دا تصور هم کاوه چې د امریکا وتلو سره به کورنۍ جګړه پیل شي

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۱۰:۴۹ GMT+۱

د طالبانو د حکومت ویاند وايي، د دې ډلې تر واکمنېدو مخکې په دې تصور هم و چې د امریکا له وتلو سره به افغانستان کې کورنۍ جګړه پیل شي. ذبیح الله مجاهد له ملي رادیو تلوېزون سره خبرو کې د دوی د واکمنېدو ورځ د افغانانو لپاره تاریخ سازه بولي او وايي «دې سره افغانان بېرته ژوندي شول.»

طالبان ۲۰۲۱ کال د اګسټ پر ۱۵ پر کابل واکمن شول، چې له امله یې له هغې ورځې راهیسې تر اوسه له یو میلیون ډېر خلک ایران او په لکونو پاکستان ته کډوال شول.

خو ذبیح الله مجاهد د دې ډلې د ولکې درې کلنۍ ته په اشاره وايي: «دغه ورځ واقعن د افغانانو لپاره تاریخسازه ورځ ده، زرینه ورځ ده، دا هغه ورځ ده چې افغانان بیا ژوندي شول په دې ورځ، ځکه د اشغال دور د نیواک دور او د یرغل دور چې امریکا پر موږ کړی و، داسې و لکه له افغانانو یې چې روح اخیستی وي، خو اوس موږ ازادي اخیستې ده.»

له دې سره ښاغلی مجاهد زیاتوي، په دې تصور هم و چې ممکن د امریکا وتلو سره په افغانستان کې جګړه پیل شي.

هغه زیاتوي: «په دې تصور هم و چې افغانستان کې به کورنۍ مشکلات تر دریو څلورو کلونو دوام ولري او خدای مه کړه که جګړه رانه وای، نو دا دریو کلونو کې به تر یو لک کسان وژل شوي وو.»

طالبان له امریکا سره د دوحې تړون د لاسلیک له مخې پر کابل واکمن او په نتیجه کې یې افغان جمهوریت وپرځېد، خو د دریو کلونو تېرېدو سره لا هم د دوی حکومت څوک په رسمیت نه پېژني.

پر طالبانو نیوکه ده چې د دوحې تړون ټولې مادې یې لا نه دي پلې کړې، چې په هغو کې تر ټولو مهم ټولګډونه حکومت جوړول، د ښځو او لږکیو حقونه ور کول دي.

دې ډلې په واکمنېدو سره ګام په ګام د تېرې دورې سیاست په لور ځي، د سیاسي ډلو پر فعالیت یې بندیز لګولی، د نجونو زدکړې او د ښځو کار یې بند کړی دی.

پر طالبانو بله نیوکه دا ده چې د خپلې ډلې کسان پر مختلفو مسلکي دندو ګوماري او له امله یې ورځ تر بلې لوستی او مسلکي پاړکی کډوالېږي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان د روانې اګسټ میاشتې په لومړیو کې وویل، چې د ۲۰۲۰ کال د پرورۍ پر ۲۹ د طالبانو او امریکا د دوحې تړون راهیسې د افغانستان شاوخوا اته میلیونه اوسیدونکي له خپلې خاورې وتلي دي.

دغه سازمان وايي، یو میلیون افغانانو اروپايي هېوادونو ته پناه وړې ده او ۸۵ سلنه یې ګاونډیو هېوادونو ته تللي دي.

د امریکا حکومت د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ په ۲۹ د قطر په دوحه کې له طالبانو سره د سولې تړون لاسلیک کړ.

خو د طالبانو د کډوالو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره دا راپور ردوي او وايي، چې په تېرو دریو کالو کې ۳.۷ مېلیونه افغان کډوال هېواد ته ستانه شوي دي.

محقق وايي، که طالبان د خلکو غوښتنو ته غاړه نه ږدي نو جګړه حتمي ده

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۴۲ GMT+۱

د افغانستان د خلکو د اسلامي وحدت ګوند مشر ګوت څنډنه کړې، که طالبان د خلکو غوښتنې له پامه غورځوي؛ نو له دغې ډلې سره د جګړې شونتیا ډېرېږي.

محمد محقق د طالبانو د درېیمې واکمنۍ د کلیزې سره هم‌مهاله لیکلي، چې طالبانو د خلکو غوښتنو ته هیڅ پاملرنه نه ده کړې.

ښاغلی محقق چې د افغانستان د ژغورنې د مقاومت د سترې شورا د سیاسي کمېټې مشر هم دی د چهارشنبې په ورځ (د زمري په ۲۴مه) یې د خبرو اترو سیاسي مشارکت، پراخ بنسټه حکومت، د مېرمنو، قومونو او مذهبونو د حقونو د خوندیتوب په اړه یې یو لړ غوښتنې شریکې کړې دي.

د طالبانو ضد دغه جهادي مشر لیکلي:« د افغانستان د خلکو او نړۍوالې ټولنې غوښتنو ته نه پاملرنه، هغه څه دي چې تاوتریخوالی ورسره زیاتېږي او په دې برخه کې اړینه ده چې سیاسي ګوندونه او نړۍوال د امنیت د اړتیا لپاره سره یوه خوله شي، ځکه دا د هېواد، سیمې او نړۍ لپاره یو ستر ضرورت دی.»

ښاغلي محقق په خپله وینا کې «د طالبانو لپاره د امریکا د مرستو» په درولو ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغې ډلې ته دې هم په کور د ننه او هم بهر کې مالي مشروعیت نه ورکول کېږي.

هغه دا رنګه له نړۍوالې ټولنې غوښتي، چې د طالبانو مخالف بهیرونه دې د افغانستان د ښکېلو اړخونو په توکه وپېژني او پر طالبانو دې فشارونه زیات کړي چې خبرو اترو ته غاړه کېږدي.

هغه پر طالبانو هم غږ کړی، چې له تاوتریخوالي لاس پر سر شي او د مخالفو سیاست‌والو سره دې خبرې اترې پیل کړي.

طالب ځواکونه په ۱۴۰۰ کال (د زمري په ۲۴مه) هغه مهال چې پخوانی ولسمشر محمد اشرف غني له هېواده ووت، کابل ته د ننه شول او واک یې تر لاسه کړ.

په افغانستان کې د دغې ډلې له واکمنۍ درې کاله تېرېږي؛ خو تر اوسه هیڅ هېواد هم د دغې ډلې حکومت په رسمیت نه دی پېژندلی.

دغې ډلې د نظام د جوړښت، ټاکنو، ولسواکۍ او بشري حقونو په تړاو کورنۍ او بهرنۍ غوښتنې نه دي منلي او هغو ته یې مثبت ځواب نه دی ویلی.

طالبانو د زمري د ۲۴ مې په جشن کې ژېړې بوشکې، امریکایي وسلې او تجهیزات نندارې ته وړاندې کړل

۲۴ زمری ۱۴۰۳ - ۱۴ اګست ۲۰۲۴، ۰۸:۰۲ GMT+۱

طالبانو پر افغانستان د دغې ډلې د واکمنېدو د درېیمې کلیزې په نمانځغونډه کې د پوځي پریډ پرمهال ژېړې بوشکې او له امریکايي ځواکونو پاتې شوي پوځي تجهیزات هم نندارې ته وړاندې کړل.

100%

د طالبانو له لوري په دغه پوځي پرېډ کې دوه ډوله ځواکونه نندارې ته وړاندې شول، هغه طالبان چې سیمه‌ییزې جامې یې په تن وې مخونه یې ښکاره او هغه کسان چې نظامي یونیفورم یې په تن او کومانډو ځواکونه بلل کېدل او مخونه یې پټ ول.

100%

دغه پوځي پرېډ چې د بګرام په هوايي اډه کې ترسره شو، د طالبانو د مشر مولوي هبت الله او د یادې ډلې د رییس الوزرا پرته نږدې ټول لوړپوړي طالب چارواکو ګډون کړی و.
د طالبانو له لوري دغه غونډه د یادې ډلې تر واک لاندې ملي ټلویزون په ژوندۍ بڼه خپروله.
په دغه پوځي پریډ کې د افغانستان په سیمه‌ییزو جامو کې د موټر سایکل سپرو کسانو چې ژېړې بوشکې هم ورسره وې نندارې ته وړاندې شوې.
طالبانو د یادو موټر سایکل سپرو کسانو او ژېړو بوشکو په اړه خپلو شعارونو کې وویل، چې دغو بوشکو او موټرسایکل سپرو کسانو په مرسته یې په ډېرې اسانۍ سره خپلو مخالفانو ته ماتې ورکړه.
خو ډېری کسان په دې باور دي، چې د یادو ژېړو بوشکو په وسیله د طالبانو له لوري د سلګونو افغانانو ژوند اخیستل شوی او ګڼ افغانان ورځینې کرکه لري.
همدارنګه طالبانو هغه پوځي او زغره‌وال هاموې ټانکونه، پوځي چورلکې او تجهیزات هم نندارې ته وړاندې کړل، چې د ناټو ځواکونو او امریکا له وتلو وروسته په افغانستان کې پاتې شوي دي.
د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په ځلونو ویلي، چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو وروسته په دغه هېواد کې د ۸۵ مېلیارد ډالرو په ارزښت پوځي تجهیزات پاتې شول.