• العربية
  • فارسی
  • English
Brand
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
  • پوښ
  • ژبه
    • العربية
    • فارسی
    • English
  • پروګرامونه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • ښځې
  • کلتور او ټولنه
  • معلومات او ټېکنالوژي
  • سپورت
د دې وېبپاڼې ټول قانوني حقونه د وولنټ میډیا دي
volant media logo

نوې څېړنه: یو پر څلورمه برخه امریکايي ښځینه پوځیانو په افغانستان کې جنسي ځورونه تجربه کړې

۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۰۶:۴۸ GMT+۱تازه شوی: ۲۵ زمری ۱۴۰۳ - ۱۵ اګست ۲۰۲۴، ۱۹:۰۲ GMT+۱

د براون پوهنتون سره تړلې یوې موسسې راپور ورکړی، چې په افغانستان کې یو پر څلورمه برخه امریکايي‌ ښځینه سرتېرې او ۱.۹سلنه نارینه امریکايي سرتېرو جنسي ځورونه تجربه کړې ده.

د دغه راپور له مخې، په ۲۰۲۱ او ۲۰۲۳ کلونو کې د امریکا په پوځ کې د جنسي ځورونې د ټولو پېښو شمېر شاوخوا ۱۵۰ زرو ته رسېږي.
دغه راپور د «جګړې د پروژې د لګښت» له‌خوا د چهارشنبې په ورځ د (زمري ۲مه) په «د جګړې لګښت» مجله کې چې د براون پوهنتون د نړۍوالو او عامه چارو له انستیتوت سره تړاو لري، خپور شوی دی.
په دغه راپور کې ویل شوي، دغه شمېرې د هغو ارقامو پرتله دوه برابره زیاتې دي چې د امریکا د دفاع وزارت چارواکو د دغه هېواد د پوځ پر سرتېرو د جنسي ځورونو د پېښو په اړه اټکل کړې وې.
پنټاګون اټکل کړی و، چې د جنسي ځورونو د قضیو شمېر به په ۲۰۲۱ کې ۳۵۹۰۰ او په ۲۰۲۳ کې ۲۹۰۰۰ تنو ته ورسېږي.
خو د یوه نوي راپور له مخې، دا شمېر په ۲۰۲۱ کال کې ۷۵۵۶۹ او په ۲۰۲۳ کال کې ۷۳۶۹۵ ته رسېدلی و.
همدارنګه په دغه راپور کې له ۲۰۰۱ څخه تر ۲۰۲۱ کلونو پورې افغانستان ته د استول شویو امریکايي پوځیانو ترمنځ د جنسي ځورونې د شمېرو یادونه هم شوې ده.
د دغه راپور له مخې، په دغو کلونو کې د دغو ځواکونو یو پر څلورمه برخه ښځینه سرتېرې او شاوخوا ۱.۹ سلنه نارینه سرتېري له جنسي ځورونې سره مخ شوي دي.
د براون پوهنتون سره تړلې ادارې دا هم موندلې، چې د متحده ایالاتو په پوځ کې تور پوستي ښځي او همجنس خوښي د نورو پرتله ډیر د جنسي ځورونې سره مخامخ وو.
د امریکا په پوځ کې جنسي ځورونه یوه جدي ستونزه ګرځېدلې ده.
د دغه هېواد چارواکي له کلونو راهیسې هڅه کوي چې دغه حقیقت له منځه یوسي.
خو لاهم د جنسي ځورونې کچه لوړه ده.
د دغه راپور لیکوالې جینفر ګرینبرګ د امریکا د حکومت د ناکامۍ د علت په اړه ویلي:« د سپټمبر له یوولسمې وروسته په جګړو کې، د پوځیانو چمتووالي ته تر بل هر څه لومړیتوب ورکول د دې لامل شول چې په پوځي ادارو کې د جنسي تېري، کورني تاوتریخوالي او جنسیتي نابرابرۍ ستونزې زیاتې شي.»
خو د امریکا د دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې لیکلي: «په پوځ کې جنسي تاوتریخوالی نه شي زغملی، نه به یې توجیه کړي او نه به یې له پامه وغورځوي.»
پنټاګون ټینګار کړی، چې د جنسي ځورونې د مخنیوي او د تورنو کسانو د حساب ورکولو لپاره به د مناسب چاپېریال د برابرولو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکړي.
له حقوقي اړخه جنسي تېری تر جنسي ځورونې یا بریده توپیر لري.
د امریکا په قانون کې، له دې جملي څخه د نیویارک د جزا قانون له مخې، جنسي ځورونه « له خوښې پرته د کوم چا د لمس کولو» په مانا دي.

ډېر لیدل شوي

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي
۱

له پاکستان نه د ستنېدو اندېښنه؛ د ښځینه افغان محصلانو د زده‌کړو هیلې له ګواښ سره مخ دي

۲
ځانګړی

د طالبانو د کلیو پراختیا او بیارغونې وزیر د خپل زوی په ګډون ۱۸ خپلوان په ادارو کې ګومارلي

۳

طالبانو د مخالفو وسله‌والو د بریدونو له پراخېدو وروسته د نویو جنګیالیو د جذب بهیر پیل کړی

۴

د امریکا یوې محکمې د افغان کډوالو کورنیو په ګټه پرېکړه وکړه

۵

امریکا د ۵۰ هېوادونو له وګړو د ویزې په بدل کې تر ۲۰ زره ډالرو ضمانت غواړي